مینه اوسفر ناول لیکوال :ګل رحمن رحماني 1 دلوی او بښونکي خدای «ج» په نامه 2 کتاب پېژندنه نوم :مینه او سفر لیکوال :ګل رحمن رحماني کمپوز :مبارز اتل خپرندوی :ګودر خپرندویه ټولنه ډیزاین :صادق اهلل صادق چاپ شمېر ۰۲۲۲ :ټوکه چاپ کال ۱۹۳۱ :ل 3 ډالۍ : هغې ته ،چې زما دخوښې هره کرښه یې له ما وړاندې لوستې وه او له ادبیاتو سره مینې ورته زه هم ګران کړی وم . تاته ! چې په پېغلتوب کې په خپل عفت مغروره پښتنه او اوس یوه اتله ،مینه ناکه او صابره مور یې . هغې ته ،چې دپروین درد تر ما وړاندې دردولې وه . رحماني ما ولې دا کیسه ولیکله ! ؟ ژوند ټول دخوږ و او دردونکو کیسو ټولګه ده ،دژوند هره شېبه او هره ورځ له ځان سره همدومره کیسې هم لري ،موږ دکیسو او پېښو په هېواد کې ژوند کوو ،دلته هره ورځ زموږ په وړاندې پېښې رامینځ ته کېږي ،له پېښو کیسې زېږي ،خو موږ ته بې ارزښته وي او فکر کوو 4 چې نورو ته به هم ارزښت نه لري .دې پښو ته په پام سره باید دپښتو کیسه ایز ادب خورا غښتلی او پرمختللی وی خو له بده مرغه چې هسې نه دي شوي او زموږ ګڼو لیکوالو ډېر څه په تقلیدي بڼه لیکلي او دټولنې داستاني انځور یې زموږ سترګو ته نه دی درولی . دادبیاتو دیوه مین او مینه وال په توګه هره ورځ کیسې ګورم ،له خلکو یې اورم او ځینې دوستان یې راته په تیلفون او خواله پاڼو کې هم کوي .زموږ په وطن همدې وروستي ناورین ګنو بهرنیو لیکوالو او خبریاالنو ته بال حقیقي سوژې ورکړ ې ،ویې لیکلې ،مشهورې شوې او پرې وستایل شول خو هغه متل دی چې وايي « تر ډېوه الندې تیاره وي » زموږ لیکوالو او کیسه لیکوالو ورته ډېر کم پام وکړ خو دبهرنیو کیسه لیکوالو کیسې یې خوښې کړې او ستاینه یې هم وکړه . زه یو ځوان کیسه لیکوال یم ،ما ګن داستانونه لیکلي خو ډېرې یې هغه کیسې دي چې دخلکو په مجلسونو ،دخپلو اورېدونکو او ملګرو په سفرونو او ناستو کې مې اورېدلې دي ،ذهن ته مې سپارلې ،اړولې را اړولې مې دي .یو او حتی دوه کاله ورباندې اوښتې او بیا چې ښې پخې شوې او په دې یقیني شوی یم چې دغه خبره او حالت اوس هم زموږ په مینځ کې دی ؛ نو قلم مې را اخیستی په کتابچو کې مې لیکلې او یا مې په خپل کمپیوټر کې خوندي کړې .داچې څومره توانېدلی یم ،دداستان لیکنې ارونو او معیارونو ته مې څومره ارزښت ورکړی او مرعات کړي مې دي ؟ دا به دکره کتونکو قضاوت وي .خو زما دزړه بوج ورسره سپک شوی او فکر مې کړی چې یو ځل بیا مې دغه محرومو وګړو ته دخلکو پام ر ا اړولی دی .حتی تر دې پورې چې کله کله مې دخپلو کیسو ژوندي کرکټرونه هم دکیسو له خپرېدلو وروسته درېدلي دي . له دې اوږدې مقدمې وروسته خپلو خبرو ته راځم او غواړم ددغه داستان (مینه او سفر ) په اړه یو څه ووایم ،هغه داچې مینه او سفر دیوې محرومې بې وسه او پردېسې پېغلې یوه ریښتینې کیسه ده چې په څو پاڼو کې مې پخوا تر السه کړې وه خو لیکلو ته یې نه وزګارېدم . دا چې څنګه ده او څومره به مو خوښه شي ؟ قضاوت ته مو ال وخت پاتې دی ،په افغاني ټولنه کې دښځو په وړاندې دتاو تریخوالي په پېښو کې دنارینه وو الس وي ،خو یوه خبره داده چې پروین یو داسې څوک وه چې دستونزو او بدبختیو سبب او المل یې بیا هم خپله ښځې دي . 5 زموږ په ټولنه او رسنیو کې یوازې دا خبرې ګرمې دي او په بیا بیا کېږي چې یوازې نارینه دځینو ښځو دحق تلفۍ او تاوتریخوالي (خشونت ) سبب ګرځي ،نارینه دي چې ښځې یې دتعلیم او دژوند له ځینو حقوقو نه په لوی الس محرومې کړي دي .خو دپروین دستونزو او بدبختیو تار خپله دښځو په الس کې دی ،خپله ښځې دهغې ژوند تریخوي او له ستونزو سره یې مخ کوي ، دهغې یوور (دخاوند وریندار ) او میره ددې سبب ګرځي چې پروین ټوله شکایت شکایت شي او له ربړونو ډک ژوند ولري .په افغاني ټولنه کې یوازې نارینه نه دي چې په ښځو ظلم کوي او بشري ادارې ورته دمالمتۍ ګوته نیسي .تر ډېره خپله ښځو دښځو په وړاندې دا ډول چوپړ کړی ،دغه ناوړه کلچر یې پاللی او دهغوی نه یې دژوند خواږه اخیستي دي .په دغه داستان کې دپروین میره او یوور دوه همداسې ښځې دي . زما همدا داستان « مینه او سفر » سره ددې ،چې زیات به تراژېدي وي ،ما ځینې همداسې سوژې او موضوعات په ژورنالستیک او خبري چوکاټ کې هم وړاندې تر دې لیکلې ،خو ځینې وخت له داسې پېښو سره مخامخ کېږم ،چې بیا ورته دژونالېزم ځولۍ تنګه وي او زه یې هم مجبور کړم چې دسمون او نورو ته دپیغام په موخه همداسې یو څه له ژورنالستیکو چوکاټونو لرې دادب په ژبه په یوه داستاني ادبي ځېل کې وړاندې کړم .خدای دې وکړي چې « مینه او سفر » دسمون او دښځو په ژوند کې دیوه مثبت بدلون په هیله ولولئ .زما د دا ډول داستانونو لړۍ به بیاهم روانه وي او بیا به هم دخپلې دردېدلې ټولنې ،خوار خو غیرتي ولس په سترګو کې دا ډول کیسې لټوم .تاریخ هېڅکله دپروین غوندې نجونو دمینې او ایثار قربانۍ نه هېروي ،تل به یې یاد ساتي او مینه به یې تلپاتې وي . له ټولو درنو ملګرو او دوستانو بیاهم مننه ،تر ټولو وړاندې له هغه چا چې ددې داستان سوژه یې له څو یادښتونو سره راکړه او دا داستان ددې جوګه شو ،چې تر تاسې ورسېږي .زما دګرانو ملګرو باران پښتون ،بختیار تالش ،ابراهیم پرهار ،مبارز اتل ،ذبیح اهلل رحیمزي او اسداهلل دولتزي دې هم کور ودان وي چې زما په فرهنګي او دفتري کارونو کې راسره تل په ورین تندي ملګري کوي .دګودر خپرندویې ټولنې په ځانګړي ډول منندوی یم ،چې زما دنورو ناولونو غوندې دا داستان تر تاسې درسوي . 6 ۰۲۱۰اکتوبر - ۱۱کونړ پالر به یې ورته ویل ،چې دوی د ښار د دغه کوڅې له لومړنیو اوسېدونکو نه دي او کله چې ده دلته د کور جوړولو لپاره ځمکه واخیسته؛ نو دا شا وخوا ساحه چې اوس په کې عادي ،اوچت خام او پاخه کورونه په کې جوړ دي؛ تر ډېره یوې وچې صحراته ورته کېده او چا ډېر په اسانۍ او له مجبوریت پرته ورته د کور جوړولو لپاره زړه نه ښه کاوه خو ورو ورو ورته خلک را مات شول او باالخره دغه ساحه هم د ښار یوه برخه وګرځېده چې ورځ ترورځې ابادېدله ،سړک ورته را پوخ شو ،د برېښنا لینونه ورته را وغځول شول .که څه هم برېښنا یې ډېره پابنده نه وه او ډېرکم داسې پېښېدل ،چې د ښار د زور واکو له دنګو ماڼیو دې اضافه شي او تر دوی دې را ورسېږي. دپرمختګ کارونه ټکني وو ،خو بیاهم تر سره کېدل .د څو کالونو په اوږدو کې ددوی کوڅه اباده شوه ،د جالل اباد ښار د نورو برخو رنګ یې واخیست ،حتی د پیسو له ډېرېدو سره ډېرو خپل کورونه چې یا په نقشه نه وو او یاهم په لومړي ځل له خامو موادو جوړ شوي وو؛ ونړول ،له سره یې په نوي ډیزاین اباد کړل ،چې له شک پرته د کوڅې په ښکال کې زیاتونه کوله ، هو یوه بله خبره دا وه چې ځینو خو ال د ښار په نورو مهمو برخو او خصوصي ښارګوټو کې نوې 7 نومرې واخیستې ،هلته یې کورونه اباد کړل او د دې ځای کورونه یې نورو ته په کرایه ورکړل چې نسبتا کمه کرایه یې درلوده او هرې عادي کورنۍ هم کوالی شول چې په کرایه یې ونیسي. جومات ،ښوونځی او د ښځو لېسه هم ورته نږدې وه او د ماښام له تیارې وړاندې هروخت ښار ته ورنه موټر او رېکشې تللې راتللې ،چې په دې حساب کرایه مېشتو ښاریانو به ورته که څه هم کرایه به یې یو څو روپۍ لوړه وه ؛ زړه ښه کاوه . د سیما دوی د کور څنګ ته ګاونډی سره له دې چې ددوی څه نه کېده او نه یې ورسره هم دکلي قوم له اړخه کومه خپلوي درلوده ،خو راشه درشه او د کورنیو ترمینځ اړیکې یې د ښو خپلوانو نه هم خوږې او نږدې وې ،دیو بل په ښه او بده کې یې سره ګډون ،حال احوال ،ناسته او پاسته کوله .کور یې هم خپل و ،خو څنګ ته یې درېیم کور ،چې له ډېره وخت خالي و ،تر اوسه ورته کوم کرایه مېشتی نه و راپېښ شوی ،ښايي د معامالتو د الرښود دفتر مسئول به هم په دې پوهېده ،چې دلته کوم ډول کسان ښه چلېږي او د دې ځای له خلکو سره یې چلند هم ښه وي ،هغه غوښتل ،چې د دې کوڅې په شرایطو برابر کس ته خالي کور ورکړي،چې هم ددې نوم خوندي او هم یې دفتر ال ښه اعتبار پیدا کړی . یوازې د سیما د پالر او وروڼو نه بلکې د ټولو ګاونډیو هیله هم دا وه ،چې یو داسې کس ورته راشي ،چې هم ددوی غوندې وي او هم دخیر ښېګڼې په چارو کې د منډې ترړې سړی وي،خو څنګه یې کوې ،نه سره برابرېدل ،دوی ټول له یو بل سره اشنا وو او حتی نارینوو به یې په چادري کې مخ پټې ښځې او نجونې هم پېژندې ،چې د دوی په اصطالح د کوم کاله دي او چېرته ځي ؟ چې په دې حساب تر ډېره په دغه کوڅه د کلیوالۍ ماحول تر یوه حده خور او ژوندی ساتل شوی و. یوه ورځ چې غرمه نږدې وه او سیما د کور په انګړ کې تر ونه الندې د څاه په غاړه لوښي او بېګانۍ کاسې وینځلې ،په همدې وخت کې یې وړوکی وراره شپږ کلن روښان په منډه راغی او مخې ته یې ودرېد. امه ،امه ،امه جانې (عمه) د روښان دوی کډه بېرته راغله ،همدا اوس موټر ودرېد او کالي ورنه راښکته کوي ،تورپېکۍ خاله به مې هم بېرته راغلی وي او کله چې تاته راځي؛ نو ما ته به 8 همغسې شیان الولي (راوړي) .....ریښتیا تاسې به بیا هم په ما له دوکانه شیان راولی (راوړی) کنه؟ وړوکي روښان ټولې خبرې په یوه دمه په داسې انداز وکړې چې ته به وایې کوم ثبت شوی پیغام دی ،عمه یې هم له خندا سره حیرانه کړه ،په شونډو یې موسکا وغوړېده ،السونه یې وڅنډل ،پاڅېده او خپل وراره یې په تندي ښکل کړ ،هغه وختونه وریاد شول ،چې د دې د ملګرې او همزولې تورپېکۍ دوی کډه دلته وه او کله به چې د دوی کور ته په اوبو پسې راغله ؛ نو په ساعتونو ساعتونو مجلسونه به یې سره کول .د هغوی دوی د کډې بېرته راتګ ورته ریښتیا هم دتعجب خبره وه،خو ورسره په دې یې هم ګیله زړه ته ودرېده چې تورپېکۍ ولې د بیا راتلو څه نه وو ورته ویلي ،هغوی خو اوس په ښار کې په خپل نوي او لوکس کورکې اوسېدل، پالر یې اوس په ګمرک کې غټ سړی و او تورپېکۍ هم په ښار کې کوم شخصي پوهنتون هم پیل کړی و. زر زر یې کارونه خالص کړل ،خپلې کوټې ته الړه او د کور په مبایل کې یې د نوریې شماره ډایل کړه ،بنده وه ،فکر یې وکړ چې شاید پوهنتون کې به وي .ځای په ځای کښېناسته ،بېالبېل سوچونه یې کول ،بېرته ورپه یاد شول ،چې که د دوی کډه راتلی مخکې به یې احوال کړی و او په دې ورځ،؛ خو بیا تورپېکۍ هم درس ته نه تله .پاڅېده خپل وړوکی وراره یې را وغوښت او دراغلې کډې په اړه یې د معلوماتو او احوال راوړلو لپاره ور واستولو ،څو روپۍ یې ورکړې او هغه هم په منډه له انګړ نه ووت ،پنځه شپږ دقیقې وروسته راغی خو خبره بل ډول وه ،وراره یې ویل چې نور او بل ډول خلک دي ،دا د هغوی کډه نه وه .نوي خلک او کورنۍ وه او بیا ،چې کله دې تورپېکۍ ته تیلفون وکړ؛ نو هغې ټوکه وګنله ،په دې یې د پخوا په څېر ټوکې وهلې ،خندل یې او ورته ویې ویل ،چې کور یې بل چا په کرایه نیولی. د شا او خوا کورونو اکثرو ښځو به د سیما دوی له کور نه اوبه وړلې ،او سیما هم د دې انتظار وه ،چې خپل نوي ګاونډیان ،چې یو کور تر مینځ پراته وو ،وپېژني ،دا پوهېده ،چې تر څلورم کوره پورې ټول اکثره وخت د دوی له کور نه اوبه وړي او علت یې دا و ،چې دوی ژوره څاه (برمه) درلوده ،اوبه یې صافې او ښکلې وې ،خو د هغوی د کورونو اوبو مالګین خوند درلود، که دولتي برېښنا به نه وه هم ؛ نو دوی به ورته وړوکی جنراتور چالنولو. 9 په همدې ورځ تر مازدیګره څوک را معلوم نه شول او سیما هم د هغوی په اړه نوره لېوالتیا نه لرله ،خو په دې یې باور و او تمه یې درلوده ،چې د اوبو وړلو لپاره به حتما له بلدېدو وروسته د هغوی ښځې دلته راځي او اوبه به وړي ،چې په دې توګه به معلومات تر السه کړي .خورګانو او وریندارګانو یې هم په خپلو مینځو کې خبرې کولې ،د دغه نوې راغلې ګاونډۍ کورنۍ په اړه یې مخکې له مخکې نظرونه بیانول ،چا به ویل چې ماشومان یې شوخ دي ،له راتلو سره سم کوڅې ته راوتلي ،چا یو څه او چا بل څه ... سبا سهار سیما د خپل کور سیمنټي برنډې جارو کولې ،چې دروازه ټک ټک شوه ،خو په کور کې یې څوک نارینه نه وو ،چې ورشي ،ټول کارونو ته وتي وو ،شا وخوا یې وکتل د کور ماشومان یې هم چېرته بهر په لوبو بوخت وو ،پړونی یې په غاړه سم کړ او زړه نازړه بهر ته ور ووته ،د در وازې شاته یې په نرم او تړلي انداز غږ کړ: څوک یې ؟ یو ښځینه نرم غږ راغی. خورې! ستاسې نوي ګاونډیان یو ،داوبو لپاره راغلي یو ،که اجازه وي نو ...؟ د نجلۍ غږ بند شو او خبره یې په نیمايي کې پاتې شوه. د سیما رنګ وغوړېده ،بې له ځنډه یې دروازه ورته خالصه کړه ،یوه د پاخه عمر او بله هم یوه ځوانه نجلۍ او څنګ ته یې بله ماشومه والړه وه ،درې واړه راننوتل او سیما هم ورسره ګرمه ستړي مه شي وکړه .داوبو لوښي يې کېښودل او بیا د سیما په غوښتنه دننه کوټې ته ورسره روانې شوې ،د سیما دوی د کور ټولې ښځې پرې راغونډې شوې ،په څو دقیقو کې سره بلد شول ،یو خوا بل خوا یې خبرې وکړې او د پاخه عمر خاوندې ورته د ښار له بل کور نه دلته د راتګ کیسه وکړه او بیا یو ساعت وروسته دوی سره داسې اشنا و لکه له کلونو کلونو ،چې سره پېژني ځوانه نجلۍ پروین نومېده ،د اولسو اتلسو کلونو به وه ،ښکلی قد ،څېره او باډي یې درلوده او بله دا ،چې نږدې یوه میاشت یې د واده کېده،خو دښکال ټول معیارونه په کې وو چې د خو ټکی په کې نه پیدا کېده ،دوی دواړه دوروڼو ښځې وې خو یو څه چې په کې حس کېدل، په پروین کې د رنګ مړاویتوب او ستړیا وه .په نرمۍ یې خبرې کولې او په هره خبره کې به یې 10 خپلې یوور ته سترګې ور اړولې لکه له هغې نه ،چې ځواب یا اجازه غواړي ،کله کله خو به ال د هغې ځانګړي پېښوریانو ته یو څه ورته اصطالحات او ددې ځای له خلکو نه د خبرو بلد انداز هم د دوی لپاره ګران و او کله کله به پرې نه پوهېدل ،خبرې یې هم ډېر په ټیټ غږ کولې. سیما په همدې لومړي ځل لیدو غوښتل زیاتې خبرې ورسره وکړي ،ورسره وخاندي او ښکل یې کړي؛ خو هلته یې وریندار ګانې هم ناستې وې ،دا پوهېده ،چې دا غوښتنه او هیله د پروین په سترګو کې هم څرکونه وهي ،خو د نا اشنایۍ دغه ماحول او لومړۍ لیدنه تر مینځ دېوال دی او نه شي کیدای ،دا شېبې ډېرې زر تېرې شوې ،د دوی د خبرو په جریان کې د سیما د وریندارې په غوښتنه ماشومانو د هغوی د اوبو لوښي ورته ډک کړي وو ،مخه ښه یې وکړه او الړې ،خو په تلو کې سیما ایله دومره وکړل ،چې پروین یې سر سري ښکل کړه .په دروازه کې هم پسې والړه وه ،د خلکو خبرې شوې او زر بېرته راننوته ،د هغې پرېشانه څېرې مایوسه کړې وه ، خو بیا یې ځان ته په دې ډاډ ورکړ ،چې شاید له واده وروسته به په اولواونیو کې هره پېغله نجلۍ همداسې وي ،د حیا او شرم له وجې به خبرې نه شي کوالی او مړاوې به ښکاري ،خو پېښوریانو ته ورته او له موږ نه یو څه بدله لهجه یې بیاهم دوی ټولو ته د پوښتنې وړ وه. له دې ورځې نه وروسته هرڅه عادي شول ،نور نو د هغوی تګ راتګ عادي خبره وه ،دواړه کورنۍ د یو بل کورنیو ته تلې راتلې ،خو اکثره وخت به سیما ته د دې اجازه نه وه چې د هغوی کره ورشي او د پروین وریندارې نوریې هم خپل تګ راتګ بند کړی و خو د پروین دوی مجبوریت و ،چې راشي او د دوی له کور نه د څښاک اوبه یوسي ،د پروین مړاوې څېره هغه ښکلي ګل ته ورته وه چې له غوړېدو سره سم سیلیو په ځمکه او وحشي اغزو سره وهلی وي او په تازه ګۍ کې مړاوی ښکاري ،د سیما لپاره هم دا یوه معما وه ،چې اخر ولې پروین خوښه او خوشحاله وي،خو چې دا ورنه د شخصي ژوند په اړه کومه پوښتنه وکړي؛ نو هغه خبره په بله واړوي او غوسه شي ،کله به چې سیما ورنه پوښتنه وکړه او هغه به غوسه شوه ،بیا به نو سیما هم هغه په غېږ کې ونیوله او تر هغو به یې ښکلوله چې ستړې به شوه او بیا به د څو شېبو لپاره دغه خوږې ملګرې سره مرورې وې خو یوه شېبه یې هم دغه خپګان نه شوای زغمالی. د څاه په غاړه به یې هره ورځ مجلس تر یوه ساعته رسېده او یو د بل سره به یې دوه په دوه خبرې کولې ،کله کله خو به سیما یوازې د هغې د ښکال په صفتونو سره وه ،خو دا خبره به په 11 پروین بده لګېده او سیما ته به یې په مخ څپېړې ورکولې ،سیما به که حس کړه چې نن د پروین طبعه یو څه ښه ده؛ نو زر به یې د شخصي ژوند پوښتنه ترې وکړه ،خو هغې به بیا نا رضایت څرګند کړ .د یوې ،یوې نیمې میاشتې په جریان کې یې یوازې همدا ورته وویل چې د پېښور ده، ځان ته یې د یوې بدبختې پاکستانۍ پښتنې کلمه کاروله ،ویل یې چې خاوند یې خالد نومېږي ،په مینه یې ورسره واده کړی اوبس .....نور نو تر دې وړاندې سیما هم له هغې نه د خبرو په را ایستلو کې ناکامه وه ،چې دې ټکي به هر ځل سیما ځوروله او په شپو شپو به یې د هغې په اړه سوچونو ته اړ وېستلې وه او د پروین په خبرو کې به ورته د پېښور یادونه حیراونکي وو ،چې کله کله به د هغې په خبرو کې نا څاپي راغلل. وخت په منډه روان و ،خو د سیما په زړه کې د خپلې نوې ګاونډۍ ملګرې پروین په اړه سوچونه ،اندیښنې او تلوسې همغسې پاتې کېدې ،ورځ تر ورځې خرابېدونکی حالت ،خوارېدل او د خالد په وریادولو د څېرې بدلون ټول هغه څه و ،چې د دې په ژوند کې یې هم نور بدلون راوستی و ،دې ته معلومه شوې وه ،چې پروین د خپلې بې سارې ښکال تر مینځ ،مترنم غږ او تر هغو ښکلي اخالق هم لري ،اوس نو دا او د کورنۍ نور ښځينه غړي یې له پروین سره بلد شوي وو ،په ټولو ګرانه وه او ټولو به یې هر سهار د راتلو انتظار او قدر کاوه ،اکثره وخت به یې د سیما سره د خپل خاوند خالد په اړه اندېښنې شریکولې او د دې په وړاندې به یې دعاګانې پسې کولې ،هغه په ملي اردو کې سرتېری و او په کوم لرې والیت کې یې نوې نوې د سرتېري په توګه دنده اخیسته وه. یوه ورځ مازدیګر سیما په پخلنځي کې لګیا وه ،له ځان سره یې غلې غلې کومه سندره زمزمه کوله ،چې له شانه یې چا سترګې کلکې پټې کړې ،سیما ورخطا شوه ،ترهېدلې نېغه ودرېده او چې شاته یې وکتل نو د خنداګانو غږونه شول ،پروین وه او په مخ یې یوه د مینې کلکه څپېړه ورکړه ،د سیما کشره خور او وریندار هم والړې وې ،سیما هم په خندا شوه . واه واه ! دا لمر په دې مازدیګر له کومه شو؟ پروین مړاوې خندا وکړه 12 بس نو شیشکه خور مې یې لکه اهنروبا چې له کوره خطا شم؛ نو بیا مې مخه ستا په لور وي ،هسې نه چې څه تاویز دې نه وي راباندې کړی ... دواړو وخندل خو د سیما پام ژر د پروین په تندی تړلې سپینۍ پټۍ ته واوښت او ورخطا شوه، خو په اړه یې چې هر څو له هغې نه وپوښتل ځواب یې ور نه کړ او دا بهانه یې وکړه چې د کور له برنډې لوېدلې او پښه یې اوښتې. له ګاز نه لوګی اوچت شو ،شور یې جوړ کړ دواړه بهر راووتل ،د انګړ خواته الړې ،پروین د څاه په غاړه د اوبو ستل ايښی و ،نن د اوبو لپاره بې وخته راغلې وه ،چې سیما ته یې هم دا راتګ عجیب ښکارېده؛ خو د ټپ په اړه د سیما ډېرو پوښتنو ورخطا کړه ،شا او خوا یې وکتل او نور نو د ماشومې غوندې پړېنګ په ژړا شوه ،ځان یې د سیما غېږې ته ورګوزار کړ ،په ژړغونې اواز یې خبرې پیل کړې ... سیما خورجانې ! زه پوهېږم ،چې په دې دنیا کې له تا نه نږدې بل څوک نه لرم ،ته زما هر څه یې هرڅه ...پوهېږم چې ستا د پوښتنو نه ځوابول به تا زما په اړه ډېرو سوچونو ته اړباسي او خوا به دې ډېره راسره بده وي ،خو څه وکړم زه یوه پردېسه یم ،همدومره تا ژوندۍ ساتلې یم ،که ته نه وي؛ نو څه به مې کول؟ خورې هر څه درته وایم ....هرڅه ...ته له مانه پردۍ او لرې نه یې ...وایم یې ...وایم یې خو وېرېږم ...اخر څه مانا لرې؟ ...او بیا یې سر د سیما په اوږه کېښود ،ژړا ترې خبرې هېرې کړې ،شېبه وروسته په مات زړه روانه شوه ،سیما هم چوپه خوله تر دروازې ورسره روانه وه خو نه پوهېده ،هېڅ نه پوهېده ،چې د هغې مطلب څه دی او ولې یې خبره ورته ونه کړه؟ له دې لیدنې وروسته سیما لږ لږ د هغې د مړاوې څېرې او اوښکو په راز پوه شوه ،خو تل به یې همدا کلمه ویله ،چې وېرېږم ،دوه اونۍ بیا هم همداسې تېرې شوې اوس هم په دې یو څه محدویتونه لګېدلي وو او هم په پروین خو تر ټولو ښه خبره د دوی د بلې ګاونډۍ رڼا ملګري وه، چې د دوی مجلسونه به یې ګرم ساتل او په ګډه به یې کوښښ کاوه ،چې پروین خوشحاله وساتي او ویې خندوي ،خو بده خبره دا وه ،چې د راتلونکې اونۍ په سر کې د هغې د واده ورځې شپې وې او نور باید له دود سره سم د پالر له کوره تللې وی. 13 سیما که څه هم د خپلې ملګرې رڼا په واده خپه وه او هغه یې له السه ورکوله ،خو په یوه بله خبره خوښه وه او هغه دا چې پروین ژمنه ورسره کړې وه ،چې په همدې شپه به کیسه ورته کوي، ځکه دوی دواړه د رڼا په خورلڼو (خوارخوندو) کې راتللې او باید شپه ورسره تېره کړي .وروسته له دې نو سیما هم په همدې انتظار وه ،چې د پروین د همدې مړاویتوب او خپګان حال معلوم کړي او په زړه کې د هغې په اړه ټول ګرانښت ورته اظهار کړي ،سره د دې چې پوهېده ،چې هغه یې ګرانښت حس کوي او حس کړی یې دی ،سودا یې وه ،نه پوهېده چې څه شوي؟ خو یوازې دومره ورته یاد وو او پوهېده چې که هغه هرڅنګه شوې وي او یا پرې شوې وي؛ نو د هغې د بدرېغه ښکال اوصورت تاثیر او سبب به په کې خامخا وي .ځکه د هغې ښکال ،انداز او اندام په پردو کې دپټېدو نه وو او چا یې هم له ستاینې انکار نه شو کوالی. د همدې اونۍ په درېیمه ورځ د رڼا د واده نېټه را ورسېده ،هغه یې یوه محصل ته ورکړې وه او دا هم خوښه وه ،مینه یې ورسره پیدا شوې وه ،واده پیل شو ،د نکریزو په شپه د راغلو مېلمنو او د کوڅې د ډېرو نورو راغلو نجونو سترګې په پروین کې خښې وې او هرې یوې دغه نوم د هغې لپاره مناسب ګڼلو ،خو سیما بیا تر ټولو نږدې ورته ناسته وه او په زړه کې یې رنګارنګ اندیښنې او اضطراب څپې وهلې ،ټولې په رڼا راغونډې وې او سیما هم د لومړي ځل لپاره پروین له سینګار سره د ګروپونو رڼا ته ولیده ،زړه یې صبر نه شو کوالی ،څنګ ته یې ورنږدې شوه په څنګ یې یو چیچ ورکړ (ویې سکونډله) : د ښکال ملکې ! څنګه داسې ها خوا دېخوا ګورې څوک به دې له نظره کړي ،څنګه خپله وعده دې په یاد ده او کنه ؟ که اوس هم په ژړا او خپګان رانه ځان خالصوې؟ پروین له یوه ساړه غوندې اوسیلي سره وخندل. وۍ خورې! ډېره شیطانه یې ،خو هسې دا د رڼاګۍ شیطانې په خوښۍ کې ځان مه خپه کوه. خو د سیما شله ګي او خپګان یې چې ولیده خبره یې بېرته واړوله. سمه ده ،درته وایم یې ....تا غوندې شله انسانه ،خو مې کله هم نه وه لیدلې ،خو ځه چې یوه خوندي ځای ته الړ شو ،هلته به یې درته وکړم بیا یې وخندل. 14 زموږ کیسه هم سمه د لیال او مجنون کیسه ده ... دواړو وخندل ،سیما یې خبره په خندا تکرار کړه هممم لیال او مجنون .... او له همدې سره له ځایه غلې پاڅېدې. د مېلمنو ښځو شور ماشور و ،ماشومانو هم په ډوډۍ شور زوږ جوړ کړی و ،په همدې شور کې دواړه د دویم پوړ سر ته وختې ،ښکلې هوا وه ،سپوږمۍ هم تته رڼا خپروله او هرڅه ښکلي ښکارېدل ،خو په بام هېڅوک هم نه و او نه هم بام ته دچا پام و ،پروین د ماشومې غوندې دواړه السونه د سیما له غاړې تاوو کړل او ښکل یې کړه. خورې! ته ولې داسې شله یې ،ما به پخوا درته کیسه کړې وه ،خو زه نه غواړم تا خپه کړم ،زما ژوند خو هسې هم له درد او ستونزو سره تړلی ،شاید ال ډېر نور څه هم د تقدیر په زړه کې زما لپاره پاتې وي ،چې باید راباندې وه یې ازمايي. سیما خورې! زما ژوند تا ته هېڅ نه شي در کوالی او نه هم شاید ته څه مرسته راسره وکړې، نن د رڼا د خوښۍ شپه ده ،خو دا به ډېره بده وي چې موږ به اوښکې تویوو ،ګیله به وکړي هسې هم دلته د همدې څو شېبو مېلمنه ده ،زه خو یې مناسبه نه ګڼم ،څنګه اوس هم غواړې چې کیسه درته وکړم ؟ سیما په بې صبرۍ ځواب ورکړ. هو خورې! بله خبره به په کې نه کوې ،زما غوښتنه به منې ،ګوره زه نور ستا مړاوې او خپه څېره نور نه شم لیدلی ،ما لومړی ځل فکر کاوه چې شاید په خپل خالد پسې به خپه وې ،ځکه چې دی هغه وخت په اردو کې و ،په هغې پسې به خپه وې ،خو چې کله هغه راغی او دلته یې څو شپې تېرې کړې؛ نو بیا هم ته همغسې وې او هېڅ ورسره خوشحاله نه شوې،کوم بدلون در کې نه احساسېدلو ،زه پوهېدم چې څه بله خبره ده،خورې تا زه خپله ګڼم ځکه غواړم ،چې په هر څه پوهه شم .شاید مرسته در سره وکړم ،خور مې یې ،حق راباندې لرې ،ماشومه خو نه یې، ځېنو واقعیتونو ته باید خپله ځير شو ،ګوره ما تر نهم ټولګي پورې ښوونځی وویل اول نمره وم، 15 خو یوه ورځ مې پالر کښېنولم او راته ویې ویل چې نور تا ته ښوونځی مناسب نه دی ،همدومره دې بس دی ،چې له لیک لوست پوه شوې ،تر تا وړاندې زموږ په کورنۍ کې کومې بلې نجلۍ تعلیم نه دی کړ ،سره د دې چې وروڼو مې تعلیم کاوه ،هغه ماته وویل چې دینې تعلیم وکړه او قرانکریم حفظ کړه او ما هم د پالر خبره ومنله او حس مې کړه ،چې ښوونځی لری دی زما تګ راتګ ورته سل خبرې لري ،اخر پېغله یم ،پالر مې ،چې څه وايي؛ نو زما د راتلونکې او عزت لپاره یې وايي او ما هم تر ننه خپلې غوښتنې تر پښو الندې کړې او د هغوی خبره مې ومنله .اوس هم که ته ما ته خور نه وايې او ټولې خبرې له ما پټې کړې؛ نو ټولې اندیښنې او دردونه به له ځان سره تېروې. پروین سوړ اسوېلی وکړ ،څنګل یې په دېواله ولګوله ،پاس یې وکتل ،سپوږمۍ په ونو کې پټه وه ،بېرته یې مخ را وګرځولو او له سیما یې السونه تاو کړل. سیما خورې! تا به هغه خبره اورېدلې وې او شاید ورسره بلده وې چې وايي « زما په ځمکه سیوری نشته او په اسمان ستوری » بس داسې وګڼه چې زه همداسې یو څوک یم او دا متل زما لپاره ویل شوی ،ما غوښتل چې په ژوند کې ډېر څه وکړم ،خو ډېر ځله انسان له خپل برخلیک نه خبر نه وي او هغه څه نه کېږي ،چې دی یې غواړي خو خیر دی لنډ لنډ درته وایم چې رڼا مو الندې نشتون حس نه کړي چې موږ یې په دې مهمه ورځ خوا کې نه یو او دلته خپلې کیسې کوو . پروین بېرته یو قدم شاته شوه ،یوه وړوکې دېواله ته چې د ستر او پردې لپاره د چوترې غوندې جوړ شوی و؛ کښېناسته ،پښې یې وغځولې او د سیما الس یې په الس کې ونیوه سیما خورې! درته وایم یې ،هر څه درته وایم ،خپله دې ګڼم ،نور هسې هم زما په زړه نه ځاېږي، خو څه ووایم ،څومره به باور وکړې اممممم ... سیما ته یې په پوښتونکي نظر وکتل خوسیما ورته نوره هم رانږدې شوه. ولې نه د باور او نه باور خبره مه کوه ،زه ستا په هره خبره ایمان لرم ،غوږ شه ... موږ د پېښور په جم کې اوسېدو ،زه هلته زېږېدلې یم پالر مې هم د همغه ځای و خو مور مې د سوات وه ،نور مې نه دي په زړه خلکو به راته ویل چې پالر مې مور په مین توب کړې وه، 16 مینه یې ورسره درلوده ،خو کله چې زه پیدا کېدم هغې ته کومه ناروغي پیدا شوې وه ،چې تل به یې سر په درد و ،پالر مې راته ویل چې ستا له پیدایښته وروسته دې د مور دا ناروغي زیاته شوه ،ډېر څه مې پرې وکړل خو ورو ورو مې د مور عصبي توازن هم له مینځه تللو .خو کله چې درې کلنه شوم؛ نو هغې له نړۍ نه سترګې پټې کړې ،زه نه پوهېږم پالر به مې چې له هغې سره څه ژمنې کړې وې او ته خپله پوهېږې چې یوې درې کلنې ماشومې ته دا هېڅ هم په یاد نه پاتې کېږي ،خلک راته وايي ،چې پالر دې زیات غمجن و ،تل به یې سوچونه او فکرونه کول ،د مور جانې قبر ته به هر وخت ور روان و ،د مور د مړینې مې ال کال نه و پوره ،چې پالر مې د سونم په نامه یوې بلې پېغلې نجلۍ سره چې د دې عمر هم زما د مور غوندې د هغه د لور په ځای و، واده وکړ ،یاني زما ددغه میرې سونم عمر له خپل خاوند پنځلس که شل کاله ښکته و ،خو د پالر شتو او دوکانونو مې د هغوی سترګې ورپټې کړې وې ،سونم د پېښور وه ،خو ډېر عمر یې هلته له کابلیانو سره تېر کړی و ،د کورنۍ راشه درشه او دوستي یې ټوله له مهاجرو سره وه، ځکه خو به له واده وروسته هم زموږ کور ته پسې راتلل ،یو بل ته به یې مېلمستیاوې کولې ،ژبه یې هم له پېښور یانو بدله او د کابلیانو غوندې وه ،په همغه لومړي سر کې یې زما پالر تر اغېز الندې راوستی و او په خپل مهارت یې له واده نه وروسته په کمه موده کې له ځانه مشر خاوند د الس اله کړ ،خپل فرمایشونه یې په ډېره اسانۍ پرې منل. بس نور نو زه هم د میرې تر الس الندې یوه ماشومه وم ،د هغې تر زور او جبر الندې رالوېدم، زه نه پوهېدم خو دومره مې په یاد دي ،چې میره مې ډېره بده راتله په لیدو به یې لړزې واخیستم او ځان به مې ترې پټولو ،خو هغې به هر وخت څارلم ،د پالر په مخکې به یې څه نه راته ویل ،خو چې هغه به نه و؛ نو بیا به یې لوبې راباندې کولې ،زه مې د پالر د لومړي واده لومړۍ ثمره او د هغه نازنینه لورکۍ وم ،په ژوند کې مې د هېڅ کمی هم نه و ،لومړی کالونه خو مې نه دي یاد او نه پوهېدم ،په دې هم نه پوهېدم ،چې ولې داسې راسره کېږي؟ خو وروسته چې رالوېدم او د بد رفتار په مانا پوه شوم؛ نو احساس مې کړه ،چې نور مې پالر جان هم د میرې غوندې کېږی، همغه تند او تریو تندی یې راته نیولی وي ،دا کرکه هغه وخت زیاته شوه ،چې د میرې اوالدونه مې د الس او پښو شول او د کور په انګړ کې درې واړه د لوبو لپاره وتل. د پالر مینه مې نور یوازې له هغوی سره وه ،زه به یې تل ځپلم او له څنګه به یې شړلې وم ،د کور کارونه او له بهر دوکانه سودا راوړل ټول زما په غاړه وو ،بس نور خپله پوهېږې ،چې د 17 میرې چلند څنګه وي؟ خو زه یوازې د دوی نه بلکې وروسته د خپلې میرې د لور ګانو او دوو وړوکو زامنو مزدوره هم شوم .جامې وینځل ،د کور پاکول او خاورې خځلې بهر ویستل ،هر څه په ما وو ،هېڅ مې دومره نه ځوروي او نه مې له پالره دومره ګیله وه ،خو داختر په شپو ورځو کې به اکثره زیاته ځورېدم ،د میرې اوالدونو ته مې د هغوی ماماګان او خپلوان راتلل ،خو زما ماماګان نه وو ،که د مور ځینې خپلوان مې وو هم خو د مور له مړینې سره یې زما پالر او زه هېر کړي وو .هغه هم زما د پالر د بد وضعیت او کبر په سبب ،د دوی ترمینځ مړی او ژوندی بند نه وو؛ نو ځکه خو ما د خپلوانو په نوم څوک نه پېژندل او نه یې هم په مفهوم سمه پوهېدمه! کله کله به مې ویل چې کاشکي د پالر مشره لور نه وای او کوم ورور مې درلودالی ،چې په دې ورځ راتللی او یوازې د خور جانې لفظ یې راته ویالی ،د میرنیو خورګانو به مې هم بد چلند راسره کاوه ،په بد نامه یې یادولم او کله کله به یې ویل ،چې ته پالر جان چېرته په الره کې موندلې یې مور دې نه شته ،خو ماته دا هرڅه بې تفاوته وو. د هغوی په وهلو او ښکنځلو بيخي پخه شوې وم .که ریښتیا ووایم زه اصال له ښو خبرو سره عادت نه وم ،کله چې د لسو یوولسو کالونو شوم؛ نو میرې مور به مې یاني سونم زما پالر ته تل له غوږه ور تېروله ،چې نجلۍ پې مخې ده باید ،چې له مخه یې چپه کړو او یوه غمه یې وخورو، هسې نه کوم شرم راجوړ کړي ،پالر به مې هم هره خبره ورسره منله ویل به یې چې خیر دی د پنځلسو شپاړلسو کالونو ،چې شي د تل لپاره به یې له سترګو ورکه کړم. بس همداسې په سختیو او بدو حاالتو کې مې ژوند درلود او داسې راته معلومېده ،چې یوازې په دې کور کې د نس لپاره مزدوره یم اوبس ،دوی ټول راته بېګانه ښکارېدل .هر سهار او ماښام به یې روپۍ راکولې د نږدې کوڅې له دوکان او نانوایۍ نه به مې سودا او وچه ډوډۍ راوړله ،دا زما دنده وه ،د یوې یوې روپۍ حساب به یې راسره کاوه ،ډېر ځله به مې زړه وشو ،چې ځان ته څه واخلم ،ویې خورم؛ خو زړه مې ونه کړ چې د دوی کومه روپۍ ضایع کړم او ځان ته کار وګورم ،میرې به مې ،چې غرمه ډوډۍ وخوړه؛ نو ویده به شوه او زه به ویښه ناسته وم ،چې د هغې لورګانې له سکول نه راشي او ډودۍ ورته تیاره کړم ،یوه ورځ ویده شوې وم ،کله چې دوی درې واړه راغلې او کشر زوی یې هم وږی و؛ نو ما ډودۍ نه وه تیاره کړې ،بې له دې چې ما راویښه کړي شور یې جوړ کړ ،مور ته یې ورغلې چې دا یتمیم چکه راته ډودۍ نه تیاروي ،همغه 18 و ،چې میره مې راغله او په څه یې په تندي ووهلم ،زه له خوبه وم ،نه پوهېدم او تر مازدیګره مې له تندي وینې روانې وې ،د پالر به مې ،چې سترګې را باندې ولګېدې؛ نو تندی به یې ګونځې شو ،خو خپلې نورې لورګانې یې تل په موټر کې چکرونو او سیلونو ته وړلې ،نوې جامې او شیان به یې ورته اخیستل او چې په ټي وي کې به یې د جامو څه سټایل یا کوم فلم وکوت ؛ نو په سبا به یې هغوی ته له ځان سره راوړل ،خو زه په یوه تیاره دهلیز کې د ساتونکې غوندې اوسېدم او چې یخ به شو؛ نو بیا به د اضافي کالیو په یوه تیاره کوټه کې به پرته وم. عمر همداسې تېرېده او زما حالت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو و . یوه ورځ مازدیګر مې میرې راته ویل ،چې زه وږې یم ،دا پیسې در سره واخله او ماته د نانوایۍ له څنګ کبابخانې نه کباب راوړه ،هغې به اکثره وخت همداسې بې وخته فرمایشونه هم زما په پالر پوره کول ،زه هم الړم اوس نو زه پنځلس شپاړس کلنه پېغله شوې وم او هره ورځ مې غوږونو د دې انتظار کاوه چې نن سبا به مې پالر رانه ځان خالصوي ،نن سبا به مې ودوی او ځان به رانه خالصوي ،زه ښه پوهېدم چې راتلونکې مې چندان روښانه نه ده او په یو چا به پلورل کېږم .اکثره به چې بهر وتم که څه هم وتل مې بد و،خو د مور جبر و او په زور به یې لېږلم مایوازې دومره کوالی شول ،چې ځان په پړوني کې ښه وپېچم او والړه شم ،خو کله کله به مې دا هم هېر و او حتی په دې هم نه پوهېدم ،چې زه اوس یوه ماشومه نه بلکې د پېغلتوب په درشل مې تازه پښه اېښې ،سره د دې چې د میرې په کور کې سم ژوند نه لرم ،خو دهغې دلورګانو او نورو ګاونډیانو له خولې مې دخپل حسن او ښکال صفتونه اورېدل . یوه ورځ خاورې او بادونه وو ،په همدې مازدیګر بهر ووتم ،پیسې مې الس کې وې ،په بېړه تېزه روانه وم ،چې میرې ته مې کباب او نوره سودا راوړم ،تېز باد لګېده ،نانوایۍ ته نه وم رسېدلې ،چې باد شو او یوې زورورې څپې مې په سترګو کې خاورې وشیندلې ،دواړه السونه مې سترګو ته ونیول او له السه مې پیسې وغورځېدلې ،خو چې ډېرې په سختۍ مې سترګې وغړولې؛ کتل مې چې څو سلګون نوټونه رانه پنځه شپږ متره وړاندې په باد کې د ځمکې په سر له باد سره روان دي ،ورسره سم مې مخ ته د میرې مور کرکه او نفرت ودرېده چې د دې پیسو په ورکېدو راته غوسه وي ،سپکې سپورې راته وايي ،له کمڅو یې نیولې وم او همداسې سل تهمتونه نور ... 19 نو ځکه مې شرم او حیا راڅخه لرې کړل ،دا مې هېر کړل ،چې په وړوکي بازار کې روانه یم، خلک راته ګوري ،منډه مې کړه د کبابي له دوکان څو متره وړاندې الړم ،چې ګورم یو څوک مې مخې ته ودرېدل ،په اوچت غږ یې راته وویل: بس دي ،ودرېږه نور منډې مه وهه اوس دې نږدې په موټر ځان وهلی و ... د غږ په اورېدو ځای په ځای ودرېدم مخامخ په ګرد او دوړو کې یو ځوان والړ و .په مهربانه انداز یې راته وویل: واخله پیسې دې دادي ،زه دې پېژنم د امجد کاکا لور یې او په دې هم پوهېږم ،چې ولې دې په دومره کمو پیسو پسې د خلکو مخ کې منډه وکړه ،خو خیر دی واخله دا دي ما درته را واخیستې ،کومې دعا ګانې به درسره وې کنه یوه موټر وهلې او ... هغه خبرې کولې خو چې ما سترګې وغړولې ،نو مخې ته مې یو دنګ نری ځوان والړ و چې مټې یې بډ وهلې وې ،ماته د کوم دوکان شاګرد ښکارېده ،السونه یې هم غوړ غوندې وو ،په ما کې یې له دوړو سره سره سترګې ګنډلې وې ،زر مې پام شو ،چې زما پړوونی هم له سره راښکته او په اوږو مې پروت دی ،ځان مې پټ کړ،چې روانېدم هغه بیا راباندې غږ کړ: پروین څه دې په کار دی؟ ...ووایه په څه پسې راوتې وې ... خپل نوم مې د هغه له ژبې واورېد حیرانه شوم ،چېرته یې زده کړی ،چا ورښودلی او ولې یې زده کړی؟ خو خیر دا د دې سپیناوي وخت نه و ،ما باید خامخا له هغه نه مننه کړې وی ،کوم کوڅه ډب نه ښکارېده ،یوه ساده ځوان کار ګر و ،زما د میرې غوندې خبرې یې کولې ،کله چې کبابخانې ته الړو او زه هم ورپسې ورغلم؛ نو پوه شوم ،چې هلته شاګر دی ،زر زر یې راته کباب تیار او په اخبار کې تاوو کړ؛ خو په دې ټوله موده کې یې سترګې په ما کې ګنډلې وې ،په ماهم بد نه لګېده ،د یوه مرستندوی او خوا خوږي په حیث مې ورته کتل ،کباب یې راکړ ،یو ځل بیا مې مننه ترې وکړه او روانه شوم. په زړه کې مې بېال بېلې خبرې تلې راتلې او له دغه ځوان سره مې یو ډول خواخوږي په زیاتېدو وه ،کور ته چې دننه شوم اخبار مې خالص کړ ،چې میرې ته مې کباب تیار او ور وړم، خو چې کتل مې نیمايي پیسې یې هم بېرته په اخبار کې اېښې وې او نیمايي یې ګرځولې وې، 20 حیرانه شوم ،نه مې میرې ته ویالی شول او نه مې بېرته پیسې ور وړلی شوای ،خو خیر دی هرڅه مې تېر کړل ،د میرې خبرې او سپکې سپورې مې ال بېلې وې چې کباب ولې یخ شوی ،دې او لورګانو یې مېله ورباندې جوړه کړه او ماته یې ښکنځل کول ،یو بې ضرورته موجود یې ګنلم، راته ویل یې چې څو وارې مې د روبینې پالر ته ویلي هو روبینه دهغې مشره لور وه چې په ښوونځي کې وه ....ورته ویلي مې دي چې کوم پنجابي ته یې په الس ورکړه ،زموږ خو هسې هم په درد نه خوري ،بد بوټي دی .بس ما هم هر څه په چوپه خوله تېرول .نانوایۍ ته به چې ډوډۍ پسې تلم؛ نو د کبابو په دوکان کې ناست همغه هلک به هر وخت سترګې راپسې وړلې او کله کله به د سړک په ها غاړه جوړه راسره روان و او زه پوهېدم چې مطلب یې زه یم ،څو ځله مو سترګې هم سره مخا مخ شوې او په ما ډېر بد نه لګېده .بله اونۍ مې میرې بیا کباب وغوښت ،کومه ملګرې یې راغلې وه ،کله چې کباب خانې ته ورغلم؛ نو دی او څو ماشومان په کار لګیا و ،یوه بل خېټور او چاغ انسان غوښه ټوټې کوله ،چې ور ورسېدم سالم یې وکړ او زما نوم یې واخیست ،چاغ سړي ورته خالد نامه اخیسته او پوه شوم چې خالد نومېږي او دلته شاګرد دی. سالم مې وکړ ،ده هم په ورخطا او ګډو وډو کلمو بې له ځنډه راته وویل : کباب غواړې ؟ زما غوسه ورته راغله ،ځواب مې ورکړ هو نو څه د درزي دکان ته خونه یم راغلې ... هلک لږ وشرمېده ،سر یې ښکته کړ او له ځان سره یې خوږه خندا وکړه بیایې وپوښتل څومره غواړې؟ ما ورته دکلدارو یو پنځه سوه ګون او یو سلګون ورکړ او ورته ومې ویل چې د همدې راکړه. هغه هم پیسې واخیستې او زر زر یې کار پیل کړ ،ما شا وخوا کتل او دی هم څارلو ،ښکلی او کارګر ځوان و ،هلته به په کار لګیا و او دلته به یې سترګې ماته نیولې وې ،نا څاپه مې جرئت پیدا کړ ورته ومې ویل: 21 کار ته دې ځير اوسه چې ځان ونه سېزې .... هغه وخندل ،تر ژبه الندې ځواب راکړ خیر دی سوی خو یوچا پخوا یم ،په هغه ښکلې ورځ چې دوړې او بادونه وو او باد د یو چا له سره پړونی لرې کړی و ... بیا یې وخندل او خبره یې غلې کړه ،خو زما په وجود زلزله راغله ،خولې راباندې راماتې شوې او یو قدم شاته شوم ،شا وخوا مې وکتل چې بل چا خو به نه وي اورېدلي ،خو ژر ډاډه شوم چې ټول په خپلو کارونو بوخت دي ...هغه خبرې همداسې وغځولې... زما نوم خالد دی ،زه کابلی یم ،دلته مسافریم ...کوم بل ډول سوچ نه لرم ...هسې مې دا خبره وکړه ،کوالی شې چې په کباب پسې یو ماشوم هم را واستوې ،زه یې ورکوم ،که پیسې هم نه وي ،یوازې د پروین نوم دې راته اخلي هم ورکوم یې ... خو ته به زما په اړه بل ډول سوچ نه کوې ،تا په هرصورت پېژنم ،پوښتنې مې کړې او له دې هم خبر یم چې میره دې د کبابونو ډېره شوقي ده ،یو وخت یې همداسې د ایسکریمو شوق هم درلود ... خبره یې بنده کړه او ما هم ورته غوږ نه نیوه؛ خو زړه مې په لړزه و ،وېرې او ترهې اخیستې وم، خولې راباندې راماتې وې ،په تلو کې یې راته وویل : په لیک لوست پوهېږې؟ زر مې ځواب ورکړ نه ...نه ما سکول نه دی ویلی ،نه پوهېږم او کتل مې ،چې له همدې سره یې یو کاغذ تر کړايي الندې لګېدلې ګاز ته ګوزار کړ او په لمبه یې ددواړو سترګو میخ پاتې شوې ،په لومړیو کې د هغه دا پوښتنې او مزاحمت ماته عادي خبره وه ،یوازې تر همغه سرک او دوکانه به محدود و خو ورو ورسره زما عالقه هم پیدا شوه ،په خیال کې به مې د هغه څېره انځور کړه او تل به د دې انتظار وم که مې میره یا د هغې لورګانې څه وغواړي او زه هم ورشم .ورو ورو مو خبرې هم ډېرېدلې او داسې وخت هم راغی ،چې نور د خالد په خبرو روږدی شوم او چې کله به 22 یې استاد ناست و او یا به یې پام پر موږ و؛ نو بیا به مو یوازې په سترګو کې سره یو بل ته پیغام ورکړ ،زه مالمته نه وم ،ما ټول عمر په درد ،کړاو او ویر کې تېر کړی و ،په ما چا کوم احسان نه و کړی؛ خو چا به چې لږ څه ښه راسره وکړل او حتی یوه ښه خبره به یې هم راسره وکړه؛ نو د نېکیو لوی غر به راته ښکاره شو .په همدې سبب ماته خالد ډېر د پاملرنې وړ و ،حتی کله به چې د پېښور نه جالل اباد ته الړو او رخصتي به یې اخیستې وه؛ نو په ما به هغه شپې ورځې په ډېره سختۍ تېرېدې ،د هغه سره د لیدو همغه لومړۍ توپاني ورځ به مې مخې ته والړه وه .بس داسې وګڼه ،چې زه یتیمه وم،خو عاشقه شوې هم وم ،په یوه داسې چا مې زړه بایللی و چې له مانه زیاته مینه یې له خپل کار سره درلوده ،په کار نه شرمېده او همدې ژمنتیا هغه ماته ګرانولو ،زه پوهېدم چې څوک نه لرم او چندان ښه برخلیک مې هم په انتظار نه دی.اوس دا هم راته بده نه ښکارېده ،چې هغه زما نه پیسې نه اخلي او په همدې سبب به ټولې هغه پیسې چې میرې یا پالر به مې د څه لپاره راکولې له ماسره پاتې کېدې ،غوښتل مې ځان ته دوه درې جوړه ښکلې جامې واخلم ،خو نه کېده او ګرانه وه ،سل خبرې ورسره تړلې وې .کله کله به مې له خالد سره هم په پټو لیدو کتو کې د هغه دا ډول هیلې اورېدې ،چې راته ویل یې دا ډالۍ او هغه .....درته راوړم ،خو ما به تل ورته ویل ،چې نه ،کېدای شي دا زما د ژوند په بیه تمامې شي .ما نور خپل راتلونکي نور په هغه پورې تړلی و او ده هم ویل ،چې د ټول عمر لپاره به مې خپلوي ،خو ال هم زموږ مینه پټه او بې ساري ساده وه .یو دوه ځله خو په یوه بله بهانه هم زموږ کور ته راغی ،میرې ته مې یې ځانګړی کباب راوړی و او بهانه یې داوه چې تاسې زموږ دایمي مشتریانو کې حسابېږی ،دا په ډالۍ کې ومنئ او ما حس کړه لکه میره مې چې له پخوا نه ورسره پېژني خبرې یې ورسره هېڅ نا اشنا نه وې او خندا ګانې یې ورسره کولې ،خو وروسته بیا خالد قسم راکړ ،چې څه اړیکه نه ورسره لري ،بس په همدې کباب ور وړلو ورسره اشنا شوی یم ،پخوا به کله کله دا خپله راتله او ما هم باور پرې وکړ ،هغه وخت ما وړاندې په ایسکریم خانه کې کار پرېښی و ، دلته راغلی وم ،هلته هم ډېر ځله له خپلو وړو اوالدونو او نورو نجونو سره راغلې وه. یو ماښام په کور کې ناسته وم ،د هغوی جامې مې وینځلي ،چې د میرې لور مې راغله خپلې یو جوړ زړې جامې ېې راکړې او راته ویې ویل : هن دا واخله! خیرنې ځان دې سم کړه ،چې بېګاه ته مې د پالر مېلمانه راځي ،پالر جان مې وايي چې تا هم ګوري ،زه هم ورخطا شوم ،په ځان مې لږې ګوتې ووهلې او هغه جامې مې 23 واغوستې ،ماښام تیاره مهال ،یو لوکس موټر ،چې زما یې نوم نه و زده زموږ کور ته راغی ،د مېلمنو کوټې ته الړل ،درې کسه تور تور چاغ کسان و ،موږ هم په لږ وخت کې پوره تیاري ورته وکړه ،له ډوډۍ وروسته یې زه ور وغوښتم ،میره او پالر مې ورسره ناست وو ،د میرې لور مې روبینې هېندارې ته ودرولم ،ما که هرڅو ویل ،چې څه خبره ده ،خو خبرې یې نه راسره کولې، مخکینۍ اغوستې جامې یې بېرته را باندې بدلې کړې او خپلې یو ډول لنډې او تنګې جامې یې را واغوستې او بیایې کوټې ته ور وستم ،پالر مې د دوی سره څنګ کې ناست و او میره مې وره کې وه .ما نه غوښتل ،چې ورشم خو کله مې چې میره راغله؛ نو انکار راته سخت و ،په زور یې ور وستم او په کوټه کې یې د هغوی مخکې ودرولم ،پالر مې هغوی ته په اردو وویل چې دا پروین ده ،ستاسې پروین او بیایې نورې خبرې هم کولې ،خو زما سر وګرځېد ،زه د چا پروین یم او بیا داسې زر د هغوی شوم ....؟ دواړو کسانو ماشااهلل ماشااهلل وویل او یو بل ته په شونډو کې موسکي شول ...پالر مې بیا د دالل غوندې لګیا شو ...ډېره تکړه ده ،د کور ټول کارونه دا سبمالوي ،ډېره مخ ماتې او مینه ناکه ده .د کور ټوله سودا دا په یوازې ځان راوړي ...همداسې پخلی او نور ...خو پنجابیانو وخندل او له پالر سره مې یې د السونو پنجه ووهله ... ما اردو نه شوی ویالی خو د میرې اوالدونو به مې چې کتابونه لوستل ؛ نو ماهم لږ لږ ورنه زده کړې وه ،دوی به په همدې ژبه سبقونه ویل او کله کله به چې دوی فلمونه کتل او ما به دهلېز یا برنډه کې اردو ژبه اورېده ،هو هېر مې شول خېټور انسان په خندا شو پالر ته مې یې وکتل او ورته ویې ویل هو امجدخان ...یار ...ډېره ګران بیه ملغلره دې لویه کړې ...ډېره مهرباني به دې کله هم هېره نه کړو ..بیا یوه نسبتا مشر زما په سر او اوږه الس را کېښود پروین موږ ستا په قدر پوهېږو ...په زیوراتو کې به دې پټه کړو ...موږ خو قېمتي ملغلرې پېژنو ...امجدخان سوداګر دی ،خو ډېره پوهه نه لری ،دچا په قدر هم نه پوهېږي بختوره یې چې چودري عباس په زړه کې ځای درکوي او بیایې وخندل. میره مې هم ورسره په خندا شوه . 24 بل ملګری یې چې تر اوسه یې په ماکې سترګې ګنډلې وې؛ رانېغ شو او پالر ته مې یې وکتل. امجده ...موږ موافق یو ،په نجلۍ کې څه خبره نشته ،اوس وایه چې سره جوړ شو ،دا رخصت کړه ...نور تللی شي. د میرې په اشاره مې زه ووتم ،ټوله خولې خولې وم ،لکه خوب چې وینم ،نن زما د سر او عزت سودا کېدله ،بس یوازې همدومره پوهېدلم ،چې د هغوی مطلب زه وم او په لیدو مې یې په سترګو کې لېوالتیا حس کړه ،چې پرې به مې نه ږدي .خدای ته مې السونه اوچت کړل ،سترګې مې له اوښکو ډکې شوې او د وره شاته مې غوږ ونیوه ،هو هېر مې شول ما به تل دعا ګانې کولې ،له خپل قسمته به مې ژړل او د مرګ غوښتنه مې کوله ،خو چېرته و مرګ او د قسمت را ويښېدل خو ال لرې خبرې وه ... په وره کې مې غوږ ونیوه ... دوی په خپلو مینځو کې د پیسو د ځينې ارقامو په اړه خبرې کولې او خبره لږ جنجالې وه ،د تیلفون زنګونه هم په کې راتلل ،خو اخر دومره پوه شوم ،چې هغوی ته یې یوه اونۍ وخت ورکړ او خبره په خندا او ټوکو سره پای ته ورسېده. ما که څه هم تر اوسه هغه چاته چې زه ترې پیدا شوې وم پالر ویل ،خو سر له دې شپې راته د ناموس او عزت یو سوداګر ښکارېده او میره مور مې هم هغه دالله وه ،چې دپیسو په بدل کې یې د چا د ښکال صفتونه کول. په منډه الړم ،پاس بام ته وختم په خاورو کې په سجده پرېوتم ،سلګۍ مې وهلې ،بیا په ځان نه وم پوه شوې،سهار چې په خود شوم کوټه کې وم ،میره او لورګانې یې رانه تاوې وې ،ټوکې او خندا ګانې یې کولې ...بېچاره ګۍ ...زړه یې اچولی ...داسې تور پنجابیان به د چا په برخه وي؟ ...د ناوې غوندې به یې ساتي ....په دې پیسو دوی لس نورې نجونې اخیستالی شوې، خو هسې په دې خوارې مهربانه شول .....بختوره ده پروین دچودری عباس نازولې مېرمن به شي .... هسې هم دا سپګنه بل څوک نه کوي ...د میرې مشره لور مې روبینه په خندا شوه او د خپلې مور له غاړې یې السونه تاوو کړل. 25 مورې ټول زما برکت دی .سینګار کړې مې وه ،خپل د سکول جامې مې ورکړې ،دا سپېره سمه نجلۍ ښکارېده ...او همداسې نور ،خو چې پام یې شو زه په خود شوې یم؛ نو میرې مې لهجه بدله کړه. پروین زړه مه غورځوه ،هغوی ډېر ماړه خلک دي ،خوشحاله به دې ساتي ،اخر د کومې کمپنۍ مینجر صیب درپسې راغلی و ،موږ ته یې ،چې داسې تحفې راوړې وې؛ نو تا خو به بیخي په کې پټه کړي ،هغوی د ښځو په قدر پوهېږي ...عزت یې کوي موږ غوندې خو نه دي، چې ... او خبره یې په خندا کې نیمګړې پرېښوده. خو زه پوهېدم ،چې خپله خندا په زور قابو کوي او خپلو لورګانو او کشر زوی ته ګوري ،نن په دوی ټولو د خوښۍ فضا وه او زه یوازې! په سترګو کې مې اوښکې وچې وې او فضا راته تیاره تیاره .که چېرته ماته له سپین ږیري، بدرنګ ،او بل ډول سره د عزت ژوند را په برخه کېدی ،د دود او دستور په اساس یې ورکوالی؛ نو زما ورباندې هېڅ اعتراض نه و ،هر څه مې قبلول ،که هر څنګه کېدل ،له اوسني ژوند نه مې ښه و ،خو اوس پوهېدم ،چې دا کومه د عزت او زما د راتلونکي ژوند کوم سپېڅلې تړون نه دی ،د عزت او هوس یوه معامله ده. ما خپل پښتانه پېژندل او همداسې پنجابیان راته ښه معلوم و ،چې ډېر بې غیرته او ددولت لېونیان پښتانه او ځینې وخت به نور مجبور کسان ورته د پیسو او امکاناتو لپاره دا ډول معاملو ته حاضرېدل ،همداسې ډېر بازارونه هم وو چې دا معاملې په کې په پټه او ښکاره په یوه او بله بهانه کېدلې .زما وېره هم په همدې وه چې د داسې یوې لوبې او سوداګرۍ ښکار نه شم ،ما بیا هم هېڅوک نه درلودل ،یوازې یو څوک و چې سترګې مې ور اوښتې ،خو بیا هم د هر څه مخ ته یوازې وېره او ناهیلي والړه وه .زه اوس د یوه اللچي او سوداګر پالر لور وم! پروین السونه وغځول ،څو سلګۍ یې ووهلې له ځایه پاڅېده له وړوکې دېوال یې الندې انګړ ته وکتل ،ښځې ګرځېدې را ګرځېدې ،ماشومانو شور جوړ کړی و او د هغوی په شور کې د دې کیسه چا نه اورېده ،یوازې یو څوک ورته په څنګ کې ناست و او په سترګو کې یې سور والۍ 26 ډېرېده ،سیما دومره هم پوه نه شوه چې دا پاڅېدلې .هو نن درڼا واده و ،هغه د عزت ناوې وه، نن یې سینګار کړی و او هر چا په خپل نظر کې پرې مینه شیندله ،خو دا هغه څه وو ،چې دا یې ځوروله او هېڅکله د دې په نصیب کې داسې ورځ رانغله! بېرته په خپل ځای کښېناسته ،د سیما په اوږه یې الس ورکېښود. سیما خورې! زه نه یم مالمته ،هر څوک باید د خپل عزت د ساتنې لپاره هر ډول قرباني ورکړي ،انسان چې په دنیا کې هرڅه کوي د خپل ابرو عزت لپاره یې کوي ،په هغو شپو ورځو کې په ما هره د هیلې دروازه تړلې وه ،یوازینۍ هېلې مې په خالد پورې تړلې وې ،دویم مازدیګر ،چې نانوایۍ ته ډوډۍ پسې الړم ،هغه راته مخکې والړ و ،لکه زما له کیسې نه چې خبر وي ،ما غوښتل نن هغه حتما وګورم ،په لیدو مې یې زړه خوښ شو او زر زر مې ورته په ماتو ګوډو الفاظو کیسه وکړه ،چې ورسره د هغه رنګ تور او سپین شو ،تندي ته یې الس ونیوه خو زر یې ډاډ راکړ او زما د ډاډ لپاره یې وویل ،چې زه یم هېڅ غم مه کوه ،زر یې خپل مبایل را ویوست ،کوم سیم کارت یې په کې کېښود او بیایې ماته وویل: دا واخله د شپې ځان یوازې کړه ،چې څوک درسره نه وي ،خبرې به وکړو ،خو پام چې پټ یې وساتې ،ما ته یې ډوډۍ را واخیستې ،پیسې یې ده ورکړې وې او په منډه د خپلې کباب خانې خواته الړ او زه هم په لړزېدلو پښو د کور په خوا را روانه شوم. مبایل مې یو پټ ځای کېښود ،نور نو ساعتونه راباندې په سختۍ تېرېدل ،پالر مې په وضعیت کې یو څه بدلون راوستی و او پوهېدم ،چې دا مصنوعي بدلون دی ا و د دې لپاره دی، چې زه انکار ونه کړم. شپه راغله خو د خالد زنګ رانغی ټوله شپه ویښه وم ،زما په سیم کې نه پیسې وې او نه هم د هغه نمبر ،ترنیمې شپې خوب نه راته ،زما نیت دا و ،چې که د هغه زنګ راشي نو یا به تشناب ته ځم او یا هم اشپزخانې ته ،خو زنګ یې را معلوم نه شو او زه هم له همغسې اندیښنو سره د سهار خواته ویده شوم. سبا غرمه او مازدیګر مې بیا هم د کور لپاره سودا راوړه او د میرې فرمایشونه مې پوره کړل ،خو خالد مې ونه لیده ،هره خوا مې پسې وکتل ،درک یې نه و ،یو ځل مې غوښتل ،چې 27 مخامخ کبابخانې ته ورشم او د هغه پوښتنه وکړم؛ خو بیا مې مناسبه ونه ګڼله ،ماښام مې ډوډۍ ونه خوړه او د دې وېره هم راسره وه ،چې څوک راسره مبایل ونه ګوري ،زموږ د اضافي سامانونو په کوټه کې د زنګ په انتظار ناسته وم ،د انتظار ساعتونه په سختۍ سره اوښتل ،په همدې کې ،چې ګورم مبایل په لړزه شو ،پوهېدم چې بې نومه نمبر دی او حتما به هغه وي زر مې وربند کړ او په لړزېدلو ګوتو مې اوکې کړ. خالد و ،په خندا یې خبرې راسره پیل کړې راته ویل یې چې پروین جانې مه خپه کېږه ، پرون مې یو څه قرضونه وو ،هغه مې راټولول ،زما او ستا د پالن لپاره پیسو ته اړتیا وه . په مینه یې اوږدې او د ډاډ خبرې راسره کولې خو وروستۍ یې حیراوونکې وه راته ویل یې، چې پنجشنبې ته باید ځان د تېښتې لپاره چمتو کړم ،بس د ژغورنې یوازینۍ الره همدا ده او چې کله مې جالل اباد ته ورسولې ،هلته به واده سره کوو ،کنه نو پنجشنبې ته به دې پالر امجدی په پنجابیانو وپلوري ،چودري عباس له تا سره واده نه کوي ،هغه پنجابۍ ده او یوازې .... نور یې خبره بنده کړه او ماته په لومړي ځل دهغه نیولی پالن معلوم شو . سره د دې چې دا هم بده وه ،خو څه مې کړي وی ،دا راته د عزت او شرافتمندانه ژوند الره ښکاره شوه ،ما له تېرو دوو کالونو راهیسې د خالد سره مینه کړې وه او همدې مینې ماته باور راکاوه ،چې خالد مې اصلي ژغورونکی دی ،په نه زړه مې خبره ورسره ومنله ،پالن مو همدا وو، چې زه به د پنجشنبې شپه دوه بجې له کوره وځم او دی به راته د کبابخانې مخکې والړ وي او مخ په جالل اباد به ځو. د خالد ټولې خبرې امر ته ورته وې او ما هم انکار نه شوای کوالی ،اصال له دې پرته بله الره نه وه ،ما په دې لوی ښار کې اوس هېڅوک ژغورونکی نه درلود ،دغه ځوان مهاجر ،چې د کباب خانې ماشومانو ورته د کابلي استاذ په نوم غږ کاوه؛ اوس راته ژغورونکی او خپل ښکارېده، دی ښکلی هم و او غیرتي هم ،نو ځکه خو ما ورسره د هغه د هرې پرېکړې لپاره د هو نیت څرګند کړی و. بیا نو پنجشنبه شپه هم راورسېده ،پالر ،میرې مې او د هغوی اوالدونو ټوکې ټکالې وهلې، زه غلې ناسته وم ،که به څه په کار شول؛ نو غږ به یې راوکړ او ما به هم ور وړل ،نور نو ما ته 28 هسې هم اجازه نه وه ،چې د دوی سره کښېنم ،راته ویل به یې چې خپل ځای ته دې ځه ،هو یوه خبره رانه هېره شوه له دې نه یوه ورځ وړاندې مې پالر راته درې څلور جوړه نوې جامې هم راوړې وې او په یوه سفري بیک کې یې راته ځای په ځای کړې وې .ما ته یې ویل ،چې ته مې په ښه ځای کې ورکړې یې ،ما حتی دا نیوکه هم ونه کړه ،چې څنګه دې ورکړې یم؟ کوژده او واده مې چېرته ،له چا سره کېږي؟ زه به همداسې د یوه حیوان غوندې ورسره روانېږم؟ ما دا هم ونه ویل او پوهېدم ،چې زما د قسمت پاڼه له ازله اوښتې ،پالر مې ویل ،چې خپه کېږه مه ،ستا مور هم داسې بد بخته وه ،چېر دې کور ته راغله؛ نو بیا مې ښه ورځ ونه لیده، همداسې ته هم ډېره ښه راباندې نه لګې کار مې هېڅ .... څه یې ونه ویل او غلی شو ،خو دا خبرې ماته عادي وې او اثر یې را باندې درلود او همداسې بلده وم ،خپل دې جرئت ته هم حیرانه وم چې اولس کاله مې په دې کور کې تېر کړل او اوس څنګه ترې په یوه ورځ بیخي ځان د تل لپاره ورک کړم ،خو حیرانه ومه ،اخر څوک مې هلته درلودل؟ ،زه یوه پېغله وم ،یوه بې وسه او مجبوره ښځه ... بس ټول زړه مې راغونډ کړی و ،ټول ژوند مې په خالد پورې تړلی و ،شپه راغله ،زما وروستۍ شپه ،په یوه داسې کور کې چې تش په نامه زما و او زه یې یوه بې ضرورته غړې ،نن په دغه کور کې بیا هم تپه تیاره وه ،یوه مهمه پرېکړه کېده او د یو چا د برخلیک نوې پاڼه اوښته، خو هېڅوک نه پوهېدل ،چې نن به د دې کور د ټولو غړو اوږې زما له بوجه د تل لپاره خالي شي. ماښام له ډوډۍ وروسته خالد بیا زنګ راووهلو چې چمتو اوسه ،د شپې په یوه بجه به هلته د دوکان څنګ ته درته والړ یم ،ټولې جامې دې در سره را واخله؛ خو ډېر په احتیاط به راوځې ،چې څوک در باندې خبر نه شي ،چې یو ځل له تورخم نه واوړو؛ بیا دې دوی خبر شي. که څه هم خالد ته مې ډاډ ور کړ ،خو پوهېدم چې زما ورکه به د هغوی لپاره اندیښنه نه، بلکې یو ښکلی زېری وي ،که اندیښنه هم وي ،یوازې په دې ،چې د هغه پنجابي خېټور سره به په النجه واوړي ،ځکه زه اوس د هغوی مال او متاع وم ،په سر مې ورسره سودا شوې وه.ساعتونه ورو ورو اوښتل ،خبره دقیقو او ثانیو ته راغله ،دوی ټول نږدې یوولس بجې ویده شول ما هم ځان ظاهرا اوده ښوده ،خو زړه مې له وسوسو او ورخطاییو ډک و ،دوولس نیمې بجې مې د مبایل 29 لړېزې ته پام شو،پوهېدم چې خالد دی ،اوکې مې کړ .خالد ورخطا و ،خو بیایې هم په خندا وویل لېونۍ ویده خو به نه وې؟ ما ځواب ورکړ ،چې نه ویښه ناسته یم ،نیم ساعت هم خدای تېر کړ ،غلې دهلیز ته الړم هغوی خرنده ویده وو ،مخامخ قبلې ته الړم ،په یوه وړوکې تاخچه کې اېښي قرانکریم مې را واخیست، ښکل مې کړ او بیا مې سینه پورې ټینګ کړ ،نور نو وخت په پوره کېدو و ،نوې جامې مې واغوستې او له یوې پالستیکي کڅوړې سره د دروازې په لور غلې غلې الړم او په نرمۍ سره له دروازې ووتم. ال هم خلک ګرځېدل او فضا درېکشو اواز په سر اخیستې وه ،قدمونه مې راپسې درانه و ،خو مخ په وړاندې تلم ،که ریښتیا ووایم په دې دومره عمر کې مې له خپلې کوڅې او دغه سرک پرته هېڅ بل ځای نه و لیدلی ،په دې وخت کې بیا د خالد زنګ راغی ،خو ما قطع کړ او دوکان څنګ ته ورغلم ،دی د خپل دکان څنګ ته له یوه موټر سره والړ و ،لومړی مې پام وکړ ،چې بل څوک به وي ،خو نرم غږ یې راباندې وکړ او زه هم ورغلم ،له موټره وډاره شوم ،خو هغه چې مخکې کښېناست ؛ نو پوه شوم ،چې کوم اعتباري ملګری یې دی. همدغسې مو حرکت وکړ ،زه نابلده وم ،له نیم ساعت سفر نه وروسته یو ځای ودرېدو ،فکر کوم د موټر چلوونکي کور و او څه یې را اخیستل ،په همدې شېبو کې خالد شا ته سېټ ته زما څنګ ته راغی ،د لومړي ځل لپاره یې ګرمه مچه رانه وخیسته او سر مې یې په خپله سینه پورې کلک کړ ،ډاډ یې راکاوه ،چې تر مرګه به راسره مینه کوي ،خوښه به مې ساتې او باید هېڅ اندیښنه ونه کړم ،نور موږ ته هېڅ خطر نه شته ،همداسې یې د موټروان کیسه راته وکړه ،ویل یې چې د ورور غوندې باوري ملګری یې دی او د ده په مرسته به ځو ،د ماشومې غوندې نازونه یې راکول او په کمڅو کې مې یې ګوتې وهلې ،خالد ډاډمن و ،هېڅ وېره یې نه احساسوله. پنځلس ،شل دقیقې وروسته هغه راغی ،یوه کڅوړه یې شا ته کېښوده او حرکت مو وکړ، خالد په ما الس را اچولی و او له خپل ملګري سره یې خبرې کولې ،د هغه نوم اقبال و ،مستې سندرې یې غږولې ،ډېر شیطان هم ښکارېده یوه سندره وه هممم ..اوس رانه هېره ده هو 30 وايي : پاس په تورخم مې اړوینه یار مې کابلۍ دې مورې ،مادرنه وړینه ... پروین وخندل او خبرو ته یې دوام ورکړ همداسې یوه سندره وه ،نه مې ده په یاد ،خو زه هر ځل یوه نوي وطن او نوو الرو ته ځېر وم ،هغه وطن ته روانه وم ،چې یوازې نوم مې یې اورېدلی و او افغانستان یې ورته ویل ،په همدې کې خوب راغلی و ،په ځان نه یم پوهېدلې ،یو وخت په شور ماشور راویښه شوم ،ګورم ،چې سر مې د خالد په غېږ کې ایښې او هغه راباندې خپل رومال خور کړی ،په کمڅو کې مې ګوتې وي ،زر پاڅېدم ،هغه ښکل کړم او په نرم غږ یې راته وویل: پروین جانې! ښکته شه ،نور له خطره را وتي یو. دا د تورخم پوله وه ،تیاره وه ،هغه مې له السه ونیوه او موټروان ته یې د هغه د ټینګار سره سره پیسې ورکړې ،یو ساعت په تورخم کې انتظار و او خالد له چا سره په تیلفون خبرې کولې، زه یې هم څنګ ته غلې ناسته وم او د هغه الس مې کلک نیولی و ،ما هم په یوه بل وطن کې ازاده ساه اخیسته ،هرڅه راته خوب غوندې ښکارېدل ،کله یې چې خبرې خالصې شوې؛ نو زر یې یو ټوډي موټر دربس کړ او یو ساعت وروسته د جالل اباد پر لور روان شوو ،خالد ویل ،چې د ورور سره یې د دوی د ور تلو خبرې کولې او هغه هم خوښ دی ،چې موږ ورشو ،چې له دې سره زه هم خوشحاله شوم او کومه اندیښنه راسره نه وه ،په خالد کې هم کومه ویره نه وه ،ویل یې ،چې دا یې خپل وطن دی ،له هېچا نه هم وېره نه لري او زه به یې نازولم ،چې د خپګان احساس ونه کړم ،په الره ګڼه ګوڼه وه او اوږده بار وړونکي موټر مخ په جالل اباد روان و ،خالد راته ویل ،چې دا خارجي عسکرو ته تیل او نور اکماالتي مواد رسوي. هو یوه نوې ورځ پیل شوه ،لمر را وخوت او موږ د جالل اباد ښار د یوه هوټل د درېیم پوړ په کوټه کې ناست وو ،شور ماشور و ،الندې له کړکیو نه مې کتل ،چې خلک ګرځي راګرځي ،خالد راته مخې ته ښکلی کباب اونور شیان ایښی وو او خپله یې بیا هم په تیلفون خبرې کولې ،یو چا ته یې زموږ د رارسېدو په اړه ویل ،چې خبرې یې خالصې شوې بیا یې ما ته وکتل. 31 پر وینو رنګ دې ولې زېړ دی؟ زه په سوچونو کې تللې وم ،زر را په خود شوم. ځواب مې ورکړ ،چې نه یم خپه ،خو خامخا نوی چارپېریال او خاوره دومره تاثیر لري؛ خو که ریښتیا ووایم ما په دې اړه سوچ کاوه چې سهار مې میره دوی را پاڅي ،څه به وايي ؟ ډېر وروسته به له مانه خبرېږي ،یو خوا بل خوا به مې لټوي او ویره به یې هم یوازې دپنجابیانو د راتګ له وېرې وي ،ځکه چې همدا نن ورځ دهغوی د راتلو نېټه وه ،چې زه یې په الس ورکولم. د خالد مور مړه وه ،له خپل یوه مشر ورور حامد سره اوسېده ،چې واده یې کړی و ،خو یو وړوکی ورور یې هم و چې ویل چېرته سبق وايي او دوې نورې یې خویندې وې چې تر ده مشرانې او واده شوې وې . په هوټل کې تر ډېره ناست وو ،ده خپله څه نه خوړل خو ماته یې هره شېبه پیاله ډکوله او ډوډۍ یې راباندې خوړله ،خو زه مړه وم ،هر څه راته بیا هم خوب غوندې ښکارېدل ،نن راته په لومړي ځل د خالد په سترګو کې نړۍ ښکلې ښکارېده او د هغې نازونو او مینې به دې ته یقیني کولم، چې ښکلې راتلونکې مې په انتظار ده او یو نوی ژوند به پیلوم ،نور به بې کسه ،بې وسه او چا ته احتیاج نه وم .نور نو زما نوم پروینو و او خالد به له نازه دا نوم راته اخیسته. اته بجې وې چې خالد ته زنګ راغی ،الندې یې وکتل او بیا ما ته راغی چې راځه ورور مې دی او مخ په کور ځو ،په منډه ښکته شوو ،د ډاډ او ارام احساس مې کاوه ،په چادرۍ کې مې ځان پېچلی و ،دا چادري همغه موټروان په یوه پالستیکي کڅوړه کې راته راوړې وه .د هغه ورور ،چې وچه توره څېره یې وه ،حامد نومېده له ما سره یې ستړي مه شي وکړه او د خالد غوږونه یې تاوو کړل. شیطانه! اخر دې خپل ضد پوره کړ ...دواړو وخندل او په موټر کې له مخابراتو څلور الرې نه نه تر تېرېدو وروسته په عمومی سرک یو څه الړو او بیا موټر فرعي سرکونو ته واوښت . دوی سره غلي وو او په څېرو کې یې اندیښنې ښکارېدې؛ خو کله کله به یې ټوکې هم کولې، په ښار کې ګنه ګوڼه همغسې زیاته وه ،خلک کارته پورته کېدل او مزدوران هم د سړک په غاړه والړ و ،زما زړه پرې وسوزېده ،خو زر مې ورنه مخ را وګرځولو ،شل پنځه ویشت دقیقې وروسته 32 یوه کور ته ورسېدو ،چې وړوکی و اوژور تل یې درلود ،په انګړ کې یې ماشومانو لوبې کولې، ورننوتو ،د یوې کوټې په دېوالونو ګلونه او پردې لګېدلې وې او د معمولي خوښۍ پیغام یې ورکاوه ،دلته مې خپله یور نوریه د لومړي ځل لپاره ولیده ،چې د زړه له پاسه یې ښکل کړم او اوبه یې راباندې وشیندلې .کوټه کې دوه درې نورې ښځې هم ناستې وې ،چې زما په لیدو یې یو بل ته وکتل او په شونډو کې موسکۍ شوې. وروسته پوه شوم ،چې دا دواړه هم د خالد واده شوې خویندې وې او زما د هر کلي لپاره راغلې وې ،د نا اشنایۍ ماحول و ،ټولو به پس پسک راپسې کاوه او پوهېدم ،چې زما ښکال ستايي ،خو خالد به له شرم او حیا نه نږدې نه راته ،خورګانو به یې ټوکې ورباندې وهلې ،خو یوازې د خالد وریندارې نوریې به یو څه تریو تندی نیولی و ،خو زه یې ال هم په خوی او خواصو نه پوهېدم. درې ورځې همداسې تېرې شوې ،د دغه تنګ کور یوه کوټه یې زما په نامه کړې وه ،یو څه سامانونه یې هم په کې و ،خو تر ټولو مهمه خبره اوس زما او د خالد د ګډ ژوند د پیل وه ،موږ تر اوسه یو بل ته پردي وو ،درېیم ماښام ،په کوټه کې معمولي ترتیبات ونیول شول او وروسته د خالد یوې خور پوه کړم چې نن نکاح کېږې او دواده شپه دې ده . زما رنګ بدل شو ،خو له یوه ځوان سره چې له زړه مو سره مینه درلوده غیر قانوني اوسېدل تر دې بد وو ،ما ته یې یو جوړ جامې راوړي او لنډه دا چې د اوړي په یوه ګرمه شپه مو نکاح وتړل شوه ،دا یو وړوکی محفل و ،چې څوک په کې نه وو رابلل شوي ،خالد ویل ،چې باید څوک خبر نه شي او ګاونډیانو ته ضرور او الزمه نه ده چې په دې اړه معلومات ولري. سیما خورې! نکاح مې وتړل شوه او زموږ د مینې دغه سفر یوه بل پړاوو ته داخل شو ،چې روا او رنګین و ،زما په سر د چا د عزت شال وغوړېد او ساه مې ایله ارامه شوه ،نور موږ یو د بل شوو ،ګډ ژوند مو په یوه تنګ چارپېریال کې پیل کړ ،خو دا ټول ژوند خوب ته ورته و ،ما دا نه احساسوله ،چې ولې مې واده نه و ،ولې مراسم نه وو ،ولې خلک او خپلوان په کې نه وو ناست؟ 33 خو یوه میاشت وروسته نو هرڅه په بدلېدو وو ،وریندارې مې خپل چلند ته بدلون ورکړ، چندان ښه وضعیت یې نه راسره کاوه او له خالد نه یې هم غوښتنه لرله ،چې نور باید کوم کارو بار وکړي ،دوی ډاډه وو ،چې څوک مې د پوښتنې نشته ،چې په ما پسې راشي ،خالد به هم راته ټوله شپه همدا شکایتونه کول ،چې وریندار مې راسره سم چلند نه کوي ،خو دواړو به یو بل ته د صبر او حوصلې تسکین ورکاوه. خالد ډېر وخت بې کاره و ،ورور به یې هم تر غوږ ور تېروله ،چې ولې بې کاره دی ،تر څو به د هغه دحامد د دوکان ګټې ته ناست وو ،درېیمه میاشت خالد له مجبوریته له کوره الړه او په ملي اردو کې یې دنده واخیسته ،هغه په دې دومره موده کې بیخي سودايي او بل ډول و، ډېرې کمې شپې به کور ته راته او ...بس نو څه به درته وایم خورې اوس مې همدا ژوند دی ،چې راشي وضعیت یې بل ډول وي او له مانه زیات وخت یې له وریندارې سره تېر وي ،له ماسره سم وضعیت هم نه کوي ،هغه پخوانۍ لېونۍ مینه یې راسره نه ده پاتې ،خو زه حیرانه یم ،چې دا ولې داسې راباندې وشول ،که څه هم زه له داسې ژوند سره عادت وم ،هغه وخت مې میرې ځورولم او اوس مې خپله یور. هلته مو که څه هم کور تنګ و ،بیامو هم ګوازه مو په کې کېدله ،خو ددې سره سره دوی دنوي کور پیدا کولو او دې ځای پرېښودو خبرې کولې .په بل کور پسې ګرځېدو همغه وو ،چې یوه میاشت وروسته مو دا کور پیدا کړ او له تا سره اشنا شوم .دا کور ښه دی ازاده دی ،نه څوک زموږ په اړه پوښتنې کوي او نه هم خالد همزولي ځوروي ،چې څنګه او پټ واده دې وکړ؟ هلته خالد له دې نه ځورېدلو چې هسې نه څوک ووايي ،چې د حامد ورور له پېښوره نجلۍ راتښتولې ،لږ لږ خلک هم پوه شوي چې زه له هغه سره راتښې یم او ته ،خو پوهېږې سیما خورې چې تښې نجلۍ که فرښته هم شي؛ نو بیا هم د خلکو په مینځ کې ډېره په ښه نامه نه یادېږي .د خالد کشر ورور راشد ښه هلک دی ،زه ورته ګرانه یم ،خو چېرته لرې ښوونځي وايي هسې کله کله راځي. پروین سوړ اوسیلی وکړ ،سترګې یې له اوښکو ډکې شوې. سیما خورې! یوور مې اوس ډېر بد چلند راسره کوي او زه د دې وېره لرم ،چې د خالد نظر زما په اړه بدل نه کړي ،څه وکړم ،خالد هم هره شپه په خوب وینم ،ته خو پوهېږې ،چې د دې ځای په 34 فوج هره ورځ جنګونه او بریدونه کېږي ،څه وکړم خورې ،ما ته دعاګانې کوه ،خیر دی د ژوند کیسه مې درته وکړه بس؛ نو نور خو به رانه خپه نه وې؟ سیما خورې .... سیما ته یې چې وکتل ،هغې سر په زنګانه اېښی و او سلګۍ یې وهلې ،له سترګو یې اوښکې روانې وې ،چې لږ راپه خود شوه؛ نو بیا دواړو ملګرو یو بل په غېږ کې نیولي وو ،یوه عجیبه ننداره وه ،لکه دوه مینان اوښکې یې تویولې ،چوپیتا وه ،یوازې د دوی د سلګو اواز اورېدل کېده او د شپې په فضا کې یې سوڼ سوڼ خورېدلو ،سپوږمۍ هم د مخامخ ونو له څوکو اوچتېدله او رڼا یې زیاتېده ،الندې دښځو شور ماشور همغسې روان و. نن د هغوی د ملګرې رڼا د نکریزو شپه وه ،د خوښۍ او دوستانو د لیدلو شپه وه؛ خو دغو دوو نجونو په اوښکو او سلګو ونمانځله ،تر ډېره چوپتیا خوره وه. په همدې کې چا غږ را وکړ دا څوک یی؟ لکه چې ډوډۍ مو هېره ده؟ دا غږ د یوې ښځې و ،چې بېرته ښکته شوه او له دې سره دوی هم پاڅېدې یو بل یې ښکل کړل ،د پروین شونډې د سیما په اوښکو لمدې شوې ،پروین ته یې په مخ د څپېړې نرم ګوزار ورکړ، شیطانې! زما سینګار دې را خراب کړ ،ډېره دې ودردولم ،کاشکي دې نه وی راته ویلی ،بیا لکه خپله پوښتنه چې خپله ځوابوي ،له ځان سره لګیا شوه. نه نه زه مالمته یم ،ما درنه دا کیسه غوښتله ،دواړه همداسې روانې شوې ،بېرته په نورو ښځو کې ورګډې شوې خو ډېرې کمې داسې ښځې وې ،چې د دوی په اننګو د اوښکو جوړو کړو الرو ته یې پام شي. نن د سیما له زړه نه د اندیښنې بار سپک شوی و ،نن د هغې اندیښنې لرې شوې وې ،خو ورسره یې په ذهن بوج ال زیات او دروند ښکارېده ،نن ورته پروین تر پخوا زیاته ګرانه شوه ،نن یې د هغې ښکال ته د سپوږمۍ په رڼا کې په ژور انداز او وږو وکتل ،بیا یې خالد په ذهن کې راووست ،هغه مالمت نه و ،پروین ،بې وسه ،یتیمه ،معصومه ،بې څوکه ،خو بې سارې ښکلې وه ،په خالد پورې یې زړه تړلی و او هغه ورسره وفا کړې وه ،د سیما په زړه کې دا دوه څېرې ال خوږې شوې ،په زړه کې یې ورته تر پخوا زیات درناوی پیدا شو. 35 د ښځو په مینځ کې ناسته وه ،خو سوچونه یې بل خوا وو ،رڼا هم د ناوې په جامو کې دې ته دا تعبیر ورکاوه چې ګني سیما او پروین په دې پسې خپه دي ،خو دا ناوې هم په دې نه پوهېده چې کیسه چېرته ده او علت یې څه دی؟ ولې یې دغه دواړه ملګرې ډېرې خوشحاله نه دي؟ هغې ته معلومات نه وو ،چې نن شپه یو د مینې داستان هم بیان شوی دی . ◊◊◊◊◊ نوریه فطرتا کینه کښه او ځان غوښتتونکي ښځه وه ،خو دغه ځان غوښتنه او فطرت یې دومره په اسانه نه چا درک کوالی شوای او نه هم پرې څوک دومره زر پوهېدل ،هغې چې څومره زر د خپل خاوند حامد اعتماد او باور په الس کې اخیستی و ،همدومره زر یې هغه په خپل واک کې هم راوستی و او داسې حد ته یې رسولی و ،چې نور نو دخپلې ښځې یوه خبره او غوښتنه هم رد نه شي کړای . حامد که پخوا څومره واقع بین انسان و ،خپله فیصله او پرېکړه یې خپله کوالی شوای ،خو کله یې چې ژوند له نوریې سره شریک کړ ؛ نو ورو ورور له خپلو ځینو هیلو تېر شو او دخپلې ښځې رنګ یې واخیست ،هغه مجبور و چې دخپل خسر په کور کې هرې پېښې شوې معمولي پېښې ته هم نوریه په خپله ور ولي او هلته هم دهغې په خوښه کړه وړه تر سره کړي . سره ددې چې کشری ورور یې له حده زیات ورباندې ګران و ،خو له واده کولو نه وروسته یې دخپلې ښځې په غوښتنه له کوره په سبق پسې واستولو او بیا به نو په یوه میاشت دوه میاشتو کې بېرته راته او د وريندارې چلند به یې دې ته اړ ایسته ،چې بېرته له کوره ووځي ،خپله دخالد هم دا حال و چې په پېښور کې یې طبعه لګېدلې وه او هملته یې کارونه کول ،خالد او نوریه به یوازې دهغه پیسو ته سترګې په الر و ،چې څه ورته را واستوي . بله خبره دا وه چې حامد ډېر زر له خپلو دوو ترونو سره هم اړیکې پرې کړې ،نوریې ورته ویل چې تربور دلستوڼي مار وي ،څومره چې ترې لرې وګرځي ښه به وي ،تر بور دچا په درد نه 36 خوري ،یوازې دښې ورځې ملګري وي ،خو چې اړ شې ؛ نو بیا دې دپرزېدو سیلونه کړي او خپله دخیر په غونډۍ ناست وي . حامد فکر کاوه چې نوریې یې سترګې ور رڼا کړې ،اوس په هر څه پوهېږې ،ډېر داسې څه یې زده کړي،چې پخوا ورباندې نه پوهېده .په دې توګه هغه دنوریې داحسانونو تر بوج الندې و او هر څه به یې په ډېره مینه منل . کله چې په لومړي ځل دوی دخالد له دغه نوي پالن نه خبر شول ،چې هغه کومه نجلۍ را تښتولې ؛ نو په سر کې دواړه ډېر زیات خوښ شول ،یوازینۍ خوښي یې په دې کې وه ،چې خالد کلونه کلونه دهغه لپاره پیسې را استولې وې او په خپل ورور یې حق درلود چې واده ورته وکړي ،په همدې خاطر چې کله هغه په مفتو کې یوه نجلۍ تر السه کړې وه ،خوښ وو ،په دې چې خالد له لګښت نه بېغمه کېده او پیسې یې سپما کېدلې ،له هغه نه یې مالتړ وکړ او دویمه ورځ یې ورته پروین نکاح کړه . خو نوریې له هماغه لومړنۍ ورځې نه حس کړه چې ،کور ته یې دغه راغلې نوې پردېسه نجلۍ دښکال یوه ځانګړې تابلو ده ،کړه وړه او ځانګړتیاوې یې هم دستایلو خو ددې له ځان غوښتونکی مزاج سره کامال خالف دي او دوخت په تېرېدو سره به خامخا ددې کینه کښ او شیطاني طبعيت سره مخالفت کې لوېږي ،په سترګو کې یې ورته هر کلی وکړ خو په زړه کې یې قسم وکړ ،چې یوه ورځ به یې یا په خپل رنګ را اړوي او یا به ورته دژوند په ځمکه سکروټې کري ،ځکه یې کینه کښ ځواک یو ځل بیا را وپارېده ،هغه یې تر تاثیر الندې را وسته ،ځان یې دمشرې او پوهې په نوم له کاره خالص کړ ،دا پوهېده چې دانجلۍ یوه پردېسه او راتښې نجلۍ ده او د خالد دکیسې له مخې یې دپوښتنې څوک نه شته .ورو ورو یې ورسره چلند کې بدلون راته د خپل خاوند حامد دنظر اړول او په خپل رنګ کول ورته څه ګران نه وو ،خو مهمه خبره بیاهم خالد و ،چې الهم په وېره کې و او ددې دمزاحمت په سبب یې الهم له پروين سره د خبرو موقع نه وه موندلې ،ددې لومړی کار دا و ،چې د خالد په زړه کې یې دپروين په اړه دشکونو زړي وشیندل ،دا ورو ورو پوهېده چې دخالد له احساساتی مزاج نه ښه ګټه اخیستلی شي ، دخالد دمور او پالر دوفات په مهال خالد کشر ماشوم او له خپلې وریندارې سره رالوی شوی وو. هغه به اکثره وخت له کور نه بهر و ،ددې دچلند په سبب اوس د حامد خویندې هم دهغوی کور ته نه راتلې ،همداسې دواړو وروڼو هم خپلې خویندې مداخله ګرې بللې او کوم اهمیت یې نه ورکاوه .نوریې به خالد ته ویل ،چې خلکو او ملګرو ته ته دې دا احساس مه ورکوه ،چې دا نجلۍ دې را تښتولې ،ورته وایه چې له دې سره یې پېښور کې پخوا واده کړی و او اوس خپل کور ته راستون شوی ؛ نو دهمدې لپاره به ښه دا وي چې په کور کې ډېر پاتې نه شي او بهر په 37 دنده پسې وګرځې ،چې خلک زموږ په خبره باور وکړي ،ځکه همداسې وشول او خالد په ملي اردو کې نوم لیکنه وکړه ،په همدې جریان کې بیا نوریې هم ډېر کار کړی و او پرته له دې چې له پروين پوښتنه وکړي دخپلې وریندارې خبرې یې کټ مټ منلې . دنوریې لومړۍ هڅې یې دا وه ،چې په خپل مبایل کې یې دپېښور څو شمېرې پرلپسې ډایل کړې او بیا به یې خالد ته داسې ویل ،چې ګني پروين یې مبایل اخیستی و او پېښور ته یې چاته زنګونه وهلي ،خو هغه ته ځکه مه وایه چې پالن او دهغې څارنه مو بې ځایه نه شي .دوې درې اونۍ ال نه وې تېرې ،چې دنوریې دکرکې او کینې خښ شوي زړي په را شنه کېدو شول ،څوکې یې ووهلې او ددې بې زړه او بې وسه نجلۍ له چوپیتا یې پوره ګټه واخیسته او خالد هم پوره باور کاوه ،چې وریندار یې دهغې تر ټولو ستره خواخوږې او مشاوره ده . ◊◊◊◊◊ د همدې شپې په تیارو کې د سیما سترګې وغړېدې ،د پروین د درد او ژور تاثر او مړاوې څېرې په مانا اوس ډېره ښه پوهېدلې وه ،سیما په دې وپوهېده چې هغه مینه وه ،خپلې مینې ته یې قرباني ورکړه او ځان یې وژغورلو ،خو هغه د چا خبره له ناوې تښتېده تر باران الندې یې شپه شوه ،د رڼا دواده په شپه یې د کوڅې له ډېرو ښځو د هغې صفتونه اورېدل ،سیما ته اوس هغه ال ګرانه وه ،د هغې د هیلو او امید مزی اوس یوازې په یوه کس پورې تړل شوی و، چې هغه خالد نومېده ،خالد د دې مین و ،خو سرتېری و او ډېر کم به کور ته راته او که کور ته به په رخصتۍ هم راغی ،خو بېرته به روانېده ،دغه ښکلې او پردېسه پروین اوس د یوه سرتېري د ژوند ملګرې وه ،خپل وطن یې پرېښېی و ،اصال وطن ورته کومه مانا هم نه لرله، وطن خو په مور ،پالر او خپلوانو ښکلی وي ،خو چې څوک دا ونه لري ،بیا نو یوه لرې پردۍ صحرا او کلی کور څه مانا لرې؟ پخوا به که سیما له پروین سره په خبرو کې له شوخۍ او ټوکو نه کار اخیسته ،خو اوس ټوکو ټکالو او شوخیو دغه ځای ،مینې ،خواخوږۍ او زړه سوي ته پرېښی و ،حتی خویندو یې هم په سیما کې دغه بدلون حس کړ ،چې اوس پخوا غوندې شوخه سیما نه ده چې د کور خوشحاله فضا به یې خندا ګانو په سر اخیستې وه. سیما ددې کیسې له اورېدو نه وروسته هغه ټوکې نه کولې چې تر ناوخته ناوخته به یې ورته وروڼه ،وریندارګانې ،مور پالر او خویندې ناستې وې او د دې په خوښیو به یې روح ارام و ،پښتانه وايي چې پېغله د بل کورامانت وي ،دا هم که نن وه که سبا نو د خپل خاوند 38 کورته به تله ،کوژده یې هسې هم شوې وه ،شاید په همدې سبب به هم په کور کې د هغې هر ناز منل کېده ،خو کله یې چې د رڼا د واده په شپه د پروین دغه له درده ډکه کیسه واورېده؛ نو حالت یې پوره تغیر وکړ ،ټول سوچونه به یې د دغه پردېسې ملګري سره وو ،د رڼا د تلو او ودېدلو درد یې ال سر باری و. اوس به چې کله پروین د خپلې یوور له وړوکو لورګانو سره سهار یا مازدیګر په اوبو پسې د دوی کور ته راغله؛ نو څو دقیقې به یې ضرور له سیما سره د هغې په کوټه کې تېرولې او سیما به د پروین رژېدلې او مړاوې ښکال ته ځير وه ،سترګې به یې د یوه وږې مین په څېر په کې خښې کړې او کله کله خو به یې په صفتونو ورته پروین غوسه شوه ،په مخ به یې څپېړه ورکړه او همداسې به ترې پاڅېده ،تل به یې ورته ویل ،چې ما خپله ښکال ساتلې ،قدر مې یې کړی او پوهېږم چې زه اوس د یوه سرتېري مېرمن یم ،د هغه په نوم ژوند کړم او که هغه هر څومره بې پروا او بدل شي ،خو زه به بدله نه شم او همغسې به ورته وفاداره وم ،چې دې خبرو به د سیما په زړه کې د هغې ګرانښت سل چنده کړ. ډېرې ورځې به داسې هم راغلې چې پروین به د دې له کوټې نه په سلګو ووته ،د څاه غاړې ته به الړه او خپل د اوبو سطل به یې له ځان سره اوچت کړ .بله مهمه خبره دا وه چې کله کله به اوس سیما هم د هغې کور ته ورتله ،خو زر به ورته څرګنده شوه ،چې د هغې یوور نوریه ورسره د زړه له پاسه چلند کوي او داسې ځان ښکاروي چې د دې په ورتګ یې په زړه یو لوی بوج پروت دی. د پروین په زړه کې یې هم له هغې نه یو ډول وېره او طرحه حس کوله چې په سترګو کې یې پوهوله .سیما به که پروین ډېره مجبوره نه کړه؛ نو د خپلې یوور د چلند په اړه به یې هېڅ هم نه ورته ویل ،حتی ډېر ځله نوریې د سیما له ورتګ نه وروسته ښکنځلې وه ،ګوزارونه یې ورباندې کړي وو ،چې دا نجلۍ باید نوره دلته ونه ګورم ،خو دوی اوس ورته اړ وو ،د دوی د څښلو اوبه نه ،چې د کوڅې د ډېرو نږدې کورونو اوبه د دوی له څاه نه وې او ښځو به یې وړلې ،سیما به د دغه کورونو له ښځو سره سرسري چلند کاوه ،ملګري یې ورسره نه وه او که څومره مینه یې هم د یوې پېغلې په حیث په زړه کې درلوده؛ نو خپلې دغه پردېسې ملګرې پروین ته یې ورکړې وه . 39 د دوی په مجلسونو او خبرو کې اوس تر ډېره د هیلو او خندا خبرې نه وې ،تل به یې خبرې په ژړا او اوښکو پای ته رسېدې .د پروین یوور نوریه اوس دې ته په بله میره اوښتې وه، د کور ټول کارونه یې په دې کول او هغې د ملکې غوندې ژوند پیل کړی و. اوس به اکثره وخت د سیما دوی کور ته هم یوازې راته او نوریې خپلو اوالدونو ته اجازه نه ورکوله ،چې ورسره راشي ،ځکه به دې دوه درې ځله اوبه وړلې ،یو مازدیګر چې د دوی کور ته یوازې راغله؛ نو سیما هم د څاه په غاړه په یوه لوښي کې سابه وینځل ،د دې پام نه و هغې له شانه پرې سالم وکړ. سالم سیماګۍ! سیما د هغې غږ وپېژنده ،ورته پاڅېده ،په اننګو یې دوې ګرمې مچکې ترې واخیستې او بیا یې په لمدو او ککړو السونو یوه څپېړه ورکړه. پروین هم وخندل ،خو هېڅ غبرګون یې ونه ښود. سیما یوه شېبه کار بس کړ او دې ته یې وکتل. څنګه یې زما پروینو ښاپېرۍ؟ د پروین په شونډو مړاوې موسکا وځغلېده. هو نو بیخي دې مینه دریابي شوې ،دا له کومه دومره درته ګرانه شوم؟ پروین وخندل لېونۍ ! کله کله وایم چې کاشکي زه هلک وای نو ... پروین یې خبره په خندا ورپرې کړه. بس ...بس ...د مجنون لورې ،ډېره مینه ناکه شوې یې ،بیا دې واده راسره کړ که څنګه؟ سیما هم وخندل 40 هونو ،تا غوندې قنده ،ښکلې او صابره انسانه به چېرته وي چې په اور کې سوځې هم؛ نو له خولې به دې څوک شکایت وا نه وري. پروین سوړ اوسېلی وکړ ،خو د خپل خپګان د پټولو لپاره یې د خبرو لوری بدل کړ نه ..نه هېڅ خبره نه ده ...ښکلې خو ته یې خو خیر دی چې زما سره د ښکال ستایلو الفاظ نشته او نه مې هم سندرې یادېږي ،چې درته ویې وایم. سیما وخندل یوه شېبه غلې وه ،بیا یې ترې وپوښتل. ریښتیا پروین هغه له له پېښور نه چې راتلی ؛ نو موټروان کومه سندره ور اچولې .... پروین غوسه شوه په مخ یې یوه څپېړه ورکړه بس کړه دشیطان لورې داسې یې په یاد ده ...... دواړو وخندل خو سیما بېرته جدي شوه هو هېر مې و پروینو دا اوس ولې د نوریې اوالدونه درسره اوبو ته نه راځي؟ دپروین په شونډو غوړېدلې موسکا ورکه شوه ،دزړه له زوره یې اسوېلی وکړ بس نه راځي ،څنګه یې کوي؟ وايي چې دا نور ستا کار دی ،زه مشره یم او باید ټول کارونه ته وکړې ،هسې دې هم خاوند په میاشتو میاشتو ورک وي او ته زما د خاوند ګټې وټې ته ناسته یې ،خو خیر دی کومه خبره نه ده ،زه هم دا تکلیف تېروم ،شکر چې ته شته یې ،ستا د دې شیطانو سترګو دیدنونه به کوم او بیا یې وخندل. خو سیما جدي شوه. نه پروینو خورجانې ریښتیا درته وایم .زه پوهېږم ،چې نوریه له تاسره ښه چلند نه کړي، هو ریښتیا خاوند یې څنګه ده؟ پروین غلې وه بیا یې ځواب ورکړ 41 بس نو هغه مېرمنې چې د کور ټول واک یې په الس کې وي او هرڅه په خپل فرمایش کوي؛ نو هلته بیا مېړونه کومه مانا نه لري ،خاوند مبجور وي ،چې هغه څه وکړي ،چې مېرمن یې ورته وايي ،نو ځکه خو اوس حامد الال کله کله له ما سره بيخي ستړي مه شي نه کوي ،کله کله راته بې سیاله ،بې درګاه او یا نورې کلمې هم کاروي خو ټوله ورځ بهر وي، چې ناوخته راشي نو دومره خبرو ته وخت نه پاتې کېږي ،ستړی وي .زه مجبوره یم چې د نوریې هره خبره ومنم ،هغه اوس د یوې یوور په څېر نه ،بلکې د یوې خواښې او میرې غوندې ده ،ما ته وايي چې هر څه دې باید له موږ نه ځان ته وي ،ډوډۍ او ناسته پاسته دې خپله کوټه کې کوه .ته یوه بې کوره او بې ووره یې او خالد دې تېر ایستلی دی ،کنه هېڅکله به يې ته نه وې خوښه کړې ...د پروین په سترګو کې اوښکې را وګرځېدې ،خو سیما یې په خبرو کې ور ولوېده. پروینو! خالد د هغوی له دې چلند نه خبر دی؟ پروین ځواب ورنه کړ. هغه ورنږدې شوه په تندي یې الس ورته کېښود. څه درته وایم ،ته ژړا پرېږده ځواب راکړه؟ پروین اوښکې د ټیکري په پیڅکه پاکې کړې او دې ته یې وکتل. هو سیما خورې ،ما خو همدا ژړوي چې په هغه کې ډېر بدلونونه راغلي .پخوا به یې د شپې کله کله فون راته کولو ،خو اوس یې فون نه راځي ،زه چې ورته د دوی له فون نه پټ زنګ ووهم هم نه یې اوچتوي ،خو دوه درې ځله یې زما په وړاندې نوریې ته زنګ وهلی و او په خندا خندا یې خبرې ورسره کولې ،نوریې هم ورسره په خبرو کې بې واره خندل خو زما یې نوم هم وانه خیست ،څو څو ځله همداسې وشول .... یوه شېبه غلې وه او بیا یې خبرو ته دوام ورکړ. خورې ! ما نه غوښتل دغه شکایت او خبرې درته وکړم ،خو ته مې تل مجبوروې او اوس خو زما یوه خبره هم له تانه پټه نه ده ،مجبوره یم ،چې درته ویې وایم .نوریه کله کله ماته مخامخ 42 وايي چې خالد له تاسره مینه نه لري ،تا هغه تېر ایستلی ،ته خو ډېره پې مخې او ښکلې یې، ډېر نور به هم در باندې عاشقان شوي وي ،که سمه نجلۍ وی؛ نو پالر به دې سم چلند درسره کاوه ،په پنجابیانو به یې نه پلورلې .ستا په سبب په پېښور کې د خالد نه ښه کارو بار پاتې شو ،زما د خاوند په کار کې ستا له راتګ سره برکت ورک شوی دی. خورې! زه چې تېره اونۍ څلور ورځې د خالد له خور کره تللې وم ،زما خوښه نه وه ،نه د هغوی سره زما څه تړاوو شته ،هغوی راته د مېلمستیا ویلي و ،خپل خاوند ته یې ویل چې هلته مې بوځي ،خو چې راغلم خبره شوم ،چې خالد له فوج نه کور ته په رخصتۍ راغلی و، درې شپې یې کړې او په سبا چې روان شوی زه یې په حامد راوستم ،د دې د اوالدونو السونو کې د لوبو شیان او تحفې وې .ما چې پوښتنه وکړه؛ نو ویل یې چې خالد کاکا راته راوړي. ما ویل که ټوکه ده ،خو چې له نوریې مې پوښتنه وکړه ،نو ویل یې چې هو ناڅاپې راغلی و ،له ورور سره یې څه مشوره کوله او موږ هم نه وو خبر په بېړه بېرته الړه . سیما خورې! په هغه ورځ تر مازدیګره ګنګس پرته وم او دلته د نه راتلو علت مې هم همدا و ،خور جانې ما وبښه ما تا ته دا خبره نه وه کړې ،خو څنګه وکړم ،په زړه مې نه ځایده او درته ومې ویل .ما ته اوس یوازې دعاګانې را پاتې دي ،ته هم ما ته دعاګانې کوه ،په دې مې زړه سپکېږي ،خو څه وکړم او له دې سره یې اوښکو یو ځل بیا په مخ الرې وکړې او د سیما خوله له حیرانۍ وازه پاتې وه ،سترګې یې ډکې ډکې کېدې ،پروین د اوبو سطل ډک کړ، سیما یې په مخ ښکل کړه او روانه شوه ،خو سیما هملته ځای په ځای ناسته وه او تندي ته یې الس نیولی و. ◊◊◊◊◊ نوریې د خپلې کوټې له کړکۍ نه انګړ ته وکتل ،پروین د جامو په وینځلو بوخته وه ،یو امبار خېرنې جامې او پردې یې مخکې پرتې وې ،بېرته یې کړکۍ بنده کړه ،د کوتې دروازه یې هم وتړله او په مبایل کې یې د خپل لېوره خالد شمېره ډایل کړه ،خو چا زنګ اوچت نه کړ ،دویم ځلي یې بیا زنګ ورته ووهلو ،خو د مخکې غوندیې اوچت نه کړ ،په غوسه ناک انداز په کوټه کې تاوو را تاوو شوه ،انګړ ته یې بیا وکتل ،بیا یې په پروین سترګې ولګېدې 43 چې پړوونی یې په اوږو پروت و ،خولې پرې راماتې وې ،غاښونه یې وچیچل چې په همدې کې یې مبایل ته زنګ راغی ،د کوټې کونج ته الړه او په خندا یې نمبر اوکې کړ. سالم خالد جانه ! څنګه یې ؟ وعلیکم وریندارجانې ،ښه یم ،وبښه چې قراول کې وم ،ملګري مې راسره وو او زنګ مېنه شوای اوکې کوالی ،ورخطا وم ،چې خدای مه کړه هغې سپۍ خو به بیا څه ګالن نه وي کرلي او ... وریندارې یې خبرې ورپرې کړې. ورکوه یې خالد جانه ستا قسمت به همداسې و ،تر اوسه خو یې څه نوي ګالن نه دي کرلي،خو د هغوی کور ته یې تګ راتګ همغسې دی او په ساعتونو ورکه وي خو ته ... خالد غوسه شو. بس وریندارې نور یې مه راته یادوه ،ما څه څه د هغې لپاره ونه کړل ،زما باور نه راتهخو تېره میاشت چې زه د هغې لیدو ته درغلم او دا له قصده د خورجانې دوی کور ته تللې وه؛ نو زړه مې و ،چې پسې ورشم او د کونړي سیند په څپو کې یې بېرته هغه بې ناموسه پالر ته واستوم ،خو څنګه یې کوې ،ستا هغه لومړۍ خبرې ډېرې درستې وې ،چې له تا سره یې مینه کوله او پالر یې په پنجابي پلورله؛ نو حتما به څه خبره په کې وه ... وای ..وای ...وریندارې څه وکړم؟ زړګی مې له وینو ورته له تورو وینو ډک دی ،بس نو اوس ... نوریه یې په خبرو کې ور ولوېده هو خالد جانه ! زه پوهېږم ،ستا به قسمت همداسې و ،نور مې خوله ورته وچه شوه چېځوانه نجلۍ یې د ګاوندي تر کوره ته خپله په اوبو پسې مه ځه ،زما ماشومان یې راوړالی شی ،کور کېنه ،د خپل مسافر خاوند نوم وساته او د هغې په نامه ژوند وکړه ،په مینه یې کړې یې خو دا وايي چې زه په کور کې نه شم ایسارېدی او اوبه هم خپله راوړم ،په همدې 44 بانه د هغوی کورته ورځي ،ځکه که یې رایساره کړم؛ نو بیا خو ترې پاتې کېږي او دیدنونه به یې نیمګړي وي ...د هغوی کور له زلمیانو ډک دی. خالد په غوسه کې د نوریې خبرې پرې کړې. وریندارې ...وریندارې ...یو ځل دې مر دارې ته مبایل ور وړه ،زه غواړم د وروستي ځللپاره یې غوږونه ور خالص کړم ...هله چې نور مې ورته زړه په چاودېدو دی ...هله ... نوریې پاسنۍ شونډه په خپلو غاښونو ټینګه کړه په څه ځنډ یې ځواب ورکړ. خالدجانه !...کاش ...کاشکي دې د پنجابي لور دومره انسانیت درلودی ،ولې پخوا مېڅو ځله نه دی وروړی ،خو مخ اړوي وايي چې خبرې نه ورسره کوم .. .هغه څوک دی ،نه مې دی پکار ..اوس ګوره نږدې لس یوولس بجي دی ،د کار وخت دی ،خو دا په خپله کوټه کې خوبونه کړي او ارامه ویده ده ،زه مجبوره یم ،چې جامې یې ورته ووینځم او کوټه یې پاکه کړم ... خالد الغوسه شو نوریې وریندارې؛ نو ته ولې ورته دومره حوصله کوې ،زه که پرې تېروتم ،خو ته باید ددې سوچ وکړې ...هو خدایه زه ولې دومره زر په خلکو اعتبار کوم؟ چې راغلی یم بس همدا کیسې یې پیل کړې ،زه یې نه یم خوښ د مجبوریت مینه یې وه ،بل څوک یې خوښ دی ،زه څومره زر تېر ورځم او له دې سره یې غږ بند شو ... نوریه پوهېده ،چې نښه یې په ځای لګېدلې او نور نو کوالی شي خپل ځوان لېور په خپله خوښه را وڅرخوي او پروین ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړي ،ځکه خو یې خپله لهجه نرمه کړه. ګوره خالده! دومره زر مه احساساتي کېږه ،هغه احمکه (احمقه) ده ،نه پوهېږي ،ته خوهوښیار یې ،په هرڅه پوهېږې ،ته صبر کوه،اخر عسکر یې هر څه به په ارام وشي ،نه دي دي اورېدلی چې وايي :د صبر مېوه په ځنډ پخېږي ،ته انتظار کوه ،دا د پنجابي لور یوازې زه الرې ته راوستلی شم او په چاره یې پوهېږم ،خو تر هغو صبر پکار دی ،اوس که څه وکړو، 45 خلک به راپورې وخاندي او بل دا چې هر څه چې وکړو ،دا په موږ را تاوان ده ،هسې یې هم د کورنۍ څوک نشته .... خالد هم نرم شو ..یوازې همدومره یې وویل: بس وریندارې چې څنګه ستا خوښه وي ،هغسې وکړه ،دې د سپي لور ته مې نور عصاب خراب دي ،زه څه خبر وم ،چې دا پې مخې به په زړه دومره چټله او له فسادونو ډکه وي ،له همدې سره یې تیلفون پرې بند کړ. نوریې د خوښۍ له یوه احساس سره ،چت ته وکتل ،خپلې سترګې یې په دواړو السونو پټې کړې او بیا د کړکۍ خواته ورغله ،د پروین جامې لمدې وې ،او په انګړ کې یې په تناب د دې د اوالدونو او خپلې وینځل شوې جامې هوارولې .د هغې په لیدو یې په فاتحانه انداز موسکا وکړه ،خو بېرته یې زر تندی بیا تریو شو ،مبایل یې په کړکۍ کې ګوزار کړ او له کوټې نه ووته .پوهېده چې په ننۍ تمثیل کې پوره بریالۍ او ماهره وه . ◊◊◊◊◊ قضا مازدیګر و ،سیما په انګړ کې د نارنج تر ونه الندې د پښو په سر ناسته وه ،سوچونه یې کول ،اوس د پروین له مړاوې او رېژېدلې څېرې سره د دې په رنګ کې هم بدلون راغلی و ،د هغې کورنۍ پوهېده ،چې دوی په کور کې کومه ستونزه نه لري ،د یوه داسې چا په نوم ده ،چې خپله یې هم ورسره مینه لرله ،د کور نازولې نجلۍ وه ،هر چا نازونه ورکول او یوه شېبه خپګان یې هم ورته د منلو نه و ،خو اوس پوهېدل چې د هغې د خپګان المل حتما کومه مهمه خبره ده ،خو دې به هر ځل انکار کاوه ،یوه او بله بهانه به یې کوله ،خو پوهېده ،چې اصلي خبره د پروین درد او تاثر دی. د هغې ورځنۍ کیسې اوس له دې نه د پټولو نه وې ،د هغې د یوور ،مېړه او خالد چلند له دې سره پوره بدل شوی و او هره ورځ ورسره نوي نوي پیغورونه هم ملګري کېدل. هره اونۍ به د هغې په وجود کوم نوي ټپ په هغې د جبر او زور زیاتي نوي کیسه له ځان سره راوړله ،خو ال هم پروین په دې نه وه ،چې هر څه ولې دومره زر سرچپه شول ،ولې هر څوک بدلېږي او دا په دې نړۍ کې له سیما پرته بل خواخوږی نه لري؟ 46 دا درې شپې کېدې چې سر په سر په اوبو پسې نه وه راغلې ،حیرانه وه چې بیا به یې په دغه ملګرې څه ټکه را لوېدلې وي ،ډول ډول خیالونه او اندیښنې یې ذهن ته تلې راتلې چې په همدې کې د کور د لویې دروازې غنګ شو او پروین پټ مخ یو سطل په الس راننوته ،دا هم زر پاڅېده ،مخې ته یې ورغله ،له ستړي مه شي وړاندې یې په مخ یوه سپکه څپېړه ورکړه. اوس دومره ظالمه شوې ،چې د چا د زړه پروا هم نه ساتې ،همداسې څوک کوي؟ پروین سوړ اوسیلی وکړ ،د سیما الس یې سینې ته جوخت ونیوه. خورجانې! کاش چې د خپل واک وی ،زه اوس د بل د الس بندۍ یم ،له ما نه به ګیله نه کوې، کاشکي ستاسې غوندې د یوې خوشخبخته کورنۍ غړې وې ،زه خو نه خوشبختي پېژنم او نه مې په دې اړه تر اوسه څه حس کړي ،خو بیا هم یوازې صبر لرم او صبر به کوم ،مجبوریت دی ... سیما وخندل واه ...واه د مال صاحب لورې دا نحصتونه دې چېرته زده کړي ،ته دا راته ووایه دا درې ورځې چېرته وې ،دومره احوال دې هم نه شو راکوالی؟ پروین سوړ اوسیلی وکړ وۍ خورې! ته فکر کړې ،چې په دې کې به زما تقاضا او زړه وي ،خو ما وړاندې در ته وویل چې مجبوریت دی ،زه د قفس بندي یم .خالد راغلی و او هر څه .... سیما یې په خبرو کې ور ولوېده ښه ،ښه شیطانې نو په خوندونو کې ډوبه وې ،بې پروا جانې اوس راته معلومه شوه چې د هغه په شتون کې بیا هر څه درنه هېر وي او د بل چا پروا نه لرې؟ پروین کمزوې خندا وکړه. سیما خورجانې! یو وخت ریښتیا هم هر څه همداسې وو خو هغه وخت موږ ال د مینې دا سفر نه وکړی ،پېښور کې و ،خو د تورخم د پولې نه تر را اوښتو وروسته ،هر څه بدل شول ،نور نو ته خپله پوهېږې چې څله رانه پوښتې! 47 سیما په اننګو یو چیچ ورکړ ،هغه پوهېده ،چې اوس خالد د هغې لپاره هغه پخوانی خالد نه دی ،خو بیا یې هم غوښتل په یو ډول نه یو ډول یې وغږوي ،ځکه یې له ځان سره کېښنوله. ښه خیر دی که ګران دې لږ ځورولې وې ،پروا نه لري ،د مینې ځورول هم خواږه وي کنه !...؟ د پروین په سترګو کې بیا اوښکې را ډنډ شوې . خورجانې! ته لکه چې اوس ټوکې راباندې وهې او په خبرو مې باور نه لرې کنه؟ او بیا یې له خپلې غاړې پړوونې لږ ښکته کړ ،په غاړه یې د اوږې خوا ته یوه تازه زخم ته وکتل هو دا ده د هغه نوې ډالۍ ،همدا دې غوښتل چې درته ویې وایم هممم ؟ سیما هم جدي او ورخطا شوه. وای خورې دا څه دي ولي ،د نوریې لکه چې ال هم زړه نه دی در باندې یخ شوی؟ ولې بیا دېڅه کړی وو؟ پروین بېرته خپله غاړه پټه کړه او سیما ته یې مخامخ وکتل. سیما خورې! زه د هغې سره اوس عادي او بلده شوې یم ،د ښه وضعیت هېڅ تمه او توقع ترې نه لرم ،خو دا ټپ هغې نه خالد راکړی په همدې سبب ... سیما نورې خبرې ته پرېنښوده ،په بېړه یې وپوښتل خالد! هغه څه وخت راغلی؟ درې ورځې وړاندې همدغه وخت به و ،ما په انګړ کې د غرمې خیرن لوښي وینځل ،چېدروازه را خالصه شوه ،زما اندیښنې هم زیاتې وې ،رنګا رنګ خوبونه مې د هغه په اړه لیدل، چې کتل مې دی ،بیخي بل ډول شوی و ،څېره یې سوځېدلې او تکه توره وه ،زه له خوښۍ ورپاڅېدم ،چې بکس یې ترې واخلم ،خو نه یوازې ،چې ستړي مه شي ته یې الس رانه کړ ،بلکې شا ته یې ټېله کړم ،راته غوسه شو ،ویل یې ،چې ها خوا شه مردارې ،ما ته خالد جان مه وایه، بس دي چې په همدې جان دې وغولولم. 48 زه حیرانه شوم ،چې اخر څه مې کړي ،په همدې کې نوریه راغله ،د هغه نه یې بکس واخیست ،له السه یې ونیولو او خپلې کوټې ته یې ننویست ،زه په رڼه میدان حیرانه پاتې شوم، السونه مې هم غوړ و ،زه د هغو په وینځلو بوخته شوم او ده له نوریې دوی سره مجلس کاوه، ماښام یې چې مشر ورور حامد هم راغی؛ نو له ما سره یې بله کومه خبره نه کوله ،په زړه کې مې ډېرې ګیلې وې ،ما ویل ،چې اخر ولې؟ ،څه خبره شوې او څنګه یې راته دغه بده کلمه وکاروله؟ په ما کې کومه مرداري وه ،څه مې کړي و ،او د هغه په وړاندې مه خدای مه کړه څه خیانیت کړی و ،له دې ټولو نه خو ته ښه خبره یې خو تر ... سیما بیا په بې صبرۍ په خبرو کې ور ولوېده. ښه نو ...بیا دې وروسته ورسره ولیدل؟ پروین لږ غوسه شوه. خو ته صبر وکړه درته وایم یې هېڅ مو ونه لیدل ،د شپې زه په خپله کوټه کې د هغه انتظار وم چې اوس به راځي ،شاید ټوکه یې راسره کړي وي ،په ناز او مینه به یې پخال کوم ،خو د شپې تر یوې بجې هم زه ویښه ناسته وم او دی را معلوم نه شو ،ما ویل مجلس به کوي ،راځي به ،له ورېرو سره به یې مستي کوي ،خو چې د هغوی کوټې ته مې ور وکتل؛ نو څراغ یې مړ و ،ما پوښتنه هم نه شوای کوالی چې چېرته دی او ولې رانغی؟ کړکۍ ته نږدې دېوال ته غلې ناسته وم و ،شېبه پس چې ګورم زما د کوټې دروازه را خالصه شوه ،نوریه وه ،یوازې سر یې را دننه کړ. د خان لورې! د خالد انتظار مه کوه ،هغه له خپلو ورېرونو سره ویده دی ،ستړی و ،ښه شپه درته غواړم . د هغې خبرې راته بیخي د ماشومانو غوندې ښکاره شوې ،د کبر او ریشخند نه ډکې خو د توقع خالف نه وې ،هغې تل له ما سره همداسې کړي وو ،خو د خالد خبرې او دا چلند راته حیرانوونکی و ،سل خبرې او اندیښنې مې په سر کې وې ،ما اوس د هغه په نامه ژوند کړ ،په ټوله نړۍ کې مې له هغه پرته څوک نه درلودل ،خود به یوازې د هغې په نامه وم ،په همدې 49 سوچونو او اندیښنو کې په ناستې ویده شوم ،سهار وختي نوریې غږ را وکړ چې پاڅه د سباناري او کوټو د پاکوالي غم وکړه . په کوټه کې په مصلې ناسته وم ،چې خالد راننوت او مخامخ راته ودرېد افرین ...افرین دا لمونځونه چاته کوې ...؟ زه ووېرېدم ،زر مې ځواب ورکړ. هغه چا ته ،چې ته یې ماته راکړی یې. هغه په یو ډول بل انداز چې فلم بدماشانو ته ورته کېده ،ماته وکتل. هو ! د یارانو او بد اخالقیو شمېرخو دې له لسګونو اوړي او سجده یوه خدای ته کوې ،دا د ریا او دوه مخۍ جامې به دې نور درباندې وباسم ،کاش چې زړه مې نه وی در باندې خوږولی، ته د همغه پنجابیانو الیقه وې ،له تا سره یوازې هغوی ښه جوړېدل ،ته څه وايې چې زه له کوره لرې وم؛ نو په هېڅ به نه خبرېږم. د سپې لورې! شېبه په شېبه دې احوال راکوي ،زه څه خبر وم ،چې ته به د عزتونو سوداګره وې ،کنه ستا غوندې په لسګونو نجونې په ما پسې مړې شوې ،بال دې په دې ځوانۍ ،باډي او شیطاني ښایست شي چې خدای تاته درکړی ،کاش چې له دې سره دې همداسې اخالق او وفاداري هم درلودی ،د ښایست سوداګرې ... خبرې یې ورو ورو له غوسې ډکېدې ،خو زه یې په خبرو کې ور ولوېدم. خالد جانه! ته څه وايې ....دا څه اورم ...ما اخر څه کړي ؟ هر چا چې دا درته ویلی بد یې کړي، دروغ یې ویلي ،زه داسې انسانه نه یم ،د یوې پښتنې او غیرتي مور شیدي مې رودلې ،پالر به مې بې غیرته او بې ننګه و ،بې کسه یم خو بې ننګه نه یم ،زه مې د مور لور یم ،د مرګ تر ورځې به هم راباندې داسې څه ثبوت نه .... هغه نور غوسه شو 50 هو د کافر لورې! بیا د ثبوت او دلیل خبرې هم کوې ،اوس په زما په نوریه وریندارې د درواغو تور پورې کوې ،ته صبر چې ثبوتونه درته وښیم .... له جیبه یې کوم نرم لښتې ته ورته سیم راویوست او ګوزارونه یې راباندې پیل کړل ،ویل یې چې په تېرو رخصتیو کې تا له مانه کرکه کړې وه ،د خور کور ته مې تللې وې او اوس به نو تر مرګه زما د کرکې مزه وڅکې ،ما چې څومره مینه درکړې وه ،ژغورلې مې وې ،دنده ،پیسې او ټول پېښور مې له السه ورکړی و اوس به همداسې په کرکه او نفرت کې هم مخکښ وم. په سیم یې وهلم او زه لټ په لټ اوښتم ،لیدل مې چې نوریه او اوالدونه یې هم په کړکۍ کې راته والړ دي ،زما ننداره کوي او حامد په وره کې موسکه خوله والړ دی ،خو یوازې بس بس ناري وهي. ما له خولې نه هېڅ غږ هم نه ایستلو ،په دې فکر کې وم چې هغه به ستړی شي او اخر به زما خبره په غور واوري ،خو چې دې هم کار ورنه کړ ،په کړکې کې ایښي د اوبو ښیښيي جګ ته یې الس کړ اول یې پرې وویشتم ،جګ مات شو بیا یې یوه ماته ټوټه را واخیسته او په غاړه یې ورباندې ووهلم چې له همدې سره د وینو یو شر شو ،بیا نو زه هم په ځان نه یم پوه شوې ،غرمه مهال مې چې سترګې وغړولې نو هملته د خپلې کوټې په غولي پرته وم ،جامې مې په ویند لمدې خیشتې وې او په ټپي ځای مې خیرن الس پاک را اېښودل شوی و. فکر مې وکړ چې کوم خوب وینم خو چې د اوچتېدو هڅه مې وکړه؛ نو ټول وجود مې درد وکړ ،بېرته ولوېدم ،بیا مې هم ځان را اچت کړ ،په ډېرې سختۍ تر تشنابه الړم ،د ټپ وینې مې وچې شوې وې ،د غولي زیاته برخه یې نیولې وه ،د نوریې مشره لور راغله ،چوپه خوله یې هسې معمولي او لږه مرسته راسره وکړه او بېرته الړم .په دهلېز کې څمالستم ،خو ال پرته نه وم چې نوریې خپل وړوکی زوی را ولېږه ،مخ ته مې ودرېده ویل یې چې مور مې وايي د غرمې غمه وکړه ،بال خو نه یې وهلې ،پاڅه ،تر غرمې خوبونه کوې . زر را پاڅېدم او بیا تر اشپرخانې پورې هم دوه درې ځلې لوېدلې وم ،خو څه مې کړي وی ،زما خبره چا اورېده ...؟ 51 سیما له حیرانۍ خوله وازه نیولې وه ،یو ځل بیا یې د پروین له غاړې پړونی لرې کړ ،زخم ته یې وکتل او پروین یې په غاړه ښکل کړه ورته ویې ویل: پروین خورجانې وروسته در سره ونه غږېد او شپه مو یو ځای سره ... پروین غوسه شوه او اوسېلی یې وکړ هو سیما ته زما خور یې ،یو ځای شپه څه چې زما کوټې ته هم نه راځي ،وايي ته مرداره یې .... سیما بیا په بې صبرۍ وپوښتل مشر ورور یې څه نه وايي؟ په ژړغوني انداز یې ځواب ورکړ. نه ،هغه ته زما ژړا ګانې او دا حالت تمثیل ښکاري ،د خپل ورور شا ته والړ دی او ما ته یې نه راپرېږدي ،خو خورجانې ته پوهېږې ،چې زه ځان یوازې د هغه امانت ګڼم ،د هغه په نامه ژوند کړم ،خو نه پوهېږم ،ته خو زما د رازونو ملګرې ،ریښتیا درته وایم ،زه به بې وسه او بې کسه یم ،خو ځوانه یم ،هیلې او خواهشات لرم ،خو هغه زما دغو خواهشاتو ته پام نه دی کړی ،په دې تېر نږدې یوه کال کې ایله دوه .... زر یې د خبرې حساسیت ته پام شو ،غوښتل یې د خبرو موضوع بل خوا واړوي،خو سیما پرې رامخکې شوه څه! ایله دوه ....پوه نه شوم خورجانې!؟ د پروین له خولې خبره وتې وه ،اوس نه پټېده ،شا وخوا یې وکتل او په غوسه ناک انداز یې سیما ته وکتل هو زه د هغه ښځه یم ،نکاح کړې یې یم،ځوانه یم ،حقوق پرې لرم په تېرو یوولسو میاشتوکې ایله دوه ځله له ماسره یو ځای .... دا دي دا ځل هم همداسې الړو ... نور یې خبره له شرمه په ستوڼي کې وچه شوه ،خو خبرې یې بېرته په ژړغوني اواز پیل کړې. 52 سیما خورې! ما د مور مینه ډېره کمه لیدلې ،زه غواړم مور شم ،بچی ولرم ،مینه ورسره وکړم، په غېږ کې یې ونیسم ،پورته پورته یې هوا ته واچوم او پامې پر بله کړم ،خو نه کېږي یو څوک زما دغه هیله هره وخت وژني. د سیما غونی زیږ شو ،سره د دې چې د هغې د ژوند له هرې برخې نه خبره وه ،خو د لومړي ځل لپاره یې دا خبره اورېده ،په دې تېرو وختونو کې یوه ورځ هم پروین ورته داسې کومه خبره او شکایت نه و کړی ،خو نن ترې و شو .نن یې بېرته خبره نه شوی اخیستالی ،همداسې په خبرو لګیا و ،خو د پروین پام شو ،چې بیا یې وخت زیات تېر کړی ،زر زر یې د اوبو لوښي ډک کړل او له سیما سره یې مخه ښه وکړه. ◊◊◊◊◊ د خالد له تګ یوه میاشت بله هم تېره شوه ،د پروین حالت ورځ له بلې خرابېده او دې اندیښنو خوړله چې اخر دې څه کړي او ولې خالد دومره بدل شو ،چې دې ته اوس د ژوند د ملګرې څه چې د انسان په سترګه هم نه ګوري؟ نوریې به وخت په وخت له هغې سره اړیکه نیوله ،په مبایل به یې ورسره اوږدې خبرې کولې ،د پروین په اړه به یې له پخوا نه ډېر څه ورته ویل ،حتی یوه ورځ ،خو یې دا هم ورته وویل چې د هغه په کوټه کې یې مبایل موندلی چې شمېره یې له هېچا سره هم نشته چې همدې خبرې خالد د اور په تبۍ کېنولی و ،خو خپله بیا نوریې د ملکې غوندې ژوند کړ ،ځان او اوالدونه یې د کور د کارونو نه بېغمه کړي وو ،حامد خو به چې هر مازدیګر راغی؛ نو حق ناحق به یې پروین ته یو څه ویل ،کله به یې مور او پالر ته ښکنځل کول او کله هم دې ته ،دوی پوهېدل چې هغه بې زړه او عاجزه ده او د دې ترڅنګ په هېڅ صورت نه شي کوالی له کور او دوی نه خپه شي ،دوی په دې ډاډه وو چې پروین په اسمان ستوری او په ځمکه سیوری نه لري او هغه کس چې دې ورپورې ژوند تړلی ،د ژوند ملګری یې و ،دا دي اوس د دې تر ټولو لوی دښمن دی. د ماښام له ډوډۍ وروسته به د خالد او نوریې تیلفوني خبرې تر ډېره وخته روانې وې ،اوس نو خالد په خپل دې عمل چې پروین یې ژغورلې او راوستلې وه ،ښه پښېمانه و ،د دوی دواده نږدې یو کال پوره کېده چې ورسره یې پروین ته یو نوی پېغور هم وزېږاوه او هغه دا چې تر اوسه یې لمن زرغونه نه شوه ،خو له حقیقت څوک خبر وو ،یوازې پروین ،خالد او سیما پوهېدل ،نور 53 نو هغه په کور کې په وچه غوا ،شنډه ونه او بې ګټې موجود باندې مشهوره وه چې د همدې پېغورونو په سبب به ټوله شپه پروین په خپله کوټه کې سلګې وهلې ،تر سهاره به ویښه ناسته وه ،یا به یې دعاګانې او نفلونه کول ،خو هېڅکله یې په خیال کې د کوم ناوړه او بل ډول عمل، چې خالد دې پرې په بدو یاد شي؛ الس نه و اچولی ،هغه پوهېده ،چې یو وخت به حقیقت څرګندېږي او خالد به دا یو ځل بیا په ریښتینې مانا پېژني. نوریې نو اوس خپل جالونه ورځ په ورځ غوړول او هره ورځ یې نوې تجربې او الرې موندلې، هر ماښام به په دې انتظار وه چې خالد ځان وزګار کړي او دا ورته نوې جوړې کړې کیسې بیان کړي. د جمعې په یوه ماښام دا بیا هم یوازې شوه ،کوټې ته ننوته خالد ته یې دوه درې مسکالونه ورکړل او دپخوا په څېر د هغه د زنګ د راتلو په انتظار ناسته وه ،ډېر زر یې زنګ راغی ،په شونډو یې موسکا وغوړېده او مبایل یې اوکې کړ ،لنډ سالم او جوړ پخیر یې وکړ ،خالد ډېر زر اصلي خبرې ته راغی. نوریې ویندارې څنګه دې وکړل ،نور مې له دې مردارې نه خالص کړه ،هغه نور نه زما ده او نه هم ستا په درد خوري؟ نوریې وخندل. هو خالد جانه! دا څو شپې سر په سر لګیا یم ،تېر ماښام دې حامد الال هم ورغلی و ،مور یې رضایت څرګندوي ،د بنې پروا هم نه لري ،خو وايي ،چې ولور به یې لږ اوچت وي او .... خالد یې په خبره کې ور ولوېده. خپله سلما څه وايي؟ نوریې له خوښۍ نه ډکه موسکا وکړه. لېونیه! هغه زما په الس کې ده ،هغه زما د کاکا لور ده ،ورته ویلي مې دي چې د ډک کور واک به ستا په الس کې وي ،هلک ښه ښکلی او وزیپې ( وظیفې ) واله دی ،که څه هم د دې مردارې په اړه اندیښنه لري ،خو ما ور سره ژمنه کړې ،چې دا دکم عمر مېلمنه ده ،یوه غمه به یې 54 وخورو ،د هغې نه هېح اندیښنه مه لره ،سلما دې شکر وباسي ،چې تا غوندې یو مخ ماتی او په خبر پوه هلک ورته د واده غاړه اېښې ،په هغه واده کې خو مې هسې در سره نه غږوله ،ما دې صفتونه ورته کړي وو او بیا مې تا ته له ښځو را جال کړه ،د دې هېڅ ... خالد له خوښۍ نه په یوڅه ډک انداز دهغې خبرې پرې کړې. هو وریندارې زه هېڅ تشویش نه لرم ،ریښتیا درته وایم ،له هغې ورځې نه وروسته تل راسره د هغې سوچ وي ،خوږه راباندې لګېدلې ،پیسو میسو ته مه ګوره ،خو چې دالسه دې ... نوریې وخندل. هو شیطانه! ډېر چارچشمه یې ،ښکال خو په همدې تورکیو کې ده ،ته خوساده وې ،چې په سپینو پسې ګرځېدې ،دا دپنجابي لور ګوره ،موږ به یې سپین والی څه کړو چې هر وخت د نورو وي او په خپل حسن سوداګري کوي ،که بد وایم؟ خالد جدي شو. هو نوریې وریندارې! ورکوه یې دا مرداره راته مه یادوه ،خو زما سره یوه اندیښنه ده ،نه پوهېږم چې څنګه به شي؟ نوریه هم په ځای کې اوچته شوه. د څه اندیښنه ،اندیښنې مندیښنې دې لرې کړه ،خو بیا هم کوی شې ما ته یې ووایې ،د څه اندیښنه؟ خالد لږ په ځند ځواب ورکړ. همدا مرداره پروین درته یادوم .دا ډمه چې اوس هم زما په کور کې ده. نوریې له کړکۍ د باندې وکتل ،په انګړ کې هېڅوک هم نه ښکارېدل ،له بلې کوټې یې د اوالدونو د شوخیو او شور ماشور اواز راته ،غږ یې یو څه ټیټ کړ. خالد جانه! د هغې غم به وکړو ،اخر نوریې غوندې وریندار لرې ،ما د هغې په اړه هم سوچ کړی دی او ته به ... 55 خالد په لېوالتیا او ورخطایۍ د هغې په خبره کې ور ولوېده. سوچ! څه ډول سوچ ،راته ووایه ،چې زه هم پرې پوه شم.هو ،ښه اسانه سوچ دی ،یو پالن یې وبوله ،خو عملي کول یې په تا دي ،څنګه ورته چمتو یې؟ په ما! هو ولې نه ته خو یې ووایه؟خالده نور باید ددې وچې غوا نه ځان خالص کړو ،زموږ په درد نه خوري هسې نه چې کومهورځ مو وشرموي ،د دې شرم مخه باید ونیسو ،سبا به یې له نورو نورو سره اړیکې نیولي وي، دا دي درې ځله ستا له راتګ سره سم ستا د خور کور ته شپو ته الړه ،حامد ته یې پښې ټینګې کړې وې ،چې یا به مې وړي او یا له کوره تښتم ،حامد خوارکی به له مجبوریته ورسره تللو ،ته یې دومره بد راتلې چې له راتلو سره به یې دې ټول کور پرېښود ،تېر ځل مې چې ستا د راتلو نه ورته ویلي؛ نو څنګه ناڅاپي دې ګېر کړه ... خالد وخندل. او ما هم د اسمان ستوري پرې وشمارل. د دواړو خندا ګانې اوچتې شوې. هو هسې خو زمری یې ،خو زما نوی پالن دا دی ،چې باید رویه ورسره نرمه کړو ،د ښه چلند پهجال کې یې د ماهي غوندې را ګېر کړو ،هو خو و ،چې نه بېرته یې باید اوبو ته ولېږو. خالد بیا لږ جدي شو. ـ اوبو ته؟ نوریې وخندل. هو ،د پسرلي موسم دی ،کونړی خو په دې دوو دریو میاشتو کې ښه مست او ژبغړاند وي،پرېږده چې د خپلو نیکونو وطن ته یې ښه په غر غړو ورسوی. 56 هرڅه چې ته وایې زما هغسې خوښه ده ،داسې یو کار به کوو چې موږ هم په کې بدنام نه شو،هغه د مشرانو خبره «چې نه سیخ وسوځي او نه کباب» خو زما ډېره سودا تر هغې وړاندې ،دې بلې ښاپېرۍ ته ده ،نور نو الس په کار شه ،ما دومره پیسې له یو خوا بل خوا وهلي ،چې د هغې د مورغوښتنې پرې پوره کړی شې ،زه وایم چې راتلونکې اونۍ باید زېری را باندې وشي ،پرېږده چې دې مردارې ته خپل ځای معلوم شي ... نوریه هم خوشحاله شوه. ـ خالد جانه ډاډه اوسه ! داسې وګڼه چې دا کار وشو ،اخر ما غوندې وریندار لرې ،هغه څه به کېږي چې ته یې غواړې ،په سلما مې زور رسېږي ،خیر دی که کاکا مې د بنې او نورې مسئلې یادولې؛ نو له پالن نه به یې خبر کړم ،چې له بنې دې کومه وېره نه لري ،د هغې پاڼه هسې هم زېړه ده ،داسې دې وګڼي چې موږ په کور کې یوه مزدوره لرو چې الس به یې پرې سپک وي ،خو ګوره چې د وریندارې شیرینی به دې ښه ډبله وي ،بله دا چې واده به دې هم په میاشت کې دننه دننه تر سره کېږي او زیات وخت به یې نه پرېږدو. خالد په داسې انداز چې اندیښنه په کې برېښېده ؛ بیا وپوښتل. ماویل خلک به څه وايي چې ولې یې بله وکړه ،دا خو ام ځواب غواړي!؟ ګوره خالده ! ته چې دا بله اونۍ راشې ،ټول پالنونه به سره وسنجوو ،ما ته د هر څه الرهمعلومه ده ،خو چې لنډ سره کښېنو؛ نو تر ټولو ښه الره به ورته پیدا کړو ،د هغې چاره په ما ده او پوهېږم چې د داسې نجونو لپاره سزا څه وي؟ د پروین له څه ها خوا دېخوا غیبتونو وروسته د خالد اړیکه پرې شوه او نوریې هم بېرته د کوټې تړلی ور خالص کړ ،بلې کوټې ته د خپلو ماشومانو خواته ور روانه شوه. خالد د سلما هوا اخیستی و او تل به په یوه رنګینه خیالي نړۍ کې ډوب و .سرتېري ملګري یې هم پرې پوهېدل چې څه تغیرات په کې راغلي دي ،په خوبونو کې به یې هم پروین ته سپکې سپورې ویلې ،کله کله به په خوب کې راویښ شو ،السونه به یې په هوا کې خالص پاتې شول او پروین به یې له مرۍ نه وه نیولې ،تل ورسره همدا سوچ و چې ژوند ته به یې د سلما په راتګ سره 57 هر څه بدل شي او د ژوند نه به خوند واخلي ،سلما به دومره ښکلې نه وه ،زړه یې هم دومره کلک ورباندې نه و بایللی ،خو د وریندارې صفتونو یې ورسره مینه زیاته کړې وه او پرې مین و. هغه تر ډېره د خپلې وریندارې په خوله او صفتونو ،ورسره په خیال کې یوه پټه او خوږه مینه روزله .همغه و چې کله یې د خپلې کوژدې خبر واورېد؛ نو په ګډا شو ،خوښیو په سر واخیست او له اجازې نه لرلو سره سره یې په الره ډزې وکړې ،ټول ملګري عسکر یې ورخطا او ودرېدل ،خو چې خبر شول بیا هغوی هم دغه خوښي ورسره بدرګه کړه .بېګا ته یې په خپل هستوګنځي کې ښه محفل جوړ کړ ،خپل پېژندوی ټول سرتېري یې را وغوښتل او تر نیمو شپو ویښ و ،ده خپلو ملګرو ته د دویم واده د علت په اړه همدا ویل ،چې مخکینۍ ښځه یې لېونۍ ده ،اعصاب یې دالسه ورکړي ،اوالد یې نه کېږي ،خو د اوالد خبره به یې چې کله کله دوی ته یادوله؛ نو خپله به هم په خبره کې یو څه ټکنی شو .یوه اونۍ وروسته یې له ملګرو سره مخه ښه وکړه اوله لوګر والیت نه په شخصي جامو کې دجالل اباد په نیت مخ په کابل را روان شو . دا ځل سفر ورته یو څه زړه وړونکی او ښکلی و ،له کابله یې ګڼې تحفې له ځان سره راوړې وې چې ډېرې یې د وریندارې لپاره وې .کور ته چې راورسېد؛ نو فضا بیخي بل ډول وه ،د نوریې ټول خپل خپلوان او خویندې راغلې وې ،سندرې او میلې یې جوړې کړې وې ،خو پروین یې تر سترګو نه شوه ،ټولو ښکلولو یو ساعت وروسته یې د پروین پوښتنه وکړه ،وریندارې یې په خندا ځواب ورکړ ،چې په اشپزخانه کې ده ،اوس چې د بنې غږ پرې وشو عقل یې سرته راغلي ،سمه کاریګره او انسانه ترې جوړه شوې او وروسته چې دی بهر ته ووتلو؛ نو په پروین یې پام شو چې په اشپزخانه کې دغوړو لوښو په وینځلو بوخته وه ،د ده په لیدو یې زره په غاړه پړوونی سم کړ او را اوچته شوه ،خالد ته مخامخ ودرېده ،د ستړي مه شي لپاره یې الس ور اوږد کړ ،خو خالد ورته بد بد وکتل. دا ناولی الس دې ماته مه راکوه! له دې پرته هم راته ویالی شې .... غلی و بیا یې مخامخ ورته وکتل. خیر یوسې جوړ روغ یم او وروسته له دې به له خیره ښه جوړ روغ شم .... 58 پروین الس راټول کړ ،په سترګو کې یې اوښکې وګرځېدې او بېرته په کار لګیا شوه .خالد هم یوه شېبه تم شو ،له کوټې د ښځو د خنداګانو غږونه راتلل ،اوس به ډېر وخت پروین ته اجازه نه وه چې د سیما دوی له څاه اوبه راوړي ،هغه خپل اوالدونه دې کار ته اچولي وو ،په بدل کې یې د کور کارونه یو په بل پسې پروین ته رامخکې کول او هغې به هم پرته له دې چې څه شکایت وکړي تر سره کول. یو ،دوه ځله خپله سیما د دوی کور ته پېښه راوکړه او په اشپزخانه کې یې له پروین سره وکتل ،دوی خپلې خصوصي خبرې نه شوای کوالی ،خو په زړونو کې یې یو بل حس کول او یو د بل فریادونه یې اورېدل ،همدا دوه ځلې ،چې سیما د دوی له کوره تلله نو پروین به د ماشومې غوندې پسې نښتې وه او زړه به یې له غریوه ډک و .اوس نو د خالد ټولو خورګانو له هغې سره د نوریې غوندې چلند کاوه ،دې ته به یې ناوړې او بل ډول خبرې کولې ،خو دا نه پوهېده ،چې فطرت ورسره کومه دښمني پالې او دا د کومې کړې ګناه پور پرې کوي؟ دا هغه پوښتنې وې چې دزدې د معصومیت په قاموس کې ورته ال هم چا مانا نه وه لیکلې .د همدې میاشتې په جریان کې د خالد نوی واده په پوره شور او ګډاګانو ترسره شو ،ځینې که په کې له مستیو او ګډاګانو له پښو او السونو غورځېدلې وو ،خو پروین له هغو ښځو وه چې له ډېر کار ،بې خوبۍ او ستړیا به ورباندې ضعف راته خو زړه ته یې د صبر قلف اچولی و او په خوله یې د زغم او حوصلې مهر د پخوا غوندې همغسې لګېدلی و. د سلما او خالد کوټه په رنګونو او زرورقونو ښکلې وه او ور سره د پروین بستره د بهرني دهلېز یوه کونج ته راووته ،دا به په اشپزخانه کې تر هغو ویښه ناسته وه ،چې دوی به ټول ویده شول؛ نو بیا به ځای ته الړه ،کله کله خو به یې په اشپزخانه کې ځان ته ځای اچولی و ،څلورمه او پنځمه ورځ د پروین په وړاندې د نوریې غوندې یوه بله نرۍ ،تور رنګه او وچه نجلۍ را پیدا شوه ،چې پوډرو او سرخیو یې په په مخ دموقتي ښکال زیاتونه کوله ،دا سلما وه چې د نوریې پالنونه یې په ډېر ښه ډول عملي کوالی شول او له پروین سره یې ټولې خبرې له ریشخند او پېغور نه ډکې وې ،وخت ناوخت به د سیما دوی کور ته په اوبو پسې له ژړا سرې سترګې تله راتله. سلما دا توره هم وکړه ،چې د دې د خوړو او ژوند ژواک ځینې لوښي یې ورته بېل او معلوم کړل ،خو پروین اوس په اوبو کې ډوبه وه ،په اوبو کې هغې ته یوې لوېشتي او یو متر یوه مانا 59 درلوده ،همدا چلند نږدې تر یوې میاشتې پورې روان و ،خو یوه شپه د خالد او نوریې دوه په دوه ناستې نه وروسته ژور بدلون په کې راغی ،وضعیت بل ډول شو ،د یوه نوي رنګین جال لومې په غوړېدو وې. پروین یې هېڅ تمه نه درلوده ،دې ته دغه حالت حیرانوونکی و چې څنګه یو په یو د خالد او د هغې د وریندارې په چلند کې بدلون راغی؟ له مودو وروسته یې د هغوی له خولې نه خپل نوم واورېد ،پروین دغه خبره سیما ته هم وکړه ،خو هغه هم نه پوهېده چې د دې بدلون مانا څه ده، ولې هغوی بېرته دومره خواږه شول؟ خالد به درې ورځې پرلپسې ورته تحفې راوړلې ،څو ځله یې ورته د پروینو نوم هم واخیست ،خو هغسې د پخوا غوندې مینه ناک خوږلت په کې نه و لکه یو وخت به یې چې ورته ویل ،خو په سلما کې بیا هېڅ بدلون نه حس کېده ،هغه اوس د دې بنه وه او بنه په پښتني طبعیت کې هېڅکله د جوړښت ،یو ځای او په یوه کور کې داوسېدو قانون نه مني. سیما نږدې درې ورځې بیا هم پرلپسې هغه ونه لیده ،دا پوهېده او زیاته اندیښنه یې هم نه لرله ځکه دا اوس د نوریې له خوا نه منعه شوې وه ،یو سهار وختي چې پروین د دوی په انګړ کې دڅاه په غاړه ښکاره شوه ،دې په کوټه کې کړکۍ ته نږدې د قران شریف تالوت کاوه ،زر یې لنډه دعا وکړه او په منډه بهر ته ور ووته ،په ګلیمن انداز یې غږ پرې وکړ. د کبرجن لورې! اوس نو چې راځې ما ته احوال هم نه راکوې ،پخوا به زما خوا ته راتلې او اوس نېغه په څاه ور روانه یې ،دا .... پروین وخندل. نه سیما خورې! خدای دې نه کړي ،په یاد مې وې ،زه خو اصال اوبو ته نه ستا د دې ښکلو سترګو لیدلو ته ورخطا وم ،څلور ،پنځه ورځې مې نه یې لیدلې ،اوس خو دې په ځان روږدې کړې یم او هېرېدل دې دومره اسانه نه دی ،ما ویل یو ځل به لوښي له اوبو ډک کړم او بیا به ستا د ښکلو سترګو لیدو ته درشم ،هسې هم سهار وختي دی او کور کې مو څاڅکی اوبه نه وي ،هو ما غوښتل یوه مهمه خبره هم درته وکړم. 60 سیما یو څه ورخطا شوه ،خو په ورخطایۍ کې یې لېوالتیا زیاته وه ،نن یې له ورځو وروسته ،هغه خوښه او خوشحاله لیدله ،نه پوهېده ،چې څه علت به وي ،د هغې له غاړې یې الس را لرې کړ. مهمه! څه خبره ده ،چې تر اوسه زه خبره هم نه وم؟ پروین وخندل. هو خورې! ما غوښتل دا درته ووایم .چې له سختو عذابونو وروسته دا درې ورځې د هغوی چلند راسره بدل شوی ،ډوډۍ ته مې هم له ځان سره کښېنوي او چې سلما هم سترګې راباندې را برګې کړي؛ نو هغه یې منعه کوي او ... سیما یې په خبره کې ور ولوېده څوک یې منعه کوي؟ خالد خالد؟ هو ،دواړه یو ډول دي ،وریندار مې هم نازوي ،اوس چې کار کوم سر ته مې والړه وي ،د کارونو الرښوونه راته کوي ،تېره ورځ یې ورور حامد هم راته وویل چې جامې یوازې مه وینځه له نوریې هم مرسته غواړه. سیما ال په تعجب کې شوه. ریښتیا دا څه وايې خورجانې! ولې دومره بدلون ،علت یې څه دی؟ پروین سر وخوځولو. نه پوهېږم ،یوه بله مهمه خبره ،پوهېږې خالد زما په وړاندې دوه درې ځله سلما ته لږ غوسه شو، چې د دې کالی بې ځایه مه غورځوه ،دا هم په دې کور کې حق لري. سیما ورته مخامخ ودرېده. 61 مهمه خبره ،هغه څنګه؟ پروین له مودو وروسته وخندل. هو ،مهمه به وی یا نه ،زه یې تمه هم نه لرم ،ما ته وايي ،چې سبا نه بله ورځ د هغه د خور کورته ځو ،مېلمستیا یې راته کړې .وايي چې د کامې د شنو فصلونو او سیند ننداره در باندې کوم، بس همدا مهمه خبره ده. سیما له اندیښنې او خوښۍ په ډک انداز وپوښتل. بل څوک ځي؟ سلما ته یې هم ټینګار کړی ،خو هغه نه ځي ،وايي چې دوه په دوه ځو ... دوه په دوه ،یاني ته او خالد؟ هو سیما یوه څنګ ته اندیښمنه کښېناسته . پروینو! زه نه پوهېږم ،چې په خالد کې ولې داسې بدلون راغلی ،ریښتیا له سلما سره یې اړیکې څنګه دي؟ پروین سوړ اوسېلی وکړ. خورې! د هغې پوښتنه مه کوه ،دا دي له یوې میاشتې زیات وخت تېر شو ،چې بېرته خپلې دندې ته نه دی تللی ،له همدې نه یې معلومه کړه ،یوه شېبه هم د هغې له کوټې نه بهر نه وځي او زه هره شېبه ورته چایونه او نور څه چې دوی یې وغواړي ؛ ورته تیار وم یې خو د نوریې کړه وړه ورسره لږ لږ بدل شوي ،وايي چې دا څنګه ناوې ده ،چې زما اوالدونه پرې ګران نه دي او خدمت یې نه کوي ،خو دوی چې هر څنګه سره بد شي بیا هم زما غوندې نه کېږی ،سلما د دې د کاکا لور ده ،وینه یې ورسره شریکه ده ،د خپل کاکا له وېرې هم شاید څه ورته ونه وايي. سیما هم سر دتائید په دود وخوځولو. 62 هو خورې! ته خپله هوښیاره نجلۍ یې ،خو ته وېره او اندیښنه مه لره ،شاید په اړه دې د یوې بې وسه خورجانې او ملګرې دعاګانې قبولې شوي وي ،تېره ورځ مې له رڼا سره په مبایل خبرې کولې په بار بار یې ستا پوښتنه کوله ویل یې چې تل مې په سترګو کې ده او یو ځل لیدل مې یې ارمان دي او کاش چې ستا شمېره وی ،خبرې به دې ورسره کړې وی. . پروین زر زر خپلې خبرې خالصې کړې ،ویل یې چې کور کې مو اوبه نشته او نوریه راته غوسه کېږي ،خو سیما یې السونه کلک نیولی وو ،ټوکې یې ورسره کولې ،کله به یې ویل ،چې په یو چا بېرته ګرانه شوې ،کله به یې ویل چې ښکلې شوې یې او په بار بار به یې ښکلوله چې له له مودو وروسته به د خپل ګران سره په چکر الړه شي .په همداسې یوه ټوکه یې ورته وویل: پروینو! زه خو وایم چې د چکر په بانه دې په چا خرڅه نه کړي ،هسې هم زما ښاپېرۍ یې، غټې سترګې او حسن دې له پردو وتی ،دوجود ښکال دې په جامو او چادریو کې نه پټېږي ....او بیا بېرته جدي شوه. خو ګوره زه په یوه شرط اجازه درکوم او منې به یې! پروین حیرانه شوه. د څه شرط سیما خورجانې! زه خو ستا خبرې بې شرطه هم منم؟ سیما وخندل. اسانه دی ،چې ځې نو هغه نارنجي کمیس به دې اغوندې ،پرېږده چې دا خلک هم لږ ... پروین وخندل. ځه ...اوس څه د پالر کور ته ،خو مې نه ځم ،زه خو ... سیما یې په خبره کې ور ولوېده یاني چې نه یې منې؟ پروین جدي شوه. 63 وای! دومره زر خپه شوې ؟ ولې نه ،وایم چې سر له اوسه به یې واغوندم،زما هم نارنجي رنګ خوښ دی ،دا نو څه خبره ده ؟ سیما خوشحاله شوه او پروین یې څو ځله په بې صبرۍ ښکل کړه ،خو پروین له ډک لوښي څو لپې اوبه ور وشیندلې ،ښکنځل څه چې څه یې په خوله راتلل ورته ویې ویل ،بیخي د ماشومانو غوندې لګیا وه ،خو سیما یې له ځورولو خوند اخیست او د هغه په وچو شونډو له غوړېدلې خندا او موسکا سره به تازه شوه. دواړو په یخو اوبو د ماشومانو غوندې ځانونه المده کړل ،خو اخر یې ترې اجازه واخیسته او دا هم د کور تر لویې دروازې ورسره جوخت روانه وه ،په کوڅه کې یې ښکته پورته وکتل ،څوک نه معلومېدل او بیا یې په پروین پسې تر هغه کتل چې وړاندې خپل کور ته ننوته ،هېڅ نه پوهېده، چې نن سهار څنګه بل ډول ښکاري ،ولې یې په پروین پسې زړه ختلی ،ولې داسې بې واره په هغې پسې څړیکې وهي؟ بېرته را وګرځېده او خپلې کوټې ته الړه. ◊◊◊◊◊ ننګرهار خو هر وخت ښکلی وي ،د طبعیت خالق په دغه خاوره ډېر څه لورولي ،شاعران ورته همېشه بهار وايي ،سندرغاړي یې د مینې او ښکال ټاټوبی او لیکواالن او عالمان ورته د علم او ادب زانګو وايي ،د کال څلور فصله پرې د پسرلي مینه ماتېدالی شي ،خو پسرلی بیا بېله ښکال او کیسې لري. په دغه موسم کې د هېواد له لرې لرې والیتونو او پالزمینې کابل نه هم ګڼ خلک د مېلو او چکرونو لپاره دغه ښار ته ځي ،له پارکونو ،هوټلونو ،سیند غاړو او دښتو یې خوند اخلي، سولې ،امن او د خلکو پراخ نظرۍ یې ښکال ال زیاته کړې ،د نورو خلکو لپاره به دا هرڅه په زړه پورې او ښکلي برېښېدل ،خو پروین ترې یوه زره هم خوند نه اخیسته. د هغه په زړه کې هم د تېر له درده ډک ژوند دردونکي یادونه او اندیښنې د مخامخ سیند داوبو غوندې روانې وې ،د کونړ سیند څپو شور ډېرو لیرې زمانو ته وړې وه ،د هغه په تېر اتلس کلن ژوند کې دا لومړی پسرلی و ،چې په یوه ازاد طبعت کې یې د اسمان ننداره کوله ،کونړ سیند په څپو و او له خړو اوبو یې ګردونه اوچتېدل. 64 د سیند په څنډه یې د ماشومې غوندې کرښې راښکلې ،یوه بله زوروره څپه به راغله او هرڅه به یې وران کړل ،اوبه یخې وې ،خو لمر د غرمې سره سره ښه لګېده ،دپسرلي په لومړۍ او دویمه میاشت کې هم دپسرلي لمر ډېر کم له ورېځو سر را ښکاره کوي خو ددې سره سره زیات ښکلی وي . د سیند په ښکته څنډو کې ماشومانو په کمو اوبو کې المبل ،یوې زوروې څپې یې ذهن بل خوا واړولو ،ځای په ځای ودرېده ،د وجود شخي یې ویسته ،شاته یې وکتل ،خالد ال همغه د ځنګل په څنډه کې والړ و ،له چا سره یې په مبایل خبرې کولې او هوا ته یې السونه غورځول ،لږ شا ته کښېناسته ،په زړه یې د اندیښنو بوج و ،خالد ورته ویلي و ،چې دلته به یوه شېبه سیل وکړي او بیا به یې د خور کور ته ځي ،څنګ ته یې په یوه پالستیکي کڅوړه کې مالټې او کیلې اېښې وې. یوه مالټه یې را واخیسته ،غوښتل ویې خوري ،خو بېرته یې د سیند څپو ته ګوزار کړه ،په څپو کې ډوبه شوه او د خالد خواته یې وکتل ،هغه هم خبرې خالصې کړې وې د ده خواته را روان و .له را رسېدو سره یې په دې غږ کړ. پروینو! لکه چې زړه دې تنګ شو؟ پروین د زړه له پاسه ځواب ورکړ نه ولې تنګه شمه ،ما ویل خورجانه به دې انتظار وي ،چې ناوخته نه کړو ... خالد وخندل. نه ...نه ...لېونۍ ولې به ناوخته کېږي ،لکه چې دا ځای دې خوښ نه شو؟ پروین خالد ته مخامخ وکتل زه اوس له خوښې او ناخوښې وتلی یم ،هسې دې نن هم ځان تکلیف کړی ،زه له تا نه اوس هېڅ ګیله نه لرم ،زه خو یوه مرداره یم ،ته ولې ماته دومره ارزښت راکوې ،تا به تېر وختونه هېر کړي وي ،خو زما له زړه نه چېرته .... 65 خالد یې په خبره کې ور ولوېده ته له ځانه راته شاعره صاحبه مه جوړوه ،زه چې څه کړم ،په خپل کار ډېر ښه پوهېږم ،زه ستا ښځه نه یم ستا .... خبره یې بشپړه نه کړه ،وړاندې په پله خلک تلل راتلل خو په شنو پټیو کې څوک نه ښکارېدل ،د سیند څپې په کمرونو لګېدلې او څو متره وړاندې د سیند په څنډه کې ماشومانو او تنکیو ځوانانو لوبې کولې ،په سوچونو کې ډوب شو خو پروین ور وړاندې شوه. نه ،زما نه ته دې سلما خاوند یې ،خو خدای (ج ) به د دې جزا درکړي ،ما له تا سره مینه کړې ،د مینې اوږد سفر مو وکړ ،خو تا زه مرداره وګڼلم ،د شنډې او نور ....پیغورونه مو راکړل ...تر ننه زه پوه نه شوم ،چې اخر ولې زما سره ....ولې اخر ....ولې ...؟؟؟ خالد له کبره ډکه خندا وکړه. هو ته دا خبرې پرېږده دا ژوند دی ،خدای تاال ( تعالی ) یوه نارینه ته د څلورو ښځو اجازه ورکړې ،زه اوس تا سره مینې ته راغلی یم ،چې فکر دې په بله شي ،ما دلیل یا هغه دغه ته نه یې راوستې ،ته وګوره څنګه ښکلې فضا ده ،شنه غرونه او ځنګلونه وګوره څنګه ښکلي نه دي؟ د دې په ځای خو دې باید له ما نه ... پروین سر را اوچت کړ. هو بېشکه ورکړې یې ده ،خو دا اجازه یې نه ده ورکړې چې له یوې نه حیوانه جوړه کړي ،په لمن یې داغ ولګوي ،زه په خدای قسم خورم چې زه هغسې نه یم لکه چې ..... د خالد تندی تریو شو. بس کړه ،ژبورې ،څوک به دې پوښتنه وکړي ،خو همدا زه وم ،چې ومې ژغورلې ،زه د هېچا په خبرو هم نه تېروځم ،زه یو عسکر یم ،چې څوک یو غلط قدم هم واخلي؛ نو پېژنم یې پوه شوې؟ بیا یې پروین شاته له وېښتو ونیوله ،پوه شوې که .... پروین یې الس په ټول زور لرې کړ. 66 پرې مې ږده ،نه ګورې؟ په الرو خلک ځي راځي ،دا د دې ځای نه دی ،چې زما سره بدماشي وکړې ،د یوې معصومې ښځې او مغرور بولهوس نارینه زور هېڅکله سره برابر نه دی او .... خالد له قهره تور او شین شو ،په وچ مخ کې یې ګونځې وغځېدې ،پروین یې له ستوني ونیوه. واه! واه! اوس ماته بولهوس وایې ،ته معصومه نه یوه مرداره ډمه یې ،زه بې پروا نه یم، وریندارې مې راته ستا شېبه په شېبه معلومات راکړي ،ته څه فکر کوې ،چې ما دلته د چکر لپاره راوستې ،د مېلمستیا په څېر درته زهر ډېر ښه دي ...مردارې ... خندا یې د فلمي بدماشانو غوندې نوره هم اوچته شوه. د سپي لورې! نن به په همدې کړنو جزا ګورې ،نن به د خپلو کړو ګناهونو بدله وویني،دا دژوند وروستۍ ورځ ده ،خالد څه بې غیرته نه دی او نه دومره ویده دی،چې ډمې ته داسې قدر ورکړي. پروین په ټول زور هڅه کوله ،چې ځان دهغه له منګولو خالص کړي ،خو اوس یې هېڅ نه شوای کوالی. د خالد په مټو کې کلکه بنده وه ،سر ورباندې وګرځېده ،د سیند څپې ورته رنګینې او رانږدې شوې ،دې ته یې غېږ خالصه کړه ،غوښتل یې په زوره چیغې ووهې ،خالد ته زیات څه ووایي ،خو غږ یې بند و او هغه یې په خوله کلک السونه ور اېښي و ،یوازې منګولې یې ور اچولې خو څه زور په کې نه و. خالد ساه ونیوله ،الندینۍ شونډه یې تر پاسنیو غاښونو الندې کړه او په ټول زور یې د سیند څپو ته ورګوزار کړه ،شېبه پس یوې نجلۍ د سیند څنډو ته نږدې څپو کې السونه وهل ،نارنجي کمیس یې د اوبو په سر ښکارېده او ډوبېده. نارې یې وهلې ،خالد شا اوخوا وکتل ،د سیند په غاړه یې ورسره منډې کړې ،خو سترګې یې د سرک په لور نیولې وې ،له څنډو سره یې فاصله زیاتېده او سرک ته نږدې کېده ،وړاندې د سیند په غاړه هلکانو او ځوانانو ،د سیند په څپو کې د پروین په لیدو شور ماشور جوړ کړ ،د خړو څپو له پاسه یې نارنجي جامې له لرې نه ښکارېدې ،په سړک د یوه ډله والړو خلکو په خالد 67 پام شو ،چې ورخطا او ستړی د سیند له غاړې ور روان دی ،ورته را وګرځېدل ،خالد بېرته شاته وکتل ،د سیند په غاړه والړو هلکانو یو په بل پسې د پروین د را نیولو لپاره سیند ته ځانونه اچول او اوس د سیند څپو یو څه څنډې ته راوړې وه .له ده نه هم وار پار خطا شو ،خو زر یې خپل تصمیم بدل کړ په چیغو سر شو. هلئ وروڼو! ...هلئ ښځه مې اوبو یوړه ...مرسته وکړئ ...مرسته ...مرسته ....هلئ ... او له دې سره د هلکانو په خوا په منډه شو ،خلک هم ورپسې راورسېدل ،دی په چیغو او فریادو سر شو ،ټولو ته یې ویل چې ښځه یې ده ،مېلې او چکر ته ورسره راغلی و ،کله چې ها خوا الړه؛ نو مېرمن یې سیند ته ورګډه شوې او اوبو اخیستې .تر ټولو مخکې یې بیا هم سیند ته ځان له جامو ور ګوزار کړ ،پروین اوس د سیند څنډې ته راغلې وه او په خپلو پښو درېدی شوه، هلکان یې یو خوا بل خوا کړل ،د دوی له مینځه یې په غېږ کې را اوچته کړه ،پوه شو چې د ډرامې لوری یې بدل کړی او د خلکو خواخوږي څرګندوي چې پالن یې کار ورکړ ،یو چا هم الس نه شو ور وړالی ،والړو خلکو له ځان سره پس پسی کاوه ،په نارنجي کمیس کې د پروین دوجود غړي ښکارېدل ،ټولو به له شرمه ترې بېرته سترګې اړولې .له ځایه به روان شول ،خو ځینې هلکان الهم والړ وو او د پروین ننداره یې کوله .په خالد یې له ځان سره بد رد ویل ،بې غیرته او بې پروا یې ګڼلو ،خو پروین ال همغسې د دوی په وړاندې پرلپسې سلګۍ وهلې او خړې اوبه یې ګرځولې ،ده هم په سر خاورې بادولې مصنوعي ویر او فریاد یې کاوه . خپل واسکټ یې د هغې تر سر الندې کړ او په مخ یې ورته خپل څادر هوار کړ ،د پله په سر د پولیسو له پوستې یې هم وېره کېده ،غړي یې لړزېدل ،خو خلکو داسې احساسوله چې خپلې مېرمنې ته ورخطا دی ،هغوی اوس د ده په خبره باور کړی و ،خواخوږي یې ورسره څرګندوله، دوی ټولو په زړه کې د شګو له پاسه د پرتې لمدې خیشتې نجلۍ د وجود د غړو ښکال ستایله، خو یو هم له اصلي پالن نه و خبر. یوازې خالد پوهېده چې نښه یې خطا تللې او پروین ورو ورو په ښه کېدو ده ،هغه تر نیم ساعت پورې پرلپسې اوبه ګرځولې او وروسته په ځای کې را کښېناسته.ده هم مبایل غوږ ته نیولی و او دخلکو دتېر ایستلو لپاره یې له ځان سره خبرې کولې او داسې یې ښوده چې له یو چا 68 نه مرسته غواړي چې ځان ورته را ورسوي .اوس څوک نه وو .یوازې وړاندې څو والړ هلکان ښکارېدل چې د دوی ننداره یې کوله. پروین په دواړو السونو خپل سر نیولی و ،ده پرلپسې کېکاږله ،سینې او السونو ته یې زور ورکاوه سترګې یې سرې وې او په لمدو جامو کې یې د وجود غړي رسا ښکارېدل .خو د خالد ډېر پام د پروین په ځای شا وخوا ته و ،لرې او نږدې الرویان یې څارل او بیا به یې په ګڼ ځنګل کې سترګې خښې کړې! په همدې کې پوره یو ساعت تېر شو او پروین لږ ،لږ په خبرو راغله ،خالد ته یې وکتل په ژړا کې یې ورته وویل: خالده! هېڅ ګیله درنه نه لرم ،چا چې بېرته را ایستلې یم ،ډېر بد یې کړي ،یوازې ما سره نه ،له تا سره یې هم کړي ،ستا ارمان یې نیمګړی کړ ،ته زما د وژلو هڅه مه کوه ،زه اوس په ژوندیو کې نه یم حساب ،په ما کې د ژوندیو پاتې څه دي چې ته راسره پتنګ یې !...؟ زه خو هلته یو چا په غېږ کې نیولې وم ،ولې مو بېرته ترې را واخیستم ! ...؟ بیا یې له ځان سره د لېونۍ غوندې وخندل او اسمان ته یې وکتل هاهاهاها ....هغه ماته الس راکړ ...راته خندل یې ! .... خالد شا اوخوا نظر وځغلولو او بیا دې ته ورنږدې شو. مردارې! دا هیله به دې هم پوره شي ،ته د پیشو لور لکه چې اوه ساګانې لرې ،جامې دې وچې دي نوره پاڅه چې کور ته ځو ،هله چې هسې هم خلکو لیدلي یو ....هله ...هله خو پروین انکار وکړ. چېرته پاڅم؟ همدلته ځان رانه بېغمه کړه ،هسې هم زه په دې نړۍ کې څوک نه لرم ،زه نه کور کلی لرم او نه هم مور پالر .همدا سیند زما لپاره هم ګور دی هم کفن ،زارۍ درته کوم ،هیله درنه کوم ...ما پرېږده ... خالد بیا له کبر او قهر نه په ډکه لهجه وخندل. 69 نه نه د سیند اوبه خو پاکې دي ولې یې ستا په جسد ناولې کړم؟ بس دي چې مخکې مې هم اشتباه وکړه ،هېڅ نه در باندې کړم ته راځه راپسې هله .... بیا یې لستوڼی او لمنه ورباندې ښکته کړل،غاړه یې ورپټه کړه ،له السه یې ونیوله ،دواړه اوچت شول ،مخامخ د لوخو او خود سره ونو د والړ شنه ځنګل په لور روان شول ،پروین لکه چې ګوډه وي ،دده الس یې نیولی و او نګوښېده پروین په شمېرلو الفاظو ترې وپوښتل چېرته مې بیا یې الره خو دا نه ده؟ خالد یې الس ته زور ورکړ. ماپسې راځه ،ته د سپي لور نور له الرو او مزلونو لوېدلې یې ،په دغه مخامخ وړوکي ځنګل کې الره وتلې ،بېرته ښار ته ځو ،کور ته دې بیایم ،په سړک خلک دي ،راپورې وبه خاندي. بیا یې له ځان سره وخندل. زه ...زه ...خالد خان به د چا د خندا څه پروا ولري. ودې خاندي ټول دې وخاندي ،دا ونې ،بوټي او ځنګل دې ټول وخاندي ...ته هم کوالی شې وخاندې ،د همدې سره یې تګ ګړندی کړ ،پروین یې هم له ځان سره په زور روانه کړې وه ،د غرمې لمر هم ګرم لګېده ،شېبه وروسته په پټیو د لوخو او ځنګلي لښتو ګڼې برخې ته ننوتل، خالد ځای په ځای ودرېده شا او خوا یې وکتل ،غرمه وه ،مرغان هم غلي و او د سهار غوندې شور ماشور یې نه کاوه ،خالد مخامخ وکتل د ونو له څانګو یې موټرونه لیدل چې په پاخه سړک همغسې د غشو په څېر په شور روان وو. پروین ورته مخ را واړولو ،سترګې یې ورسره مخامخ شوې ،خو خالد بیا وخندل. مردارې! مخامخ راته مه ګوره ،نور دې په سترګو کې هغه معصومیت راته نه ښکاري ... په خندا شو. 70 سر نه ترپښو یې په ځير سره ورته وکتل ،پام یې شو چې پروین پښله یبله روانه ده له یوې پښې یې وینې رواني دي او ګوتې یې په خاورو او رېګونو لړلې. د سمال یې له سره تاوو کړ او بیا یې ګنډې ته الس کړ اوږده پوځي برچه یې راویسته، پروین د پښې له ګوتې نه داغزي ویستولو ته ښکته شوه ،خو خالد له ورخطایۍ نه دسترګو په رپ کې خپل کار کړی و ،دغه نوی پالن یې چې څومره زر ذهن ته راغلی و؛ نو هغومره په بېړه او مهارت یې عملي هم کړ ،له پنځم ګوزار سره یې چاړه ډېره په سختۍ دهغې له سینې را بهر کړه ،ده خپلې سترګې پټې کړې ،دهغه په نارنجي جامو سره رنګ ځال وکړه خو د پروین سترګې د اسمان په لور غړېدلې پاتې شوې ،په هوا کې ازادو پسرلنیو مرغانو دورې وهلې او خالد د مخامخ سړک په لور ګامونه ګړندي کړل . ◊◊◊◊◊ سیما په خپله کوټه کې پرېشانه او خپه ناسته وه ،تلویزیون روښانه خو غږ یې خاموش و او د نن ورځې د خبرونو تصویرونه په کې اوښتل را اوښتل ،دا پرلپسې پنځمه ورځ وه ،چې دپروین په اړه یې هېڅ معلومات نه وو او درک یې نه لګېده ،تېره ورځ چې ډېره بې صبره شوه ؛ نو د نوریې له اوالدونو یې د اوبو وړلو په وخت کې د هغې پوښتنه وکړه ،خو هغوی یوازې همدا ځواب ورکړ چې پېښور ته تللې له پالرګنۍ سره یې جوړه شوې ،خو د دې زړه تسل نه کاوه ،رنګا رنګ خوبونه به یې لیدل. یوه شپه یې خوب لیده چې په شنه چمن کې ناسته وي ،په همدې کې ورته مخامخ په سرو او ښکلو جامو کې یوه دنګه نجلۍ راشي ،مخ یې پټ وي او دا نه پوهېږي چې څوک ده ؟ خو چې راورسېږي او پلو له مخه لرې کړي؛ د دې پروین وي ،زیاته ښکلې ښکاري خو دا چې د ښکلولو لپاره ورپاڅي؛ نو هغه ورکه شي او د دې السونه په هوا کې وچ او غځېدلي پاتې شي ،تېره شپه یې هم ګډوډ خوبونه لیدلي وو ،خو د یوه په تعبیر هم نه پوهېده ،سوړ اوسېلی یې وکړ ،بالښت ته یې ډډه ووهله ،پښې یې وغځولې او د تلویزیون غږ یې اوچت کړ ،خبرونه خالص و او ویاند د یوې خبرتیا انانس ورکړ ... « د یوې ځوانې نجلۍ مړی چې په چړو وهل شوې او نارنجي جامې یې په تن دي ،څلور ورځې وړاندې د کامې پله ته څېرمه د سیند غاړې په ځنګل کې خلکو موندلې ،خو د تېرو 71 څلورو ورځو راهیسي د پرلپسې اعالناتو سره سره یې بیا هم کوم وارث نه دی پیدا شوی .په همدې سبب نن مازدیګر د دغه ځوانې نجلۍ مړی دوالیت د ښاروالۍ له خوا په فارم هډه کې خاورو ته امانت سپارل شوی .که وارثان یې دغه اعالن اوري؛ نو کوالی .... د سیما له السه د تلویزیون ریموډ پرېوت ،سر ورباندې وګرځېده ،ځای په ځای ودرېده ،خوله یې له ډېرې وېرې او حیرانۍ وازه پاتې شوه .ځوانه نجلۍ ...نارنجي جامې ...مړی ...او زما پرویننننننننن!. دا کلمې یې له ځان سره تکرار کړې ،تلویزیون یې له مېز نه الندې را ګوزار کړ او له سلګو سره په توشکه پړ مخې پرېوته . پای ۰۲۱۰اکتوبر ، ۱۹کابل 72 دلیکوال نور خپاره شوي داستاني اثار : -۱وروستی فصل ( لنډې کیسې ) -۰بې وطنه ( لنډې کیسې ) -۹خاورې او بادونه ( لنډې کیسې ) -۴ښکال ( ناول ) -۵دازادۍ لېونی ( تاریخي ناول) -۶انتقام ( ناول ) -۱مصرۍ پېغله ( ناول ) -۸دژوند لوبه (ناول ـ ژباړه ) -۳شړل شوی لمر ( تاریخي ناول ـ ژباړه ) -۱۲مینه اوسفر ( همدا اثر ) ... 73
0
You can add this document to your study collection(s)
Sign in Available only to authorized usersYou can add this document to your saved list
Sign in Available only to authorized users(For complaints, use another form )