Uploaded by Emal Qasmi

fida second raport

advertisement
‫دریم فصل‬
‫عمومي معلومات‬
‫د لوړو زده کړو مؤسسات نظر د هغوی د زده کړو او فعاليت ډول ته مختلف ډولونه لري؛ چې د کالېج‪،‬‬
‫انسټيټيوټ او پوهنتون څخه عبارت دي‪ .‬پوهنتون یوه التيني کليمه ده چې معنی یې د پوهو او ماهرو‬
‫اشخاصو اتحادیه ده‪.‬‬
‫پوهنتونونه هغه مواسسات دي چې د تعليم او ټرینينګ مختلفې سطحې وړاندې کوي تر څو مسلکي‬
‫ظرفيتونه د دیپلوم‪ ،‬ډیګري او سرټيپکېټ تر درجې رهبري کړي‪.‬‬
‫پوهنتونونه د لوړو زده کړو هغه مؤسسات دي‪ ،‬چې د سرټيفيکيټ‪ ،‬ډیپلوم او ډیګري په کچه پکې زده کړې‬
‫ترسره کيږي‪ .‬پوهنتونونه د انسټيټيوټونو او کالېجونو په پرتله پراخ او د مختلفو رشتو اړوند مضامين پکې‬
‫تدریس کيږي‪ .‬پوهنتونونه هم نظر د هغوی امکاناتو او د زده کړو ډول ته مختلف ډولونه لري‪ .‬ځينې په یوه‬
‫مشخصه رشته کې فعاليت کوي ځينې بيا د یوه مسلک اړوند مختلفې رشتې لري او ځينې بيا مختلف‬
‫مسلکونه لري‪ .‬په پوهنتونونو کې مختلفې برخې شاملې وي چې په الندې توګه ترې یادونه کوو‪.‬‬
‫په عموم کې پوهنتونونه یا تعلیمي موسیسات په الندې دریو برخو ویشل شوي دي‪.‬‬
‫‪ :College.1‬په دا ډول سيستم کې مشابه څانګې وجود لري‪ ،‬چې یو ډول خلک پکې روزل کيږي لکه‬
‫ساختماني انجنيري‪ ،‬ميخانيک انجنيري‪ ،‬برق انجنيري او نور‪.‬‬
‫‪ Institute.2‬په دې ډول سيستم کې څو مشابه څانګې وجود لري لکه د زراعت انجنيري‪ ،‬کمپيوټرساینس‬
‫انجنيري او داسې نور‪.‬‬
‫‪ University.3‬په دې ډول پوهنتونونو کې د یو ایالت په کچه خلک روزل کيږي یا هغه ځای چېرته چې‬
‫په لوړه کچه د مختلفو مضامينو تدریس کيږي‪.‬‬
‫او همدارنګه په ‪ UK‬میتود کې د پوهنتون ډولونه په الندې ډول دي‪.‬‬
‫‪ :Oxbridge 3.1.1‬دا هغه پوهنتونونه دي چې د څو خپلواکو یا نيمه خپلواکو کاليجونو څخه جوړ شوي‬
‫وي‪ .‬دا ډول پوهنتونونه د کوچنيو تدریسي مرکزونو په لرلو سره په مشخصه رشته کې فعاليت کوي‪.‬‬
‫‪ :Landon 3.1.2‬دا هغه پوهنتونونه دي چې د څو خپلواکو کاليجونو څخه جوړ شوي وي؛ په دې ډول‬
‫پوهنتونونو کې د مسلک اړوند مختلفېط ریشتې روزل کيږي‪ .‬په دې ډول پوهنتون کې د زده کوونکو لپاره‬
‫مختلفې اسانتياوې وجود لري لکه سپورټي ساحې‪ ،‬د خوراک لپاره ساحه‪ ،‬د سودا اخيستلو لپاره ساحه او‬
‫داسې نور‪.‬‬
‫‪ :Provincial 3.1.3‬دا لوی پوهنتونونه دي چي محتلفې ریشتې او مسلکونه لري دا ډول پوهنتونونه د‬
‫زده کوونکو لپاره د ضرورت وړ اسانتياوي لري‪.‬‬
‫‪ Provincial‬پوهنتون په دوه ډوله طرحه کيږي‬
‫‪ :Integrated and dispersed (1‬په دې ډول طرحه کې ټولې ودانی او اسانتياوې په جدا‪ ،‬جدا ډول‬
‫طرحه کيږي‪.‬‬
‫‪ :Campus (2‬په دې ټول طرحه کې د پوهنتون ټولې ودانی په مشترک ډول په یوه لویه ساحه کې طرحه‬
‫کيږي‪.‬‬
‫‪4‬د کمپاس اجزاوې‬
‫کمپاس په عمومي ډول الندې لویې برخې لري‪.‬‬
‫‪Teaching Block ‬‬
‫‪Residential Block ‬‬
‫‪Administrative Block ‬‬
‫‪Amenities Block ‬‬
‫‪ - :Teaching Block.1‬دا هغه برخه ده چې د تدریس او زده کړې‪ ،‬تحقيق‪ ،‬تجروبو او نورو علمي‬
‫کارونو لپاره جوړیږي چې الندې څلور برخې لري‪.‬‬
‫‪Non Specialized‬‬
‫‪Specialized .I‬‬
‫‪Library .II‬‬
‫‪Staff Office and Research Space .III‬‬
‫‪ -:Non Specialized ‬هغه برخه ده چې د نارمل تدریس لپاره کارول کيږي لکه ټولګي‪ ،‬سيمنار‬
‫کوټه‪ ،‬حصوصي زده کړې او نور‬
‫‪ -:Specialized ‬دا هغه برخه ده چې د خاصو دندو لپاره استعماليږي‪ .‬په دې ساحه کې مختلف‬
‫البراتوارونه لکه د ساینس البراتوار‪ ،‬د تکنالوژی البراتوار‪ ،‬د ژبو البراتوار‪ ،‬د توليداتو‬
‫البراتوار‪ ،‬د تحقيق البراتوار او ورکشاپونه شامل دي‪.‬‬
‫‪ -:Library ‬په دې برخه کې مختلفې کتابخانې لکه د کمپيوټر کتابخانه‪ ،‬د تحقيق کتابخانه‪ ،‬د‬
‫مطالعې کتابخانه او نور شامل دي‪.‬‬
‫‪ -:Staff and Research ‬په دې برخه کې د استادانو‪ ،‬اداري کارکوونکو او نورو اداري‬
‫مامورینو اطاقونه‪ ،‬د تحقيق موادو د ساتلو اطاقونه او ساحې شاملې دي‪.‬‬
‫‪ -:Residential Block 2‬په دې برخه کې د استادانو او د زده کوونکو د اوسيدنې ټولې اسانتياوې‬
‫موجودې دي لکه د ليليې یو ګوني‪ ،‬دوه ګوني‪ ،‬دری ګوني‪ ،‬څلور ګوني اطاقونه‪ ،‬مطالعې اطاقونه‪،‬‬
‫اشپزخانه او نورې اړونده برخې‪.‬‬
‫‪ -:Administrative Block .3‬په دې برخه کې د د محصلينو د ثبت او راجستر او نور اړوند اداري‬
‫کارونه ترسره کيږي چې په دې برخه کې مختلفې ادارې‪ ،‬ریاستونه او د غونډو تالرونه شامل دي‪.‬‬
‫‪ -:Amenities .4‬دغه برخه د محصلينو د اسانتياوو او تفریح لپاره په نظر کې نيول کيږي چې په دې‬
‫کې د سپورټ ميدانونه‪ ،‬ډنډونه‪ ،‬چای خانې‪ ،‬هوټلونه‪ ،‬شنې ساحې او نورې برخې شاملې دي‪.‬‬
‫همدارنګه د پوهنتون ډیزاین هم متفاوت دی‪ ،‬چې کوالی شو په شيندلي ډول یا د کمپاس په شکل یې ډیزاین‬
‫کړو‪ .‬دلته د پوهنتون له پاره د کمپاس شکل انتخاب شوی دی‪.‬‬
‫د پوهنتون د ډیزاین څخه مخکې باید د هغې له پاره ساحه انتخاب کړو‪ .‬څرنګه چې پوهنتونونه لویې او د‬
‫زیات لګښت لرونکي پروژې دي‪ ،‬نو باید د ساحې په انتخاب کې یې ډېر دقت وشي‪.‬‬
‫د پوهنتون د ساحې په انتخاب کې باید مختلف فکټورونه؛ لکه د ساحې ستراتيژیک موقعيت‪ ،‬دساحې اقليم‪،‬‬
‫د ساحې جيولوجيکي شرایط‪ ،‬د سيمې نفوس او نور ضروري فکټورونه په نظر کې ونيول شی‪ ،‬تر څو دا‬
‫مهمه پروژه د تطبيق او ګټه اخيستنې په جریان کې د ستونزو سره مخامخ نه شي‪.‬‬
‫ددې پروژې د تطبيق لپاره د خوست والیت د مرکز اړوند د شيخ زاید پوهنتون سره نيږدې ساحه انتخاب‬
‫شوه چې ‪ Seattleite Image‬یې په الندې تصویر کې ليدلی شی‪.‬‬
‫‪:2‬د کمپاس پروژې لپاره د ساحې په انتخاب باندې مؤثر فکتورونه‬
‫د کمپاس لپاره د ساحې په انتحاب کې الندې دوه ډوله فکتورونه په نظر کي نيول کيږي‪.‬‬
‫‪ 3.2.1‬داخلي فکتورونه‪ :‬لکه د پوهنتون په داخل کې د ګروپونو ځای په ځای کول د یوه منظم پالن له‬
‫مخې‪ ،‬د منظم پالن له مخې د ترانسپورټ لپاره د عمومي‪ ،‬فرعي سرکونو ځای په ځای کول‪ ،‬د موټرو‬
‫لپاره د پارکينګونو ځای په ځای کول‪.‬‬
‫په نوموړي ساحه کي باید د اوبو لپاره ساحه وجود ولري‪ ،‬ددې اوبو کيفيفت باید وکتل شي‪ ،‬تيزابي او‬
‫القالي خواص یې باید مطالعه شي‪.‬‬
‫‪ 3.2.2‬د کمپاس خارجي فکتورونه‪ :‬لکه د باراني اوبو تنظيم کول‪ ،‬د برق له منابع څخه په مؤثره توګه ګټه‬
‫اخيستل‪ ،‬د ودانی لپاره د داسې ساحې انتحاب کول کوم چې په موجوده نورو چاپيریالونو او موجوده نورو‬
‫ودانيو باندي ناوړه اغيز ونه کړي‪ ،‬د داسې موادو څخه ګټه پورته کول چې اسانه او اقتصادي وي‪.‬‬
‫د دغې ساحې د انتخابولو دالیل په الندې توګه وړاندې کوو‬
‫‪.‬‬
‫د پوهنتون د ټولګیو په اړه لنډ معلومات‬
‫د ټولګي موقعیت‬
‫د ټولګي د موقعيت ټاکلو لپاره باید الندې نقطې په نظر کې ونيسو‪.‬‬
‫‪ ‬ټولګی باید د عمومي دخولي الرو سره نيږدې واقع وي‪.‬‬
‫‪ ‬ټولګی باید د امکان تر حده په الندینيو منزلونو کې واقع وي تر څو د امکان تر حده د‬
‫بيروبار څخه مخنيوی شوی وي‪.‬‬
‫‪ ‬ټولګی باید کافي اندازه ازاده ساحه ولري‪.‬‬
‫‪ ‬ټولګی باید د شور جوړوونکو ساحو څخه ليرې واقع وي‪.‬‬
‫د ټولګي داخلي فکتورونه‬
‫‪ ‬د ټولګي لپاره باید مناسب شکل انتخاب شي‪.‬‬
‫‪ ‬ټولګی باید مناسب ابعاد ولري‪.‬‬
‫‪ ‬د طول او عرض نسبت یې باید ‪ 1:2‬وي یا هم دې نسبت ته نيږدې وي‪.‬‬
‫‪ ‬د ټولګي په داخل کې باید داخلي عنصر نه وي‪.‬‬
‫‪ ‬سټيج باید د تختې د ليدلو مانع نه شي‪.‬‬
‫‪ ‬دروازه باید د امکان تر حده په مخامخ دیوال کې نصب نه شي‪.‬‬
‫‪ ‬که چېرې په ټولګي کې د کسانو شمير له ‪ 100‬څخه زیاتيدو نو باید صنف دوه دروازې ولري‪.‬‬
‫‪ ‬په ټولګي کې باید کافي اندازه روښنایي موجوده وي‪.‬‬
‫د پوهنتون ټولګي هغه اطاقونه دي چې د تقسيم اوقات مطابق د بيال بيلو مضامينو د درس او تدریس لپاره‬
‫استعماليږي‪ .‬د پوهنتون په ټولګيو کې د عمومي هدف صنفونه‪ ،‬د لکچر صنفونه‪ ،‬د سيمينار صنفونه‪ ،‬د‬
‫غوڼدو صنفونه او د کمپيوټر صنفونه شامل دي‪ .‬د ټولګيو د داخلي برخې په مساحت کې د صنف د دیوالونو‬
‫په داخل کې د چوکيو ساحه‪ ،‬د تګ راتګ ساحه‪ ،‬د ښوونکي د تګ راتګ ساحه‪ ،‬ګودام او نورې کمکي‬
‫برخې شاملې دي‪ .‬د صنفونو د داخلي برخې مساحت اندازه په صنف کې د شاګردانو په تعداد‪ ،‬د شاګردانو‬
‫لپاره في مساحت اندازه‪ ،‬په ساعت کې د استعمال اندازه‪ ،‬د اشغال کچه او نورو فکتورونو پورې اړه لري‪.‬‬
‫د دغو صنفونو په ډیزاین کې مهندسين باید د صنفونو شکل ته زیاته پاملرنه وکړي ځکه چې د صنفونو‬
‫شکل د صنف په ظرفيت باندې هم مستقيم تاثير لري‪ .‬د )‪ (ABOR‬ادارې پواسطه په ‪ 1997‬م کال کې د‬
‫بيال بيلو صنفونو لپاره الندې الرښوونې توصيه شوي دي‪.‬‬
‫‪Station Size‬‬
‫‪Station‬‬
‫‪Utilization‬‬
‫‪Weekly Room‬‬
‫‪Usage‬‬
‫‪Room type‬‬
‫‪19 square feet‬‬
‫‪65%‬‬
‫‪35‬‬
‫‪Classrooms‬‬
‫‪17 square feet‬‬
‫‪63%‬‬
‫‪32‬‬
‫‪Lecture Rooms‬‬
‫‪22 square feet‬‬
‫‪67%‬‬
‫‪35‬‬
‫‪Seminar Rooms‬‬
‫‪32 square feet‬‬
‫‪75%‬‬
‫‪32‬‬
‫‪Computer Rooms‬‬
‫ټولګی‪ :‬ټولګی له هغه اطاق څخه عبارت دی چې د زده کړې لپاره معمولي د ليکلو تخته‪ ،‬څوکۍ‪ ،‬ميز او د‬
‫زده کوونکو د کار سطحه چمتو کوي چې معموالً په ټولګي کې د زده کوونکو ظرفيت د ‪ 30‬څخه تر ‪100‬‬
‫سيټونو پورې په نظر کې نيول کيږي‪.‬‬
‫د ليکچر ټولګي‪ :‬دا ډول صنفونو د لویو صنفونو له جملې څخه شميرل کيږي کوم چې متحرک یا هم ثابت‬
‫ميز او چوکۍ لري‪ .‬په دغو ډول صنفونو کې د زده کوونکو ظرفيت معموالً د ‪ 100‬سيټونو څخه زیات په‬
‫نظر کې نيول کيږي‪.‬‬
‫د سيمينار صنفونه‪ :‬هغه صنفونه دي چې د زده کوونکو د سيمينارونو د ارایه کولو او یا هم د ګروپی‬
‫کارونو لپاره په نظر کې نيول کيږي‪ .‬په دا ډول صنفونو کې د یوه لوی ميز چاپيره زیات شمير چوکۍ ځای‬
‫پر ځای کيږي‪ .‬په دا ډول صنفونو کې د زده کوونکو تعداد معموالً د ‪ 30‬سيټونو څخه کم په نظر کې نيول‬
‫کيږي‪.‬‬
‫د کمپيوټر صنفونه‪ :‬د کمپيوټر صنفونه له هغه صنفونو څخه عبارت دی چې د زده کړې په هر موقعيت کې‬
‫د کمپيوټر ټرمينلونه سمبال کوي‪ ،‬زده کوونکو ته دا وړتيا چمتو کوي چې په انفرادي توګه د کمپيوټر په‬
‫فایلونو کې ذخيره شوي د ټولګي موادو ته السرسی ولري‪ .‬دا ډول صنفونه په معمول ډول په معياري‬
‫ډیسکټاپ کمپيوټرونو سمبال وي کوم چې د علمي ډیسپلينو په پراخه برخه کې د کورس لپاره د ټيکنالوژۍ‬
‫د اړتياوو څخه مالتړ کوي‪.‬‬
‫معموالً د درس او تدریس معمولي یا عام صنفونه په دوه ډوله سره ویشل کيږي یا هم په دوه ډوله طرحه‬
‫ریزي کيږي چې په الندې ډول ترې یادونه کوو‪.‬‬
‫‪Traditional Classrooms‬‬
‫دا ډول صنفونه د زده کړې تر ټولو عام ځای شميرل کيږي‪ .‬د دا ډول صنفونو په داخل کې متحرک ميزونه‬
‫او چوکۍ ځای پر ځای کيږي او ځينې وخت پکې غير مترک ميزونه او چوکۍ ځای پر ځای کيږي‪ .‬په دا‬
‫ډول صنفونو کې د ميزونو او چوکۍ باید په داسې ډول سره ترتيب شي چې د درس او تدریس‪ ،‬سيمينار‪،‬‬
‫ګروپي کار او یا بل هر څه ته اجازه ورکړی چې ښوونکی ورته اړتيا ولری‪.‬‬
‫‪ ‬په دغو ټولګيو کې د سيټونو شمير ‪ 25‬څخه تر ‪ 60‬پورې متحرک ميزونه په نظر کې نيول کيږي‪.‬‬
‫‪ ‬په دا ډول صنفونو کې باید د فرش همواره سطحه په نظر کې ونيول شي‪.‬‬
‫‪ ‬په دا ډول صنفونو کې د لومړي قطار تر منځ فاصله باید د صنف په داخل کې د سکرین د عرض‬
‫یو نيم چنده په نظر کې ونيول شي‪ .‬همدرنګه په دغو صنفونو کې د سکرین اندازه باید ‪226cm‬‬
‫ارتفاع او همدا ډول ‪ 304cm‬عرض په نظر کې ونيول شي‪ .‬که چيرته پورتنی معيار د تطبيق وړ‬
‫نه وي نو په دې صورت کې د صنف په داخل کې د لومړي قطار او د مخامخ دیوال تر منځ باید‬
‫‪ 270cm‬په اندازه ساحه په نظر کې ونيول شي‪.‬‬
‫‪ ‬په دا ډول صنفونو کې د الرښود استاد لپاره ‪ 10ft2‬ساحې ته ضرورت دی‪.‬‬
‫‪ ‬همدا ډول په دا صنفونو کې د زده کوونکو لپاره د ‪ (20-22)ft2‬ساحې ته ضرورت دی‪.‬‬
‫‪Collaborative Classrooms‬‬
‫دا ډول صنفونه د ‪ Traditional Classrooms‬یو فرعي برخه ده کوم چې په دې ډول صنفونو کې د‬
‫تدریس ميتود په ګروپي شکل صورت نيسي‪ .‬په ډا ډول صنفونو کې ميزونه او چوکي په متحرک او غير‬
‫متحرک ډول سره ترتيب کيږي‪.‬‬
‫‪ ‬په دا ډول صنفونو کې ‪ 25-40‬پورې متحرک سيټونه په نظر کې نيول کيږي‪.‬‬
‫‪ ‬په دې ډول صنفونو کې د فرش هموارې سطحې ته ضرورت دی‪.‬‬
‫‪ ‬همدرنګه په دا ډول صنفونو کې د في نفز زده کوونکي لپاره د ‪ (25-30)ft2‬ساحه په نظر کې نيول‬
‫کيږي‪.‬‬
‫‪Seminar Classrooms‬‬
‫د سيمينار په صنفونو کې کم شمير زده کوونکي په نظر کې نيول کيږي چې دا ډول صنفونه د ګروپي کار‬
‫لپاره طرحه کيږي‪.‬‬
‫‪ ‬په دا ډول صنفونو کې د ‪ 19-25‬پورې زده کوونکي په نظر کې نيول کيږي‪.‬‬
‫‪ ‬په دا ډول صنفونو کې ميزونه او چوکي باید یو بل ته مخامخ په نظر کې ونيول شي‪.‬‬
‫‪ ‬ځينې وخت الرښود استاد د زده کوونکو سره په یو ځای ناسته کوي نو پر همدې اساس باید د هغې‬
‫لپاره ځانګړی ځای په نظر کې ونيول شي که چيرته ممکن وي‪.‬‬
‫‪ ‬په دا ډول صنفونو کې د في نفر زده کوونکي لپاره ‪ 25-30ft2‬ساحې ته ضرورت دی‪.‬‬
‫‪Lecture Hall‬‬
‫‪ ‬دا ډول صنفونه معموالً د لویو صنفونو څخه شميرل کيږي چې معموالً ثابت او متحرک ميزونه او‬
‫چوکۍ پکې ځای پر ځای کيږي‪ .‬په لکچر هالونو کې معموالً د ‪ 50-150‬پورې سيټونه په نظر کې‬
‫نيول کيږي‪.‬‬
‫‪ ‬په دا ډول صنفونو کې د فرش هموارې او یا هم د قطارونو د زیاتوالي په صورت کې پته یي فرش‬
‫ته ضرورت دی خو د سيټونو تر منځ د تګ راتګ الرې باید په پته یي شکل سره ترتيب کړل شي‪.‬‬
‫‪ ‬د سيټونو د ځای پر ځای کولو سره باید د سيټونو تر شا په اسانۍ سره حرکت وکړل شي‪.‬‬
‫‪ ‬د هال په داخل کې منخني شکل د ميزونو ترتيب کول که چيرې ممکن وي د هال په اغيزمنتيا‬
‫باندې مستقيم تاثير لري‪.‬‬
‫‪2‬‬
‫‪ ‬په دې ډول صنفونو کې د في نفر لپاره د ‪ 18-22ft‬ساحې ته ضرورت دی‪ ،‬خو په اصغري ډول‬
‫دغه اندازه باید د ‪ 10.5ft2‬حخه کمه نه شي کوم چې د تګ راتګ اسانتيا لپاره ضروري ده‪.‬‬
‫‪ ‬په لویو هالونو کې باید د اړینو کسانو لپاره )‪ (Wheelchair‬هم په نظر کې ونيو شي چې مقدار یې‬
‫د سيټونو په تعداد پورې اړه لري‪.‬‬
‫د ټولګیو موقعیت‬
‫‪ ‬ټولګی باید د امکان تر حده په لومړي منزل کې په نظر کې ونيول شي‪ ،‬او په لومړي منزل کې باید‬
‫په داسې ځای کې ځای پر ځای شي چې د عمومي دروازې سره نيږدې واقع وي تر څو زده‬
‫کوونکي په کم وخت کې د تعمير څخه خارج شي‪.‬‬
‫‪ ‬د ښار په ځينو تعليمي ودانيو کې صنفونه کيدلی شي چې په پورته منزلونو کې موقعيت ولري خو‬
‫د تعمير ډیزاین باید په داسې ډول سره ترتيب شي چې صنفونو ته السرسی او د صنفونو څخه‬
‫خارجيدل پکې اسانه صورت ونيسي‪ .‬ددې هدف د ترالسه کولو لپاره باید موثر عمودی ارتباط په‬
‫نظر کې ونيول شي چې معموالً د لفټونو څخه پکې زیاته استفاده اخيستل کيږي‪.‬‬
‫‪ ‬صنفونه با ید د غږ توليدوونکو ساحو څخه لرې په نظر کې ونيول شي لکه د ميخانيکي کوټو او‬
‫نور‪ .‬که چيرې په فزیکي ډول د دې ساحې څخه د صنفونو جال والی ممکن نه وي نو په دې‬
‫صورت کې باید د صوت د انتقال د مخنيوي الرې چارې وڅيړل شي چې د صوت د څيړنې علم‬
‫ته اکوستيک )‪ (Acoustic‬ویل کيږي‪.‬‬
‫زمونږ د پوهنتون ټولګیو په اړه معلومات په الندې ډول دي‪.‬‬
‫درسي ټولګي په پالن کې د ‪ C‬په توري سره ښودل شوي دي چې په یوه ډیپارټمنټ کې څلور اساسي‬
‫صنفونه او دوه دانې اضافي صنفونه موجود دي چې په اندازو او نورو مشخصاتو کې سره یو ډول دي‪.‬‬
‫ددې پوهنځی په درسي ټولګيو کې ‪98‬نفره په نظر کې نيول شوي دي چې د یوه کس لپاره ‪ 1.4m2‬ساحه‬
‫په نظر کې نيول شوې ده‪ ،‬او ‪ 25%‬یې د تګ راتګ او سټيج لپاره اضافي مساحت په نظر کې نيول شوی‬
‫چې د ټولګي مجموعي مساحت یې ‪ 152.25m2‬دی‪.‬‬
‫په دغو صنفونو کې د استاد لپاره یو سټيج موجود دی چې ارتفاع یې ‪ 15cm‬ده‪ ،‬دغه صنفونه ‪ 5‬دانې‬
‫کړګۍ لري چې ابعاد یې )‪ (190x245‬دی چې د ټول صنف د فرش سطحې ‪ 18%‬کيږي او ددغو کړکيو‬
‫‪ OKB‬یې ‪ 90cm‬ده‪ ،‬دغه ټولګي یوه دروازه لري چې عرض یې ‪ 180cm‬اور ارتفاع یې ‪ 350cm‬ده‪ ،‬د‬
‫دغې دروازې د روشندان اندازه ‪ 60cm‬په نظر کې نيول شوي ده‪ .‬په دغو صنفونو کې مو د تدریس لپاره‬
‫یوه تخته په نظر کې نيولي ده چې اندازه یې ‪ 300x220 cm‬ده دا تخته د پورته او کښته کيدو وړ ده ترڅو‬
‫ټول شاګردان یې په آسانی سره وویني د صنف ارتفاع مو ‪ 420cm‬په نظرکې نيولي ده‪.‬‬
‫همدارنګه د افقي دید زاویه د څنک ليدونکي او د سکرین مرکز سره تقریبأ ‪ 33o‬ده‪ .‬او عمودي دید زاویه‬
‫د اول کتار او سکرین پورتنۍ برحې سره ‪ 35o‬ده‪ .‬په تدریسي صنفوتو کې د سکرین او اول کتار ترمنځ‬
‫فاصله مو د نورم په اساس ‪ 325cm‬په نظر کې نيولې ده همدارنکه مو د استاد لپاره یوه چوکۍ هم په‬
‫نظرکې نيولی ده‪.‬‬
‫د درسي ټولګیو د میز او چوکیو ترتیب‪Classrooms Furniture Layout :‬‬
‫په درسي ټولګيو کې د هر کس لپاره یوه دانه چوکي او د هرو دوو کسانو لپاره یو ميز په نظر کې نيول‬
‫شوی دی چې د چوکی ابعاد یې ‪ (55x45)cm‬او د ميز ابعاد یې )‪ (140x50‬کې دي‪ .‬د هرو دوو کتارونو‬
‫تر منځ ‪ 65cm‬فاصله موجوده ده او همدرنګه د چوکيو تر منځ د تګ راتګ لپاره ‪ 80cm‬په عرض الره‬
‫موجوده ده‪ .‬په دغو ټولګيو کې په مجموعي ډول ‪ 90‬چوکی او ‪ 45‬ميزونه ځای پر ځای شوي دي چې دغه‬
‫ميزونه او چوکی په داسې ډول ترتيب شوي دي چې د ميزونو تعداد په ‪ 5‬قطارونو کې ځای پر ځای شوي‬
‫دي چې په هر قطار کې یې ‪ 9‬ميزونه او ‪ 18‬چوکی ځای پر ځای شوي دي‪ .‬په همدې ټولګيو کې د اول‬
‫قطار او او سکرین تر منځ ‪ 325cm‬فاصله او د وروستني قطار او دیوال تر منځ ‪ 100cm‬فاصله موجوده‬
‫ده‪.‬‬
‫د ال وضاحت لپاره یې الندې تصویر هم اچول شوی دی‪.‬‬
‫د درسي ټولګیو د برقي لوازمو ترتیب‪:‬‬
‫په درسي ټولګيو کې د مصنوعي تهویې او روښنایی لپاره په هر صنف کې ‪ 6‬دانې پکې په نظر کې نيول‬
‫شوي دي چې د پکې د یوې پرې اندازه یې ‪ 45cm‬ده او ‪ 9‬دانې د روښنایی الیټونه په نظر کې نيول شوي‬
‫دي‪.‬‬
‫لکچر هال )‪(Lecture Hall‬‬
‫لکچر هال چې د پوهنځی د درسي صنفونو څخه په یوه ګوښه ځای کې په نظر کې نيول شوی دی‪ ،‬د ټولې‬
‫پوهنځی لپاره څلور دانې په نظر کې نيول شوي دي‪ ،‬لکچر هالونه په پالن کې د ‪ LR‬په توري ښودل شوی‬
‫دی‪ ،‬د یوه نفر لپاره د ‪ 1m2‬نورم په نظر کې نيولو شوی چې ‪ 30%‬یې د تګ راتګ سټيج او نورو شيانو‬
‫لپاره اضافي مساحت په نظر کې نيول شوی چې د ‪ 230‬نفرو ظرفيت لري او مساحت ‪ 300m2‬دی‪ .‬لکچر‬
‫هال دوه دوه پله یي دروازه لري چې عرض یې ‪ 200cm‬او ارتفاع یې ‪ 345cm‬ده‪ .‬له دغو دروازو له‬
‫جملې څخه یوه دروازه یې د دخول لپاره په نظر کې نيول شوي ده او یوه دروازه یې د ووانی څخه د وتلو‬
‫به خاطر په نظر کې نيول شوي دي‪ .‬همدارنګه په لکچر هال کې ‪ 6‬دانې کړکۍ وجود لري چې عرض یې‬
‫‪ 190cm‬او ارتفاع یې ‪ 635cm‬او ‪ OKB‬یې ‪ 90cm‬ده‪ .‬څرنګه چې په لکچر هال کې د درسي ټولګيو په‬
‫څېر ميزونو ته اړتيا نه وي نو ځکه یوازې یو نفري چوکی په نظر کې نيول شوي دي‪ .‬دغه چوکۍ په‬
‫منحني شکل په ‪ 12‬قطارونو کې ځای پر ځای شوي دي‪ .‬ددغو چوکيو اندازه ‪ (70x65)cm‬کې ده‪ .‬د تګ‬
‫راتګ لپاره د قطارونو تر منځ ‪ 110cm‬الره پریښودل شوي ده‪ .‬ددې لکچر هال ارتفاع ‪ 840cm‬په نظر‬
‫کې نيول شوي ده‪.‬‬
‫څرنګه چې په لکچر هال کې د قطارونو تعداد ‪ 12‬دی نو ددې لپاره باید یو څه اندازه د سټيج برخې ارتفاع‬
‫یو څه زیات وي چې ددې لپاره د سټيج برخې ارتفاع ‪ 60‬سانتي متره په نظر کې نيول شوي ده‪ .‬په لکچر‬
‫هال کې د روښنایی او تهویې په خاطر د هال په داخل کې ‪ 15‬دانې د روښنایی الیټونه او ‪ 3‬د هوا‬
‫ایرکندیشن په نظر کې نيول شوي دي‪.‬‬
‫سیمینار کوټه )‪(Seminar Room‬‬
‫سيمينار کوټه چې په پالن کې د ‪ SE‬په توري ښودل شوې ده چې د هر ډیپارټمنټ لپاره دری دانې صنفونه‬
‫په نظر کې نيول شوي دي‪ ،‬اندازې یې ‪ (595x850)cm‬دي‪ .‬د یو نفر له پاره د ‪ 2m2‬نورم په نظر کې‬
‫نيولو سره د ‪ 20‬نفرو ظرفيت لري او مساحت یې ‪ 50.75m2‬دی‪ .‬چې ‪ 25%‬مساحت اضافي په نظر کې‬
‫نيول شوی دی‪ ،‬دغه کوټه ‪ 2‬دانې کړکۍ لري چې ابعاد یې ‪ (150x245)cm‬دي او د کړکيو ‪ OKB‬یې‬
‫‪ 90cm‬ده‪ .‬په دغه صنف کې د هر نفر له پاره یوه چوکۍ او یو عمومي ميز چې عرض یې ‪ 265cm‬او‬
‫طول یې ‪ 480cm‬دی‪ ،‬په نظر کې نيول شوی دی‪ .‬دغه ټولګی یوه دوه پله یي دروازه لري چې عرض یې‬
‫‪ 180cm‬دی او ارتفاع یې ‪ 280cm‬ده‪ .‬ددې اطاق د روښنایی او تهویې لپاره د اطاق په داخل کې دوه دانې‬
‫د روشنایی الیټونه او دوه د باد پکی په نظر کې نيول شوي ده‪.‬‬
‫کمپیوټر لېب )‪(Computer Lab‬‬
‫کمپيوټر لېب چې تعداد یې د هر ډیپارټمنټ لپاره یوه دانه دی چې په پالن کې د ‪ CL‬په توري ښودل شوی‬
‫ده‪ ،‬د یوه نفر له پاره د ‪ 2.5m2‬نورم په نظر کې نيولو سره د ‪ 88‬نفرو ظرفيت لري‪ ،‬چې مساحت یې‬
‫‪ 270m2‬دی‪ .‬دغه کوټه هم ‪ 11‬دانې کړکۍ لري‪،‬چې ابعاد یې ‪ (190x245)cm‬دي چې ددغو کړکيو‬
‫‪ OKB‬یې ‪ 90cm‬ده‪ .‬دغه کوټه دوه دانې دوه پله یي دروازې لري چې عرض یې ‪ 180cm‬او ارتفاع یې‬
‫‪ 335cm‬ده‪ .‬د اول قطار او تختې ترمنځ فاصله یې ‪ 205cm‬ده‪ .‬په کمپيوټر لېب کې د کمپيوټر لپاره یو ميز‬
‫او یوه چوکي په نظر کې نيول شوي چې د چوکۍ ابعادی یې ‪ 50x50cm‬او د ميز اندازه یې ‪(60x90)cm‬‬
‫ده‪ .‬په دغه ټولګي کې د تګ راتګ لپاره په ‪ 85cm‬عرض سره الر پرېښودل شوي ده‪ .‬څرنګه چې په دغو‬
‫اطاقونو کې د کمپيوتر سره سرو کار وي او کمپيوتر له ځان څخه یو څه اندازه حرارت توليدوي نو پدې‬
‫اساس مو د اطاق په داخل کې څلور دانې ایرکندیشن په نظر کې نيولي دي‪.‬‬
Download